bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 10
Mark 10
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 11 →
1
دَ هغه ځائے نه چه عيسىٰ روان شو نو دَ يهوديه اَؤ اُردن دَ سيند پورے غاړے ته راغے اَؤ هر کله چه ډير خلق بيا ترے راچاپير شول نو دَ دستور په مُطابق هغۀ بيا ورته تعليم شروع کړو.
2
نو فريسيان ورغلل اَؤ ترے دَ آزميښت په طور ئے دا تپوس وکړو، ”آيا يو سړى له دا روا دى چه خپله ښځه طلاقه کړى؟“
3
هغۀ په جواب کښے تپوس وکړو چه ”مُوسىٰ تاسو ته څۀ حُکم کړے وو؟“
4
هغوئ جواب ورکړو چه ”مُوسىٰ سړى ته دا اِجازت ورکړے دے چه طلاق نامه دِ وليکى اَؤ ښځه دِ پريږدى.“
5
عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”دا حُکم هغۀ ستاسو دَ زړۀ دَ سختوالى په وجه وليکو.
6
خو دَ دُنيا دَ پيدائښت نه خُدائے دوئ ”نر اَؤ ښځه پيدا کړل.“
7
”په دے وجه به سړے خپل مور پلار پريږدى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به يو ځائے شى.
8
اَؤ دواړه به يو وجُود شى“ اَؤ پس له هغے به دوئ يو وجُود وى اَؤ بيلتون به په کښے نۀ وى.
9
هر څۀ چه خُدائے يو کړى وى بنى آدم دِ ئے نۀ جُدا کوى.“
10
اَؤ بيا چه دوى کورته ننوتل نو مُريدانو ترے په دے حقله تپوس وکړو.
11
هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”هر څوک چه خپله ښځه طلاقه کړى اَؤ بله وادۀ کړى نو هغه دَ اولنئ ښځے خلاف زِنا کوى.
12
اَؤ دغه شان که يوه ښځه خاوند طلاق کړى اَؤ بل ميړۀ وکړى نو هغه زِنا کوى.“
13
بيا خلقو دَ دے دَ پاره عيسىٰ له ماشُومان راوستل چه لاس پرے کيږدى خو مُريدانو هغوئ ورټل.
14
ولے عيسىٰ چه دا وليدل نو خفه شو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”دا ماشُومان ما ته راپريږدئ چه راشى، دوئ مه منع کوئ ځکه چه دَ خُدائے بادشاهى دَ دغسے خلقو ده.
15
زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر څوک چه دَ خُدائے بادشاهى دَ ماشُوم په شان قبُوله نۀ کړى هغه به په کښے هيڅ کله ورداخل نۀ شى.“
16
بيا ئے دَ هغوئ نه لاسُونه راچاپيره کړل اَؤ خپل لاسُونه ئے پرے کيښودل اَؤ برکت ئے ورکړو.
17
عيسىٰ بيا په سفر روانيدو چه يو سړى رادَؤ کړو اَؤ دَ هغۀ دَ وړاندے په زنګنُونو شو اَؤ تپوس ئے وکړو، ”اَئے نيکه اُستاذه! زَۀ دَ تل ژوندُون وارث کيدو دَ پاره څۀ وکړم.“
18
عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ ما ته نيک ولے وايئے؟ دَ خُدائے نه بغير بل هيڅوک نيک نِشته.
19
تا ته دا حکمونه معلُوم دى چه ”قتل مه کوه، زِنا مه کوه، غلا مه کوه، دَ دروغو ګواهى مه کوه، ټګى مه کوه اَؤ دَ خپل مور اَؤ پلار عزت کوه.““
20
خو هغۀ جواب ورکړو، ”اُستاذه! ما دَ هلکوالى راسے په دے هر څۀ عمل کړے دے.“
21
بيا عيسىٰ هغۀ ته نيغ وکتل، په هغۀ ئے مينه راغله اَؤ وئے وئيل چه ”په تا کښے دَ يو څيز کمے دے، لاړ شه اَؤ څۀ چه درسره دى هغه خرڅ کړه اَؤ په خوارانو ئے وويشه، نو ستا خزانه به په آسمان کښے جوړه شى اَؤ بيا راځه په ما پسے شه.“
22
په دے خبره هغه غمژن شو اَؤ په مات زړۀ لاړو ځکه چه ډير مالدار سړے وو.
23
عيسىٰ ګير چاپير خپلو مُريدانو ته وکتل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”دولت مند به څومره په ګرانه دَ خُدائے په بادشاهئ کښے داخليږى!“
24
هغوئ دَ هغۀ په دے خبره حق حيران شول خو عيسىٰ په تاکيد سره ووئيل، ”بچو! دا څومره ګرانه خبره ده چه دَ خُدائے بادشاهئ ته څوک ورداخل شى.
25
دَ يو دولتمند سړى دَ خُدائے په بادشاهئ کښے دَ داخليدو نه دَ يو اُوښ دَ ستنے له سُوم نه تيريدل آسان دى.“
26
هغوئ دَ مخکښے نه هم زيات حيران شول اَؤ يو بل ته ئے ووئيل، ”نو بيا به څوک خلاصے ومُومى؟“
27
عيسىٰ هغوئ ته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”دَ اِنسان دَ پاره دا نامُمکنه ده خو دَ خُدائے دَ پاره نه، ځکه چه خُدائے هر څۀ کولے شى.“
28
بيا پطروس وئيل شروع کړل، ”مُونږ هر څۀ پريښى دى اَؤ تا پسے روان شوى يُو.“
29
عيسىٰ ورته ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه داسے هيڅوک نِشته چه زما اَؤ دَ زيرى دَ خاطره ئے کور، ورُوڼه، خويندے، مور پلار، اولاد يا مزکه پريښى وى،
30
چه هغوئ ته به په دے جهان کښے يو په سل اَجر ورنۀ کړے شى، کورُونه، وروُڼه، خويندے، ميندے، اولاد اَؤ مزکه اَؤ ورسره ربړيدل اَؤ په راتلُونکى جهان کښے دَ تل ژوندون.
31
خو ډير چه وړُومبى دى هغه به ورستى شى اَؤ ورستى به وړُومبى شى.“
32
دوئ دَ بيتُ المُقدس په لار روان وُو اَؤ عيسىٰ ترے وړاندے وو اَؤ مُريدان هيبت آخستى وُو اَؤ څوک چه ورپسے روان وُو هغوئ ويريدل. هغۀ هغه دولس مُريدان ډډے ته کړل اَؤ ورته ئے ووئيل چه هغۀ ته څۀ پيښيدُونکى دى.
33
هغۀ ورته ووئيل، ”مُونږ اوس بيتُ المُقدس ته ځُو اَؤ اِبن آدم به مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرے دَ قتل حُکم وکړى اَؤ غير قومُونو ته به ئے وسپارى.
34
په هغۀ پورے به ملنډے وکړے شى اَؤ تُوکاڼى به پرے وتُوکلے شى، په کروړو به ووهلے شى اَؤ قتل به ئے کړى، خو درے ورځے پس به هغه بيا ژوندے پاڅى.“
35
دَ زبدى زامن يعقُوب اَؤ يوحنا ورغلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”اُستاذه! تۀ زمُونږ سره يوه مهربانى وکړه.“
36
هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو زما نه څۀ غواړئ؟“
37
هغوئ جواب ورکړو، ”مُونږ ته دا اِجازت راکړه چه مُونږ هم ستا په لوئى کښے تا سره، يو ستا ښى لاس ته اَؤ بل ګس لاس ته يو ځائے کښينو“
38
عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو چه څۀ غواړئ په هغے نۀ پوهيږئ. کُومه دَ مصيبت پيالئ چه زَۀ څښم، آيا هغه تاسو څښلے شئ؟ يا هغه بپتسمه آخستلے شئ چه پرے زما بپتسمه کيږى؟“
39
هغوئ جواب ورکړو، چه ”هو، مُونږ ئے کولے شُو.“ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”کُومه پياله چه زَۀ څښم، تاسو به ئے وڅښئ، اَؤ په کُومه بپتسمه چه به زما بپتسمه کيږى، په هغے به ستاسو بپتسمه هم کيږى.
40
خو دا اِختيار زما نۀ دے چه څوک دِ زما ښى يا ګس لاس ته کښينى، دا دَ هغه چا دَ پاره دے څوک چه دَ مخکښے نه په دے مُقرر شوى دى.“
41
هر کله چه نورو لسو دا واؤريدل نو هغوئ دَ يعقُوب اَؤ يوحنا نه خفه شول.
42
عيسىٰ هغوئ ځان ته راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تاسو خبر يئ چه منلى شوى بادشاهان په خپل رعيت حکُومت کوى اَؤ اميران ئے پرے خپل اِختيار ښئى.
43
خو ستاسو دَ پاره داسے نۀ دى. په تاسو کښے چه څوک مشرى غواړى هغه دِ ستاسو خدمتګار شى.
44
اَؤ څوک چه په تاسو کښے اَول کيدل غواړى هغه دِ دَ ټولو غُلام شى.
45
ځکه چه اِبن آدم هم دَ دے دَ پاره نۀ دے راغلے چه خدمت واخلى بلکه دَ دے دَ پاره راغلے دے چه دَئے دَ نورو خدمت وکړى اَؤ چه خپل ژوندُون دَ ډيرو په بدل کښے په فديه ورکړى.“
46
هغوئ يريحو ته راغلل اَؤ عيسىٰ دَ ښاريئے نه وتو اَؤ ګڼ خلق اَؤ مُريدان ورسره وُو، نو دَ تميائ زوئے برتيمائ څوک چه يو ړُوند فقير وو دَ لارے په غاړه ناست وو.
47
چه په دے خبر شو چه دا عيسىٰ ناصرى دے نو هغۀ چغے کړے، ”اَئے عيسىٰ دَ داؤد زويه! په ما رحم وکړه!“
48
ډيرو خلقو ورته ووئيل چه ”چپ شه،“ خو هغۀ چغے نورے هم زياتے کړے، ”اَئے دَ داؤد زويه! په ما رحم وکړه!“
49
عيسىٰ ودريدلو اَؤ وے وئيل، ”دَئے راوبلئ.“ نو هغوئ هغه ړُوند سړے راوبللو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”پاڅۀ! زړۀ ور شه، هغه دِ غواړى.“
50
په دے هغۀ خپله چُوغه وغورزوله، سمدستى پورته شو اَؤ عيسىٰ ته راغے.
51
عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”زَۀ ستا څۀ خدمت وکړم؟“ هغه سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه! زَۀ بينا کيدل غواړم.“
52
عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”ځه! خپل ايمان تۀ جوړ کړلے،“ نو سمدستى هغه بينا شو اَؤ په هغۀ پسے روان شو.
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16