bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 2
Mark 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 3 →
1
څو ورځے پس چه عيسىٰ کفرنحوم ته واپس شو نو خلق خبر شول چه هغه په کور کښے دے.
2
اَؤ دومره خلق ورته راټول شول چه دَ دروازے نه بهر نۀ ځائيدل. اَؤ څۀ وخت چه هغۀ هغوئ ته پيغام آؤرولو،
3
نو يو شل سړے څلورو کسانو راپورته کړے وو اَؤ هغۀ ته ئے راؤړو.
4
خو دَ ګڼے له کبله ئے هغۀ ته نزدے نۀ کړے شُو، نو هغوئ دَ کوټے چت په هغه ځائے کښے سُورے کړو چرته چه عيسىٰ وو اَؤ په هغه سُورى کښے ئے هغه شل سړے په بانګئ کښے دَ هغۀ مخے ته ورښکته کړو.
5
کله چه عيسىٰ دَ هغوئ دا عقيده وليده نو هغه شل سړى ته ئے ووئيل، ”زما زويه! ستا ګُناهونه معاف شول.“
6
هلته په دغه موقعه يو څو دَ شرعے عالمان ناست وُو، هغوئ دَ ځان سره ووئيل چه
7
”دا سړے داسے خبرے ولے کوى؟ دا خو کُفر دے! دَ خُدائے نه بغير هم لا څوک دَ چا ګُناهُونه بخښلےشى څۀ؟“
8
سمدستى عيسىٰ پوهه شو چه دوئ په زړۀ کښے څۀ خيال کوى اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”تاسو داسے خيالُونه په زړۀ کښے ولے راولئ؟
9
آيا دا خبره آسانه ده چه زَۀ دے شل سړى ته ووايم چه ستا ګُناهُونه معاف شول، اَؤ که دا ووايم چه پاڅه خپل کټ واخله اَؤ روان شه؟
10
خو ستاسو دَ پوهے دَ پاره چه اِبن آدم هم په مزکه باندے دَ ګُناهونو دَ معاف کولو اِختيار لرى،“ هغۀ شل سړى ته مخ راواړَولو اَؤ ورته ئے ووئيل،
11
”زَۀ تا ته وايم، پاڅه! خپل کټ واخله اَؤ کور ته لاړ شه.“
12
اَؤ هغه پاڅيدو، سمدستى ئے خپل کټ واخستو اَؤ دَ ټولو په مخکښے روان شو. دغه شان هغه ټول حيران پاتے شول اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. هغوئ ووئيل چه ”داسے کار خو مُونږ چرے هم نۀ وو ليدلے.“
13
عيسىٰ يو ځل بيا دَ درياب غاړے ته لاړو، ګڼ خلق ورته راغلل اَؤ هغۀ هلته ورته تعليم ورکړو.
14
هر کله چه هغه تلو نو هغۀ دَ حلفئ زوئے ليوى دَ محصُول په څوکئ ناست وليدو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”ما پسے راځۀ،“ ليوى پاڅيدو اَؤ ورپسے روان شو.
15
کله چه عيسىٰ دَ هغۀ په کور کښے ډوډئ ته ناست وو نو ډير ګُناه ګاران اَؤ محصُولچيان اَؤ دَ هغۀ مُريدان ورسره خوراک ته ناست وُو، نو ډير خلق ورپسے وُو.
16
ځنو فريسيانو اَؤ دَ شرعے عالمانو چه دا وليدل چه هغه دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارانو په دے ډله کښے ناست دے، ورسره ډوډئ خورى، نو دَ هغۀ مُريدانو ته ئے ووئيل چه ”دَئے خو دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارانو سره ډوډئ خورى!“
17
عيسىٰ دا خبره واؤريده اَؤ دوئ ته ئے ووئيل چه ”روغ ته دَ طبيب حاجت نشته خو رنځُور ته ئے شته. زَۀ دے ته نۀ يم راغلے چه صادِقان وبلم بلکه ګناهګاران.“
18
يو ځلے چه دَ يحيىٰ مُريدانو اَؤ دَ فريسيانو روژه وه نو ځنى خلق ورته راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”څۀ وجه ده چه دَ يحيىٰ مُريدان اَؤ دَ فريسيانو مُريدان خو روژه نيسى، ولے ستا مُريدان ئے نۀ نيسى؟“
19
عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”کله چه دَ وادۀ زلمے دَ جنجيانو سره وى نو هغوئ روژه نيولے شي څه؟ تر څو پورے چه دَ وادۀ زلمے دَ دوئ سره وى نو دوئ به روژه نۀ نيسى.
20
خو وخت به راشى چه دَ وادۀ زلمے به دَ دوئ نه بيل کړے شى اَؤ په هغه ورځ به دوئ روژه نيسى.
21
هيڅوک هم نوے پيوند په زړه چُوغه کښے نۀ لګوى، اَؤ که څوک داسے کوى نو پيوند به وشليږى اَؤ نوے به دَ زاړۀ نه لوئے سُورے کوى.
22
هيڅوک هم نوى شراب په زړو مشکُونو کښے نۀ اچوى. که څوک داسے کوى نو شراب به ئے مشکُونه وشلوى، شراب اَؤ مشکُونه دواړه به ضائع شى. خو نوى شراب په نوو مشکُونو کښے اچوى.“
23
دَ يو سبت په ورځ چه عيسىٰ دَ فصل په يو پټى تيريدو نو په تلو تلو کښے دَ هغۀ مُريدانو وَږى وشُو کول.
24
فريسيانو هغۀ ته ووئيل چه ”وګوره! کُوم کار چه دَ سبت په ورځ منع دے، دوئ هغه ولے کوى؟“
25
هغۀ جواب ورکړو چه ”تاسو چرے دا لوستلى نۀ دى چه څۀ وخت داؤد اَؤ دَ هغۀ ملګرى وُږى شوى وُو
26
اَؤ دَ خوراک هيڅ ورسره نۀ وُو نو څۀ ئے وکړل؟ هغه دَ ابياتار دَ مشر کاهن په زمانه کښے دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ دَ نذرانے ډوډئ ئے وخوړله، سره دَ دے چه بغير دَ کاهنانو نه بل هيچا ته هغه خوراک حلال نۀ دے اَؤ لا دا چه خپلو ملګرو ته ئے هم ورکړه.“
27
هغۀ ورته دا هم ووئيل چه ”سبت دَ بنى آدم دَ پاره جوړ شوے دے، نۀ چه بنى آدم دَ سبت دَ پاره.
28
ځکه اِبن آدم هم دَ سبت دَ ورځے مالِک دے.“
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16