bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 4
Mark 4
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 5 →
1
عيسىٰ دَ درياب په غاړه تعليم ورکول شروع کړو اَؤ دومره خلق ورته راغونډ شوى وُو چه هغه په درياب کښے کشتئ ته وختلو اَؤ هلته کښيناستو اَؤ ټول خلق دَ درياب تر غاړے راپنډ وُو.
2
اَؤ هغۀ هغوئ ته په مِثالونو کښے ډير تعليم ورکړو. هغۀ چه تعليم ورکاوو نو وئے وئيل،
3
”واؤرئ! يو زميندار کروندے ته لاړو.
4
اَؤ داسے وشول چه دَ کرلو په وخت ځنے تُخم په لاره پريوتو اَؤ مرغئ راغلے، هغه ئے وخوړلو.
5
څۀ تُخم په کاڼيزه مزکه پريوتو چرته چه لږه خاوره وه، هغه سمدستى راوټوکيدو ځکه چه خاؤره کمه وه.
6
خو چه نمر راوختلو نو تنکے فصل وسوزيدلو اَؤ هر کله چه جرړے ئے نۀ وے نو وچ شو.
7
څۀ تُخم په جاړو کښے پريوتو اَؤ چه جاړے لوئے شوے نو فصل ئے پټ کړو اَؤ بار ئے ونۀ نيوو.
8
اَؤ څۀ تُخم په ښه مزکه کښے پريوتو چرته چه هغه راوټوکيدلو اَؤ لوئے شو اَؤ دانے ئے ونيولے اَؤ بار ئے يو په ديرش يو په شپيتۀ اَؤ يو په سل راؤړو.“
9
هغۀ بيا ووئيل، ”که څوک دَ آؤريدو غوږُونه لرى نو دا دِ واؤرى.“
10
هر کله چه عيسىٰ يواځے شو نو دولسو مُريدانو اَؤ نور چه ورسره وُو، هغوئ دَ مِثالُونو په حقله تپوس وکړو.
11
هغۀ جواب ورکړو چه ”تاسو ته دَ خُدائے دَ بادشاهئ راز درکړے شوے دے خو هغه څوک چه بهر دى، هغوئ ته به هره خبره په مِثالونو کښے کيږى.
12
لکه چه صحيفے وائى : هغوئ به ګورى اَؤ ګورى به خو وُبه نۀ وينى، هغوئ به آؤرى اَؤ آورى به خو پوهيږى به نه، ګنى هغوئ به خُدائے ته رجُوع وکړى اَؤ وبه بخښلے شى.“
13
بيا عيسىٰ ووئيل، ”آيا تاسو په دے مِثال پوهه نۀ شوئ؟ نو بيا به تاسو په نورو مِثالُونو څنګه پوهه شئ؟
14
زميندار کلام کرى.
15
دَ لارے په غاړه هغه خلق دى چرته کلام کرلے کيږى، اَؤ چه کلام واؤرى نو شيطان سمدستى راشى اَؤ کرلے شوے کلام دَ دوئ نه يوسى.
16
دغسے هم هغه دى چه په کاڼيزه مزکه کرلى شوى دى، څنګه چه دوئ کلام واؤرى نو په خوشحالئ ئے سمدستى قبول کړى.
17
خو په هغوئ کښے جرړے ونۀ نيسى، نو دَ زغم طاقت په کښے نۀ وى اَؤ هر کله چه دَ کلام په وجه په هغوئ تنګسيا يا څۀ تکليف راشى نو سمدستى تيندک وخورى.
18
نور هغه دى چه په جاړو کښے تُخم وکرلے شو. هغوئ کلام واؤرى،
19
خو دُنياوى غم اَؤ دَ دولت فريبى شان اَؤ قِسم قِسم بد خواهشات په مينځ کښے راشى اَؤ دَ کلام مرئ خپه کړى اَؤ هغه شنډ پاتے شى.
20
اَؤ بيا هغه خلق دى چه تُخم ئے په ښه مزکه پريوتو، دوئ کلام واؤرى اَؤ قبول ئے کړى اَؤ يو په ديرش، يو په شپيتۀ اَؤ يو په سل بار راؤړى.“
21
عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”آيا تاسو ډيوه دَ دے دَ پاره راؤړئ چه دَ اوږى يا دَ کټ لاندے ئے کيږدئ؟ نه، تاسو دا په ډيوټ باندے کيږدئ.
22
خو هيڅ څيز دومره پټ نۀ دے چه دَ هغۀ ښکاره کول مناسب نۀ وى اَؤ هيڅ څيز داسے راز نۀ دے چه دَ هغۀ معلُومول مقصود نۀ وى.
23
که څوک دَ آؤريدلو غوږُونه لرى نو وا دِ ورى.“
24
عيسىٰ دا هم ووئيل، ”پام کوئ چه څۀ آؤرئ، په کُوم ميچ چه تاسو ورکوئ په هغه ميچ به ئے مُومئ، بلکه څۀ لږ زيات.
25
ځکه چه څوک چه څۀ لرى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى، خو دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه لږ څۀ هم واخستے شى چه ورسره وى.“
26
عيسىٰ ووئيل، ”دَ خُدائے بادشاهى داسے ده چه يو سړے په مزکه تُخم کرى.
27
هغه دَ شپے اُودۀ شى اَؤ سحر پاڅى اَؤ تُخم زرغُون شى اَؤ لوئے شى. دا څرنګه؟ هغه په دے نۀ پوهيږى.
28
مزکه له ځان نه غله پخپله پيدا کوى، وړُومبے تيغ، بيا وَږى اَؤ بيا په وَږى کښے تيارے دانے.
29
خو هر کله چه فصل پوخ شى نو هغه ورپسے لور راواخلى ځکه چه دَ فصل دَ ريبلو وخت راغلے وى.“
30
عيسىٰ دا هم ووئيل، ”مُونږ به دَ خُدائے دَ بادشاهئ په څۀ څيز سره مُقابله وکړُو؟ يا په کُوم مِثال به ئے بيان کړُو؟
31
دا لکه دَ شړشمو دَ تُخم دے چه دَ کرلو په وخت په مزکه کښے دَ بل هر تُخم نه ورکوټے وى،
32
خو چه په يو وار راوټُوکيږى اَؤ دَ نورو ټولو بوټو نه لوئے شى اَؤ دومره لوئے څانګے وکړى چه دَ هوا مرغئ ئے په سورى کښے کښينى.“
33
هغۀ به کلام دغسے په ډيرو مِثالُونو ورته آوروو څومره چه هغوئ پوهيدل.
34
هغۀ دَ هغوئ سره دَ مِثالُونو نه بغير کلام ونۀ کړو خو په کور کښے ئے خپلو مُريدانو ته هر څۀ واضح کړل.
35
په هغه ورځ ماښام هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”راځئ چه دَ درياب پورے غاړے ته لاړ شُو.“
36
هغوئ ګڼه پاتے کړه اَؤ هغه ئے دَ ځان سره په کشتئ کښے بوتلو په کُومه کِشتئ کښے چه هغه ناست وُو اَؤ نورے کِشتئ هم ورسره وے.
37
زورَوره سيلئ راغله، چپو کِشتئ داسے ووهله چه اوبۀ ورته راوختے.
38
هغه وروستو په بالښت اُودۀ وو. هغوئ هغه راپاڅوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”مالکه! مُونږ ډُوبيږو! تا سره څۀ غم نِشته؟“
39
هغه بيدار شو، باد ئے ورټو اَؤ درياب ته ئے ووئيل چه ”غلے قلار شه!“ باد ودريدو اَؤ قلاره قلارى شوه.
40
هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو دومره ويريدُونکى ولے يئ، تاسو لا اوس هم عقيده نۀ لرئ؟“
41
هغوئ ويرے اخستى وُو اَؤ يو بل ته ئے ووئيل، چه ”دا لا څوک دے چه باد اَؤ درياب ئے هم حُکم منى.“
← Chapter 3
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 5 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16