bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Romans 10
Romans 10
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 11 →
1
ورُوڼو! زما دَ زړۀ خوښه اَؤ دَ خُدائے نه دُعا ده چه زما خپل خلق خلاصُون ومُومى.
2
دَ خُدائے په حقله دَ هغوئ دَ جوش ګواهى کوم خو هغه يو غلط جوش دے.
3
ځکه چه هغوئ نۀ پيژنى چه خُدائے څنګه بنى آدم صادِقوى خو هغوئ په خپلو عملُونو سره دَ صادِق کيدلو کوشِش کوى، ځکه خو هغوئ دَ خُدائے دَ صداقت تابعدار شوى نۀ دى.
4
په مسيح دَ شريعت هدف انجام ته رسيدلے دے، دَ دے دَ پاره چه هر څوک چه پرے ايمان راؤړى، دَ خُدائے سره به صادِق وى.
5
دَ شرعى صداقت په باب کښے مُوسىٰ ليکلى دى چه : ”هر څوک چه دَ شريعت په مُطابق داسے کوى نو هغه به په دے ژوندُون بيا مُومى.“
6
خو کُوم صداقت چه په ايمان راځى صحيفه وائى چه : ”ځان ته داسے مه وايه چه څوک پاس آسمان ته ختلے شى؟“ دَ دے دَ پاره چه مسيح لاندے راولى.
7
”اَؤ څوک لاندے تحت الثرىٰ ته تلے شى؟“ چه مسيح دَ مړو نه راپاڅوى.
8
خو هغه څۀ وائى؟ ”کلام درسره نزدے دے، دا ستا په شُونډو اَؤ ستا په زړۀ کښے دے.“ دا دَ ايمان کلام دے چه مُونږ ئے بيانوُو.
9
ځکه که ستا په خُلۀ دا اِقرار وى چه عيسىٰ مالِک دے اَؤ په زړۀ کښے دِ دا ايمان وى چه خُدائے هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومے.
10
ولے چه مُونږ په زړۀ سره ايمان راؤړو اَؤ خُدائے مُونږ صادِقوى، اَؤ په خُلۀ دا اِقرار کوُو نو خلاصُون به بيا مُومُو.
11
صحيفه وائى چه : ”هر څوک چه په هغۀ ايمان لرى، هغه به شرمولے نۀ شى.“
12
نو دلته په يهُودى اَؤ په غير يهُودى کښے هيڅ فرق نِشته ځکه چه هم دغه يو خُدائے دَ ټولو مالِک دے اَؤ دَ هر چا دَ پاره چه هغۀ ته زارى کوى، غنى دے.
13
لکه چه صحيفے وائى چه : ”هر هغه څوک چه دَ مالِک په نُوم زارى کوى، هغه به خلاصُون بيا مُومى.“
14
نو په چا چه هغوئ ايمان نۀ لرى نو هغۀ ته به زارى څنګه وکړى؟ اَؤ دَ چا په باب کښے ئے چه څۀ آؤريدلى نۀ وى، په هغۀ به ايمان څنګه راؤړے شى؟ اَؤ څوک چه ورته وعظ ونۀ کړى نو څنګه به آؤرى؟
15
اَؤ تر څو چه دَ دے کار دَ پاره ونۀ ليږلے شى نو هغه به وعظ څنګه وکړى؟ دا هغه څۀ دى چه صحيفے وائى چه : ”دَ زيرى راوړُونکو قدمُونه څنګه ښکلى دى!“
16
خو ټول دَ زيرى فرمانبردار نۀ شول لکه چه يشعياه وائى چه : ”اَئے ربه! چا زمُونږ په زيرى يقين وکړو؟“
17
اَؤ ايمان دَ زيرى په آؤريدلو پيدا کيږى اَؤ آؤريدل دَ مسيح په باب کښے دَ زيرى ورکولو نه.
18
خو زَۀ تپوس کوم چه آيا دا دوئ چرے هم آؤريدلى نۀ وُو؟ بے شکه چه آؤريدلى ئے وُو، څنګه چه ليکلى دى : ”دَ هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښے آؤريدلے شوے وو، اَؤ دَ هغوئ کلام دَ دُنيا ټولو استوګنو حدُونو پورے رسيدلے وو.“
19
خو زَۀ بيا تپوس کوم چه آيا بنى اِسرائيلو دا نۀ پيژندو؟ اول خو مُوسىٰ دا وائى چه ”دَ داسے خلقو په وسيله چه قوم ورته نۀ شى وئيلے زَۀ به ستاسو غيرت راوپاروم، اَؤ دَ کم عقل قوم په وسيله به مو قهر راولړزوم.“
20
خو يشعياه په نوره زړه ورتيا بيان کوى، هغه وائى چه : ”زَۀ هغه چا ومُوندلم چا چه زما لټُون نۀ کولو، اَؤ زَۀ هغه چا ته ښکاره څرګند کړے شوم چا چه زما په باب کښے پوښتنه نۀ کوله.“
21
خو دَ بنى اِسرائيلو په حقله هغه وائى چه : ”ټوله ورځ مے هغه خلقو ته لاسُونه اُوږدۀ کړل چه نافرمانه دى اَؤ چه مُخالفے خبرے کوى.“
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16