bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 1
Mark 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 2 →
1
دا دَ خُدائے دَ زوئے عيسىٰ مسيح دَ زيرى شروع ده،
2
څنګه چه دَ يشعياه نبى په صحيفه کښے ليکلى دى : ”ګوره! دا زما پيغمبر دے چه زَۀ ئے دَ تا نه وړاندے ليږم اَؤ دَئے به ستا دَ پاره لار تياروى.
3
په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز راغے چه دَ مالِک لار تياره کړئ اَؤ دَ هغۀ سړکُونه نيغ کړئ.“
4
اَؤ دغه شان په بيابان کښے بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ راغے اَؤ اِعلان ئے وکړو چه ”توبه وکړئ اَؤ بپتسمه واخلئ اَؤ خُدائے به ستاسو ګُناهونه وبخښى.“
5
اَؤ دَ يهوديه دَ وطن ټول خلق اَؤ دَ بيتُ المُقدس اوسيدُونکى هغۀ ته راغونډ شول اَؤ هغوئ دَ خپلو ګُناهونو اِقرار وکړو اَؤ هغۀ دَ اُردن سيند په غاړه دَ هغوئ بپتسمه وکړه.
6
يحيىٰ دَ اُوښ دَ وړئ چُوغه اغوستے وه اَؤ دَ څرمنے پيټئ ئے دَ ملا نه تاؤ کړے وه اَؤ هغۀ به ملخان اَؤ ځنګلى ګبين خوړلو.
7
هغۀ به دا اِعلان کوو چه ”زما نه پس به هغه سړے راځى چه زما نه زيات زوروَر دے. زَۀ دَ دے لائق هم نۀ يم چه ټيټ شم اَؤ دَ هغۀ دَ پيزار تسمے پرانزم.
8
ما خو په اوبو ستاسو بپتسمه وکړه خو هغه به ستاسو بپتسمه په رُوحُ القُدس وکړى.“
9
هم په هغه ورځو کښے داسے وشول چه دَ ګليل دَ ناصرت نه عيسىٰ راغے اَؤ دَ اُردن دَ سيند په غاړه ئے دَ يحيىٰ نه بپتسمه واخسته.
10
څۀ وخت چه دَ اوبو نه بهر راووتو نو هغۀ آسمانُونه پرانستى وليدل اَؤ رُوحُ القُدس دَ کونترے په شکل په هغۀ باندے نازل شو.
11
اَؤ دَ آسمان نه يو آواز راغے چه ”تۀ زما محبوب زوئے ئے، ستا نه زَۀ رضا يم.“
12
سمدستى رُوحُ القُدس هغه بيابان ته واستوو.
13
اَؤ هلته کښے هغه تر څلويښتو ورځو پورے دَ شيطان په لمسُون کښے وآزمائيلے شو. هغه دَ ځنګلى ځناورو سره وو اَؤ فرښتے دَ هغۀ په خدمت کښے حاضرے وے.
14
هر کله چه يحيىٰ ونيولے شو نو عيسىٰ ګليل ته راغے اَؤ دَ خُدائے دَ زيرى وعظ ئے کولو چه
15
”وخت پُوره شو، دَ خُدائے بادشاهى په تاسو دَ بره کيدُونکى ده. توبه ګار شئ اَؤ په زيرى ايمان راؤړئ.“
16
عيسىٰ دَ ګليل درياب په غاړه روان وو چه هغۀ شمعُون اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس وليدل چه دَ درياب په غاړه ئے جال اچولو ځکه چه هغوئ دَ ماهيانو ښکاريان وُو.
17
عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”ما پسے راځئ اَؤ زَۀ به ستاسو نه دَ بنى آدمو لټوُونکى جوړ کړم.“
18
اَؤ سمدستى هغوئ خپل جالُونه پريښودل اَؤ په هغۀ پسے روان شول.
19
کله چه عيسىٰ وړاندے لاړلو نو هغۀ دَ زبدى زامن، يعقُوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا وليدل چه په کشتئ کښے ناست وُو اَؤ جالُونه ئے مُرمت کول.
20
هغۀ هغوئ راوبلل اَؤ هغوئ خپل پلار زبدى دَ مزدُورانو سره په کشتئ کښے پريښودو اَؤ په هغۀ پسے روان شول.
21
دوئ کفرنحوم ته راغلل اَؤ دَ سبت يعنے خالى په ورځ عيسىٰ عبادت خانے ته لاړو اَؤ هلته ئے تعليم ورکول شروع کړل.
22
خلق دَ عيسىٰ په تعليم حيران شول ځکه چه دَ شرعے دَ عالمانو په شان نه، بلکه پُوره په اِختيار سره ئے وئيل.
23
په دغه وخت په عبادت خانه کښے يو سړے وو چه ناپاک رُوح نيولے وو. هغۀ چغے کړے،
24
”اَئے عيسىٰ ناصرى! ته زمُونږ نه څۀ غواړے؟ تۀ زمُونږ په بربادئ پسے راغلے يئے څۀ؟ زَۀ دِ پيژنم چه ته څوک يئے، تۀ دَ خُدائے قدُوس يئے.“
25
عيسىٰ هغه ورټلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”چپ شه اَؤ دَ دَۀ نه راوزه.“
26
اَؤ ناپاک رُوح هغه سړے ډير په عذاب کړو اَؤ په چغه ترے نه راووتو.
27
هغوئ ټول حق حيران شول اَؤ دَ يو بل نه ئے تپوس وکړو چه ”دا لا څۀ دے؟ دا خو يو نوے تعليم دے! هغه په اِختيار سره خبرے کوى اَؤ چه حُکم کوى نو ناپاک رُوحُونه هم دَ هغۀ حُکم منى“
28
دا خبره ډيره زر مشهُوره شوه اَؤ دَ ګليل په علاقه کښے دَ هغۀ آوازه خوره شوه.
29
دَ عبادت خانے نه په راوتو هغوئ نيغ دَ شمعُون اَؤ اندرياس کره لاړل اَؤ يعقُوب اَؤ يوحنا هم ورسره ملګرى وُو.
30
دَ شمعُون خواښے تبے نيولے وه، په کټ کښے پرته وه. هغوئ سمدستى دَ هغے دَ بيمارئ حال ورته ووے.
31
عيسىٰ ورغے اَؤ دَ هغے لاس ئے ونيوو اَؤ په پښو ئے وُدروله اَؤ تبے پريښوه اَؤ دَ هغوئ په خدمت کښے آخته شوه.
32
هغه ماښام دَ نمر دَ پريوتو نه پس هغوئ ټول رنځُوران اَؤ پيريانو نيولى خلق عيسىٰ ته راوستل.
33
اَؤ ټوله ښاريه دَ هغه کور مخے ته راټوله شوه.
34
عيسىٰ ډير رنحُوران جوړ کړل چه په قِسم قِسم رنځُونو آخته وُو اَؤ ډير پيريان ئے وشړل. هغۀ پيريان خبرو ته پرے نۀ ښول ځکه چه هغوئ پيژندو چه دا څوک دے.
35
سحر وختى دَ نمر ختو نه وړاندے عيسىٰ پاڅيدو اَؤ بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى ځائے ته لاړو اَؤ هلته ئے دُعا کوله.
36
خو شمعُون اَؤ دَ هغۀ ملګرى ورپسے لاړل،
37
وئے مُوندو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”ټول خلق ستا په تلاش کښے دى.“
38
هغۀ جواب ورکړو چه ”راځئ چه نزدے کلو ته لاړ شُو چه زَۀ هلته هم خپل پيغام واؤروم ځکه چه زَۀ هم په دغه غرض راوتلے يم.“
39
نو هغه په ټول ګليل کښے وګرزيدلو، په عبادت خانو کښے ئے کلام آؤروو اَؤ پيريان ئے ويستل.
40
عيسىٰ ته يو جُذامى راغے، دَ هغۀ په پښو پريوتو، خواست ئے ترے وکړو چه ”که ته غواړے نو ما پاکولے شے.“
41
دَ عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزيدلو، خپل لاس ئے وراُوږد کړلو، مسح ئے کړو اَؤ وئے وئيل چه ”بے شکه زَۀ غواړم، پاک شه.“
42
اَؤ دَ هغۀ نه جُزام سمدستى لرے شو اَؤ هغه پاک شو.
43
بيا عيسىٰ هغه دَ دے سخت حُکم سره رُخصت کړو،
44
”خيال ساته چه دا حال چا ته ونۀ وائے. لاړ شه خپل ځان کاهن ته وښايه اَؤ دَ مُوسىٰ مُقرره کړے نذرانه هغۀ ته پيش کړه، دا به ستا دَ روغتيا شاهدى وى.“
45
خو هغه سړے بهر لاړو اَؤ دَ دے قصے نه ئے ټول خلق خبر کړل. دا خبره ئے تر لرے لرے خوره کړه تر دے چه عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے اَؤ بهر به په خوشو ځايُونو کښے پاتے کيدو. خو بيا به هم خلق دَ هر لورى نه هغۀ ته راتلل.
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16