bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 14
Romans 14
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 15 →
1
دَ کمزورى ايمان خاوندان دَ ځان سره شامل کړئ خو دَ دے دَ پاره نه چه تاسو ورسره دَ هغۀ دَ خيالاتو بحث کوئ.
2
دَ يو خو دا عقيده ده چه دَ هر څيز خوړل روا دى اَؤ کمزورے ايمان لرُونکى تشه سبزى خورى.
3
دَ هر قِسم خوړُونکے دِ هغه چا ته سپک ونۀ ګورى څوک چه نۀ خورى، اَؤ څوک چه نۀ خورى هغه دِ په خوړُونکى اِلزام ونۀ لګوى ځکه چه خُدائے هغه قبوُل کړے دے.
4
تۀ څوک يئے چه دَ بل چا په نوکر اِلزام لګوے؟ دَ هغۀ قائم پاتے کيدل يا پريوتل دَ هغۀ دَ مالِک سره تعلق لرى، بلکه هغه به قائم کړے شى ځکه چه خُدائے دَ هغۀ په قائم کولو قادر دے.
5
څوک خو داسے دے چه يوه ورځ په نورو ورځو افضله ګڼى اَؤ څوک ټولے ورځے يو برابر، خو هر سړے دِ په خپل زړۀ کښے پخه عقيده لرى.
6
څوک چه يوه ورځ منى، هغه هم دَ خُدائے شکر کوى اَؤ هغه چه هر څۀ خورى، هغه ئے دَ خُدائے دَ پاره خورى ځکه چه هغه دَ خُدائے شکر کوى. اَؤ څوک چه څۀ نۀ خورى هغه ئے هم دَ خُدائے دَ پاره نۀ خورى اَؤ دَ خُدائے شکر کوى.
7
ځکه چه په مُونږ کښے نۀ خو څوک دَ خپل ځان دَ پاره ژوندے دے اَؤ نۀ دَ ځان دَ پاره مړ کيږى.
8
که چرے مُونږ ژوندى يُو، هم دَ مالِک دَ پاره ژوندى يُو اَؤ که مرُو نو هم دَ مالِک دَ پاره مرُو، نو که مُونږ ژوندى يُو اَؤ که مرُو خو دَ مالِک يُو.
9
ځکه چه مسيح دَ هم دے دَ پاره مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو، چه هغه دِ دَ مړو اَؤ ژوندو دواړو مالِک وى
10
خو تۀ ولے په بل عيسائى ورور اِلزام لګوے؟ اَؤ تۀ ولے بل عيسائى ورور ته سپک ګورے؟ مُونږ خو به ټول دَ خُدائے دَ عدالت دَ تخت په وړاندے ودريږُو.
11
ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه : ”مالِک وائى چه باور وکړئ چه هر يو به زما په مخکښے په سجده شى، اَؤ هره ژبه به اِقرار وکړى چه زَۀ خُدائے يم.“
12
ځکه چه له مُونږ نه هر يو به خُدائے ته حساب ورکوى.
13
نو په کار دى چه آينده دَ پاره مُونږ دِ په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو. اَؤ تاسو دا اِراده وکړئ چه هيڅوک به دَ ورور په وړاندے هغه څيز نۀ ږدى کُوم چه دَ هغۀ دَ تيندک خوړلو يا راغورزيدو سبب کيږى.
14
ما ته معلُومه ده اَؤ په مالِک عيسىٰ زما ايمان دے چه هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چه څوک ئے حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.
15
که چرے ستا ورور ته ستا دَ خوراک نه تکليف رسى نو بيا تۀ دَ محبت په لاره تلل نۀ کوے. دَ کُوم سړى دَ پاره چه مسيح مړ شو، تۀ هغه په خپل خوراک مه خرابوه!
16
چا ته موقعه مه ورکوه چه هغه څيز چه ستا دَ پاره ښۀ دے، ورته بد ووائى.
17
ځکه چه دَ خُدائے بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکه په صداقت، په صُلح اَؤ په هغه خوشحالئ ده چه دَ رُوحُ القُدس دَ طرفه وى.
18
اَؤ څوک چه په دے شان دَ مسيح خدمت کوى، هغه دَ خُدائے نازولے اَؤ په خلقو کښے مقبُول دے.
19
نو بيا دِ مُونږ دَ هغو خبرو طالبان شُو په کُومو چه صُلح اَؤ تړُون ترقى مُومى.
20
دَ خوراک دَ پاره دَ خُدائے کار مه ورانوئ. هر څيز پاک خو دے، خو دَ هغه سړى دَ پاره ښۀ نۀ دے چه په خوړلو ئے تيندک خورى.
21
که ستا دَ غوښے په خوړلو اَؤ دَ شرابو په څښلو اَؤ څۀ داسے بل څۀ کار نه، ستا ورور تيندک خورى نو دا ښه ده چه تۀ دَ دے څيزُونو نه ځان وساتے.
22
په داسے څيزُونو کښے څۀ چه ستا عقيده وى، هغه دَ خُدائے اَؤ په خپل مينځ کښے وساته. بختور دے هغه څوک چه دَ هغه څيز په وجه کُوم چه هغه روا ګڼى خپل ځان مُجرم کوى نه!
23
خو څوک چه په کُوم څيز کښے شک لرى، که چرے هغه وخورى نو هغه پرے مُجرم کيږى، ځکه چه که هغه دا عقيده نه لرى چه هغۀ ته داسے کول په کار دى اَؤ که مُونږ په يقين سره يو کار ته ښۀ نۀ شُو وئيلے نو دَ هغۀ کول ګُناه ده.
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 15 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16