bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 16
Mark 16
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
1
هر کله چه دَ سبت ورځ تيره شوه، مريم مګدلينى، دَ يعقُوب مور مريم اَؤ سلومى خوشبويه تيل په بيعه واخستل اَؤ نيت ئے وکړو چه ورشى اَؤ په عيسىٰ ئے واچوى.
2
اَؤ دَ اِتوار په ورځ سحر وختى دَ نمر راختو نه لږ وروستو هغوئ ګنبد ته راغلے.
3
هغوئ په خپلو کښے دے سودا اخستے وے چه ”مُونږ ته به دَ ګنبد دَ خُلے نه کاڼے څوک ورغړوى؟“
4
خو چه هغوئ پورته وکتل نو څۀ ګورى چه هغه کاڼے چه ډير غټ وو دَ مخکښے نه رغړيدلے وو.
5
هغوئ چه ګنبد ته ورننوتے، نو يو ځوان ئے وليدو چه ښى اړخ ته ناست وو اَؤ سپينه چُوغه ئے اغوستے وه اَؤ هغوئ اريانے دريانے شوے.
6
خو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”دَ څۀ نه ويريږئ مه، تاسو عيسىٰ ناصرى لټوئ څوک چه په سولئ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته کښے نِشته. ګورئ! دا هغه ځائے دے چه هغه ئے په کښے ايښے وو.
7
لاړے شئ، دَ هغۀ مُريدانو اَؤ پطروس ته دا پيغام ورسوئ چه هغه ستاسو نه وړاندے ګليل ته روان دے، تاسو به هغه هلته ووينئ لکه چه هغۀ تاسو ته وئيلى وُو.“
8
نو هغوئ بهر ووتے اَؤ دَ ګنبد نه په تيښته لاړے ځکه چه هغوئ ډيرے هيبت اخستے وے. هغوئ هيچا ته هم غږ ونۀ کړو ځکه چه هغوئ ويريدے.
9
کله چه عيسىٰ دَ اِتوار په سحر دَ مړو نه پاڅولے شو نو اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو دَ چا نه چه هغۀ اُووۀ پيريان لرے کړى وُو.
10
هغه لاړه اَؤ دَ هغۀ په وير ژړا سر غمژنو مُريدانو ته ئے خبر ورکړو.
11
خو چه هغوئ دا واؤريدل چه ژوندے شوے دے اَؤ هغے ليدلے دے نو باور ئے پرے ونۀ کړو.
12
پس له هغے هغه په يو بل شکل کښے په نورو دوؤ کسانو باندے پيښ شو څوک چه ميرے ته په لاره روان وُو.
13
هغوئ هم لاړل اَؤ دا خبر ئے نورو ته ورسوو خو بيا هم هيچا پرے يقين ونۀ کړو.
14
آخر هغه په يوولسو مُريدانو په هغه وخت ښکاره شو چه هغوئ ډوډئ ته ناست وُو، اَؤ هغۀ هغوئ په سختو زړُونو اَؤ بے يقينئ ملامته کړل ځکه چه هغوئ دَ هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چه هغه دوباره ژوندے ليدلے وو.
15
بيا هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”دَ تمامے دُنيا هرے سيمے ته لاړ شئ اَؤ زما دَ زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ.
16
هر څوک چه په دے ايمان راؤړى اَؤ بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصُون بيا مُومى، اَؤ هر څوک چه پرے ايمان رانۀ وړى هغه به مُجرم شى.
17
دَ ايمان په راؤړلو به ترے دا مُعجزے څرګنديږى چه زما په نُوم به پيريان لرے کوى اَؤ په نا آشنا ژبو به خبرے کوى.
18
که هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، اَؤ په کُومو ناروغو چه هغوئ لاس کيږدى، هغوئ به جوړ شى.“
19
دَ هغوئ سره دَ خبرو کولو نه پس مالِک عيسىٰ آسمان ته پورته کړے شو اَؤ هغه دَ خُدائے ښى طرف ته کښيناستو.
20
اَؤ هغوئ ووتل اَؤ کلام ئے آؤروو اَؤ مالِک دَ هغوئ سره کار کاوو اَؤ کلام ئے دَ هغه مُعجزو په وسيله چه هغوئ کولے، ثابتولو.
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16