bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 12
Mark 12
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 13 →
1
عيسىٰ هغوئ ته بيا په مِثالُونو کښے خبرے شروع کړے. ”يو سړى دَ انګُورو باغ ولګوو اَؤ شپول ئے ترے تاؤ کړو اَؤ دَ مئے حوض ئے په کښے ولګولو اَؤ دَ څوکئ يو برج ئے هم په کښے جوړ کړو. بيا ئے دَ انګورو باغوانانو ته په اِجاره وکړلو اَؤ بل ملک ته لاړو.
2
کله چه موسم دَ بره شو نو هغۀ اِجاره دارو ته يو خدمتګار ورواستولو چه دَ هغوئ نه خپله برخه آمدن وصُول کړى.
3
خو هغوئ هغه ونيولو، وَئے وهلو اَؤ تش لاس ئے واپس وليږلو.
4
بيا هغۀ يو بل خدمتګار ورواستولو اَؤ دَئے هم هغوئ په سر سر وټکولو اَؤ ډير ئے بے عزته کړو.
5
بيا هغۀ يو بل وروليږلو اَؤ هغه دوئ مړ کړو. اَؤ دَ دَۀ نه علاوه دغسے نور هم وُو، څوک ئے ووهل اَؤ ځنے ئے مړۀ کړل.
6
اَؤ اوس دَ دَۀ سره يو کس پاتے وو، دَ هغۀ خپل نازولے زوئے. په آخر کښے ئے هغه ورواستولو. هغۀ ووئيل چه زما دَ زوى لحاظ خو به وکړى.
7
خو اِجاره دارو يو بل ته ووئيل چه هم دغه خو وارث دے، راځئ چه مړ ئے کړُو اَؤ جائيداد به ئے زمُونږ شى.
8
نو هغوئ هغه ونيولو اَؤ مړ ئے کړو اَؤ دَ هغۀ لاش ئے دَ باغ نه بهر وغورزولو.
9
دَ باغ مالِک به اوس څۀ کوى؟ هغه به راشى اَؤ اِجاره دار به مړۀ کړى اَؤ دَ انګُورو باغ به بل چا ته حواله کړى.
10
آيا تاسو په مُقدس کتاب کښے دا چرے نۀ دى لوستى؟ ”کُوم کاڼے چه ګلکارانو رد کړے وو هم هغه دَ ګوټ سر ګاڼے شو.
11
دا دَ رب کارُونه دى اَؤ زمونږ په نظر کښے عجيبه ښکارى.““
12
بيا هغوئ داسے څۀ بهانه لټوله چه هغه ګرفتار کړى ځکه چه هغوئ پوهيدل چه دا مِثال دَ هغوئ په حق کښے وو، خو هغوئ دَ خلقو نه ويريدل نو هغوئ هغه يواځے پريښودو اَؤ ترے نه لاړل.
13
بيا هغوئ څو فريسيان اَؤ هيروديان ورواستول چه عيسىٰ په خبرو کښے راګير کړى.
14
هغوئ راغلل اَؤ وئے وئيل، ”اُستاذه! مُونږ خبر يُو چه تۀ يو رښتينے سړے ئے اَؤ دَ هيچا پروادار نۀ يئے، خواه که هغه څوک هم وى، خو تۀ دَ خُدائے دَ لارے تعليم په رښتيا سره ورکوے. آيا مُونږ ته دا روا دى که نه، چه دَ رُوم قيصر له خراج ورکړُو؟ مُونږ ئے ورکوُو اَؤ که نه؟“
15
هغه پوهه شو چه دَ دوئ دا سوال څومره دَ چل نه ډک دے اَؤ وئے وئيل، ”تاسو زما دَ راګيرولو کوشش ولے کوئ؟ ما ته دَ سپينو زرو يوه سکه راؤړئ چه زَۀ ورته وګورم.“
16
هغوئ يوه سکه راؤړه اَؤ هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”دا دَ چا تصوير اَؤ دَ چا نُوم دَے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دا دَ قيصر دى.“
17
بيا عيسىٰ ورته ووئيل، ”څۀ چه دَ قيصر وى هغه قيصر له ورکړئ اَؤ څۀ چه دَ خُدائے وى هغه خُدائے له ورکړئ.“ هغوئ دَ دَۀ په خبرو ډير حيران شول.
18
بيا ورته صدُوقيان راغلل، دا هغه خلق دى چه دَ قيامت نه مُنکر دى. هغوئ دا سوال وکړو،
19
”اُستاذه! مُوسىٰ زمُونږ دَ پاره دا فرمان کړے دے چه که چرے دَ يو سړى ورور مړى شى اَؤ بے اؤلاده ښځه ترے پاتے شى نو هغه بل دِ دَ ورور ښځه واخلى اَؤ دَ هغۀ نسل دِ جارى وساتى.
20
اوس اُووۀ وروڼه وُو، وړُومبى وادۀ وکړو اَؤ بے اؤلاده مړ شو.
21
بيا هغه ښځه دويم واخسته اَؤ هغه هم بے اؤلاده مړ شو اَؤ دغه شان دريم وکړل.
22
آخر اُووۀ واړه مړۀ شول اَؤ دَ ټولو اؤلاد ونۀ شو. آخر هغه ښځه هم مړه شوه.
23
چه قيامت راشى اَؤ دوئ ټول ژوندى شى نو ښځه به دَ چا وى؟ ولے چه اُووۀ واړو ورسره وادۀ کړے وو“
24
عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو په غلطه يئ اَؤ هم دغه وجه ده چه نۀ خو تاسو په کتابِ مُقدس پوهيږئ اَؤ نۀ دَ خُدائے په قدرت.
25
کله چه هغوئ بيا راژوندى کړے شى نو سړى اَؤ ښځے به يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به دَ آسمان دَ فرښتو په شان وى.
26
خو دَ قيامت په ورځے دَ مړو دَ بيا راژوندى کيدو په بابت، آيا تاسو دَ مُوسىٰ په کتاب کښے هيڅ نۀ دى لوستى، دَ سوزيدُونکى بوټى په قصه کښے، چه خُدائے ورته څنګه مُخاطب شو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زَۀ دَ اِبراهيم خُدائے، دَ اِسحاق خُدائے اَؤ دَ يعقُوب خُدائے يم؟“
27
خُدائے دَ مړو خُدائے نۀ دے بلکه دَ ژوندو خُدائے دے! تاسو ډير ګُمراه شوى يئ.“
28
بيا دَ شرعے په عالمانو کښے يو کس چه دَ دوئ دا بحث ئے آؤريدو اَؤ پوهه شو چه هغۀ دوئ ته څنګه ښۀ جواب ورکړو، راوړاندے شو. تپوس ئے ترے وکړو، ”کُوم يو حُکم دَ ټولو نه لوئے دے؟“
29
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اَول دا دے چه، ”اَئے اِسرائيله واؤره! مالِک زمُونږ خُدائے يو مالِک دے.
30
تۀ دَ مالِک دَ خپل خُدائے سره دَ ټول زړۀ سره، دَ خپل ټول رُوح، دَ خپل ټول عقل اَؤ دَ خپل ټول طاقت سره مينه کوه.“
31
دويم دا دے چه، ”دَ خپل ګاونډى سره لکه دَ ځان مينه کوه.“ دَ دے حُکمونو نه بل لوئے حُکم نشته.“
32
نو شرعے عالم هغۀ ته ووئيل، ”آفرين اُستاذه! ډير دِ ښۀ ووئيل، تۀ رښتيا وائے چه خُدائے يو دے اَؤ بے له هغۀ نه بل نِشته.
33
اَؤ دَ هغۀ سره دَ ټول زړۀ دَ اِخلاصه په پوهه سره اَؤ په ټول طاقت سره مينه ولرئ اَؤ دَ خپل ځان په شان دَ خپل ګاونډى سره مينه کوئ، نو دا دَ بلے هرے يوے سوزيدُونکى قُربانئ يا نذرانے نه ډير غوره کار دے.“
34
هر کله چه عيسىٰ وليدل چه هغۀ څومره په پوهه سره جواب ورکړو نو هغۀ ورته ووئيل چه ”تۀ دَ خُدائے دَ بادشاهئ نه لرے نۀ يئے.“ دَ دے نه پس بيا چا همت ونۀ کړو چه عيسىٰ نه نور تپوسُونه وکړى.
35
اَؤ بيا عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے تعليم ورکړو. داسے ئے ووئيل، ”نو دَ شرعے عالمان دا څنګه وائى چه مسيح دَ داؤد زوئے دے؟
36
داؤد په خپله دَ رُوحُ القُدس دَ اثر لاندے دا وئيلى دى چه : ”مالِک زما مالک ته ووئيل، زما ښى لاس ته کښينه تر هغے چه زَۀ ستا دُښمنان ستا دَ پښو لاندے نۀ کړم.“
37
داؤد په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه دَ داؤد زوئے څرنګه کيدے شى؟“ دَ شرعے عالمان ملامت کول متى ۲۳ : ۱ ـ ۳۶، لُوقا ۲۰ : ۴۵ ـ ۴۷ هلته ډيره ګڼه وه اَؤ ډير په مينه ئے دَ دَۀ خبرے اَؤريدے.
38
عيسىٰ په خپل تعليم کښے دوئ ته ووئيل چه ”دَ شرعے دَ عالمانو نه خبردار اوسئ، هغوئ دا خوښوى چه دوئ چُوغے آغوستے وى اَؤ ديخوا اخوا ځى راځى اَؤ په کُوڅو کښے دَ خلقو نه دَ عزت سلامُونه آخلى،
39
اَؤ په عبادت خانو کښے دَ مشرئ ځائے غواړى اَؤ په ميلمستيا کښے دَ عزت په ځائے کښينى
40
دا هغه خلق دى چه دَ کونډو مالُونه خورى اَؤ دَ ريا اُوږدے اُوږدے دُعاګانے کوى، دوئ به دَ ټولو نه سخته سزا مُومى.“
41
يو ځلے عيسىٰ دَ خُدائے دَ کور خزانے ته مخامخ ناست وو اَؤ دا ننداره ئے کوله چه خلق په خزانه کښے پيسے څنګه اچوى. ډيرو مالدارو خلقو ډيرے زياتے پيسے واچولے.
42
په دے کښے يوه خواره کُنډه راغله اَؤ دوه دَمَړى ئے په کښے ورواچول چه دواړه دَ نيمے پيسے برابر وُو.
43
هغۀ خپل مُريدان ځان ته راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه دے خوارے کُنډے دَ هر چا نه زيات ورکړل.
44
ځکه چه هغه نورو چه څۀ ورکړل دَ هغو سره دَ ضرورت نه زيات وُو، خو هغے چه څۀ ورسره نۀ وُو خپل دَ ګذارے هر څۀ ئے ورکړل.“
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 13 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16