bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 5
Mark 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 6 →
1
اَؤ هغوئ دَ درياب بلے غاړے ته راغلل، دَ ګراسينيانو وطن ته.
2
چه عيسىٰ دَ کِشتئ نه راکُوز شو نو يو سړے چه پيريانو نيولے وو اَؤ په قبرُونو کښے اوسيدو، راووتو اَؤ هغۀ له راغے.
3
اَؤ هغه هيچا هم قابو کولے نۀ شو، عن تر دے چه په زنځيرُونو کښے هم نۀ شو تړلے کيدے.
4
ځکه چه هغۀ ته ئے څو څو واره زنځيرُونه اَؤ ځولنے اچولے وے خو هغۀ زنځيرونه شلولى وُو اَؤ ځولنے ئے ماتے کړے وے اَؤ دومره طاقتور هيڅوک نۀ وو چه هغه ئے قابو کړے وَئے.
5
اَؤ ورځ اَؤ شپه به هغۀ په قبرُونو اَؤ دَ غرُونو په خوا کښے چغے ويستے اَؤ ځان به ئے په ګټو ژوبلولو.
6
هر کله چه هغۀ دَ ورايه عيسىٰ وليدلو نو هغۀ وردؤ کړل اَؤ سجده ئے ورته وکړه،
7
اَؤ په چغو ئے ووئيل، ”اَئے عيسىٰ! دَ لوئے خُدائے زويه! تۀ زما نه څۀ غواړے؟ دَ خُدائے په رُوئے ما مه غذابوه.“
8
دا ځکه چه عيسىٰ بيا دَۀ ته دا ووئيل، ”اَئے ناپاکه رُوحه! دَ دے سړى نه لرے شه.“
9
عيسىٰ دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه ”ستا څۀ نُوم دے؟“ هغۀ ووئيل چه ”زما نُوم لښکر دے، مُونږ ډير کسان يُو.“
10
اَؤ هغۀ ورته ډيره زارى وکړه چه عيسىٰ به مُونږ دَ مُلک نه نۀ شړى.
11
نو هلته دَ غرۀ په خوا کښے دَ خنزيرانو يو لوئے کنډک څريدو.
12
اَؤ پيريانو هغۀ ته دا سوال وکړو چه ”مُونږ خنزيرانو ته وليږه اَؤ ورننه وتو ته مو پريږده.“
13
هغۀ اِجازت ورکړو اَؤ پيريان راووتل اَؤ په خنزيرانو کښے ورننوتل اَؤ خوا اَؤ شا دَ دوه زره خنزيرانو دغه کنډک له کمر نه ښکته په درياب کښے ورغُوپه شو اَؤ ډوب شو.
14
دَ کنډک شپُونکى په تيښته لاړل اَؤ دا خبر ئے ښارئے اَؤ خوا اَؤ شا کلو ته ورسوو اَؤ خلق دَ دے واقعے تماشے له راووتل.
15
هغوئ عيسىٰ له راغلل اَؤ هغه ليونے چه دَ پيريانو لښکر نيولے وو ئے وليدو چه هلته ناست وو اَؤ سم دم وو اَؤ هغوئ ټول ويرے واخستل.
16
تماشه کوُونکو خلقو ته ووئيل چه څرنګ دغه سړے روغ شو اَؤ دَ خنزيرانو سره څۀ وشول.
17
بيا هغوئ عيسىٰ ته ووئيل چه ”دَ دے علاقے نه لاړ شه.“
18
څۀ وخت چه عيسىٰ کِشتئ ته ورختو نو کُوم سړے چه پيريانو نيولے وو، هغۀ هم ورسره دَ ملګرتيا دَ پاره سوال وکړو.
19
عيسىٰ دَ دے اِجازت ورنۀ کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”کور ته لاړ شه اَؤ خپلو خلقو ته ووايه چه مالِک په خپل رحم ستا دَ پاره څۀ وکړل.“
20
هغه سړے لاړو اَؤ دِ کپولس په علاقه کښے ے دغه خبر خور کړو اَؤ هغه ټول حال ئے ووئيلو، څۀ چه عيسىٰ دَ هغۀ دَ پاره کړى وُو اَؤ ټول خلق حق حيران شول.
21
کله چه عيسىٰ دَ درياب بلے غاړے ته په کشتئ ورپورے وتو نو يوه لويه ګڼه ترے بيا راچاپيره شوه. اَؤ هغه لا دَ درياب په غاړه وو
22
چه دَ عبادت خانے يو مشر چه يائير نُوم ئے وو ورله راغے اَؤ څۀ وخت چه ئے هغه وليدو نو سجده ئے ورته وکړه اَؤ سوال ئے وکړو.
23
اَؤ وئے وئيل، ”زما وړه لُور په مرګى حال ده. زَۀ درته دا سوال کوم چه تۀ راشه، هغے ته لاس وروړه، روغه ئے کړه اَؤ ژوند ئے بچ کړه.“
24
عيسىٰ دَ هغۀ سره لاړو. ډير خلق ورسره ملګرى وُو، ګڼه لا هم دومره زياته وه چه په هغۀ به ټيل راتلو.
25
په هغوئ کښے يوه ښځه هم وه چه دَ دولسو کالو راسے ئے وينه بهيدله.
26
اَؤ سره دَ ډيرو طبيبانو دَ دارو درملو چه هغے پرے خپل هر څۀ سره خلاص کړى وُو خو هيڅ فرق ئے نۀ وو کړے اَؤ مرض ئے رو رو لا سيوا کيدو.
27
هغے دَ عيسىٰ په حقله دَ خلقو خبرے آؤريدلے وے، نو هغه دَ شا دَ طرفه په ګڼه کښے راغله اَؤ دَ هغۀ چُوغے له ئے لاس وروړو.
28
ځکه چه هغے په زړۀ کښے دا وئيل، ”که زَۀ ئے ايله چُوغے ته هم لاس وروړم نو زَۀ به روغه شم.“
29
هم په هغه ساعت دَ ښځے وينه بنده شوه اَؤ په ځان پوهه شوه چه دَ عذاب نه خلاصه شوه.
30
په هغه ساعت عيسىٰ هم په ځان پوهه شو چه دَ هغۀ نه يو طاقت راووتو. ګڼے ته ئے مخ راواړوو اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”زما جامو ته چا لاس وروړو؟“
31
دَ هغۀ مُريدانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا ګڼه په خپله وينے چه ستا طرف ته ټيل وهى، اَؤ بيا هم دا تپوس کوے چه دا ما له چا لاس راؤړو؟“
32
هغۀ ګير چاپيره وکتل چه وګورى چه دا څوک وو.
33
اَؤ هغه ښځه چه په ځان پوهه شوه چه په هغے څۀ شوى دى، دَ ويرے نه رپيده راغله، هغۀ ته ئے سجده وکړه، ټول حال ئے ورته ووئيلو.
34
هغۀ ورته ووئيل، ”زما لُورے! ته خپلے عقيدے جوړه کړے. ځه، سلامته اوسه اَؤ دَ دے عذابه خلاصه يئے.“
35
عيسىٰ لا دا خبرے کولے چه دَ عبادت خانے دَ مشر دَ کوره هغۀ له خبر راغے چه ستا لُور مړه شوله، اوس اُستاذ له تکليف څله ورکوے؟
36
خو عيسىٰ چه دا خبره واؤريده نو دَ عبادت خانے مشر ته ئے ووئيل، ”ويريږه مه، خو يقين کوه.“
37
دَ دے نه پس هغۀ بغير دَ پطروس، يعقُوب اَؤ دَ يعقُوب ورور يوحنا نه بل څوک ځان سره بو نۀ تلل.
38
هغوئ دَ عبادت خانے دَ مشر کور ته ورغلل. هلته هغۀ ډير لوئے ماتم وليدلو چه په چغو چغو ئے ژړل اَؤ ځانُونه ئے وهل.
39
خو عيسىٰ دَ ننه ورغے اَؤ هغوئ ئے ته ووئيل، ”دا څۀ ژړا ګانے اَؤ وير ګډ دے؟ جينئ خو مړه نۀ ده، هغه خو اُوده ده.“
40
هغوئ ورپورے خندا وکړه. خو چه ټول خلق ئے بهر کړل نو هغۀ دَ جينئ پلار مور اَؤ خپل ملګرى دَ ځان سره کړل اَؤ هغه ځائے ته ورغلل چرته چه جينئ پرته وه.
41
بيا ئے دَ لاسه ونيوه اَؤ هغے ته ئے ووئيل، ”تليتا قومى،“ چه مطلب ئے دا دے، پاڅه زما بچئ!
42
جينئ سمدستى پاڅيده اَؤ روانه شوه. هغه دَ دولسو کالو وه. په دے خبره هغوئ ټول اريان دريان شول.
43
هغۀ هغوئ ته په کلکه ووئيل چه ”ګورئ په دے څوک خبر نۀ شى،“ اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”هغے ته څۀ ورکړئ چه وخورى.“
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16