bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 13
Mark 13
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 14 →
1
څۀ وخت چه عيسىٰ دَ خُدائے دَ کور نه راوتو نو دَ هغۀ يو مُريد ورته ووئيل، ”ګوره اُستاذه! څومره لوئے ګاڼى دى! اَؤ څۀ ښکلى مکانُونه دى!“
2
عيسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا لوئے لوئے مکانُونه وينے؟ په دے کښے به يوه ګټه هم دَ بلے دَ پاسه پاتے نۀ شى اَؤ ټولے به راونړولے شى.“
3
اَؤ هر کله چه عيسىٰ دَ ښونانو په غرۀ دَ خُدائے کور ته مخامخ ناست وو نو پطروس، يعقُوب، يوحنا اَؤ اندرياس ترے نه جُدا تپوس وکړو،
4
”مُونږ ته ووايه چه دا کار به کله کيږى اَؤ دَ دے ټولو دَ پُوره کيدو نخښے نښانے به څۀ وى؟“
5
عيسىٰ ووئيل چه ”پام کوئ چه څوک مو بے لارے نۀ کړى.
6
داسے به ډير راشى چه زما دَ نُوم دعوىٰ به کوى اَؤ وائى به چه زَۀ هغه يم، اَؤ ډير خلق به بے لارے کړى.
7
هر کله چه تاسو دَ لرے اَؤ نزدو جنګُونو خبر واؤرئ نو وار خطا کيږئ مه ځکه چه دا خبرے به ضرور پيښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے.
8
قومُونه به دَ قومُونو سره په جنګ وى، بادشاهئ به دَ بادشاهو سره، په ډيرو ځايُونو کښے به زلزلے اَؤ قحطُونه راځى ولے دا به دَ تکليفونو شروع وى.
9
خو تاسو ترے ځان بيدار ساتئ. تاسو به عدالتُونو ته حواله کيږئ، تاسو به په عبادت خانو کښے په کروړو وهلے شئ اَؤ تاسو به دَ حاکمانو اَؤ بادشاهانو دَ وړاندے پيش کولے کيږئ چه زما په باب دَ هغوئ په وړاندے اِقرار وکړئ.
10
خو دَ خاتمے نه وړاندے به زما دَ زيرى وعظ ټولو قومُونو ته وکړے شى.
11
نو هر کله چه تاسو ګرفتار شئ اؤ عدالت ته بوتلے شئ نو دَ اول نه دا سوچ مه کوئ چه تاسو به څۀ وايئ. خو هر کله چه وخت راشى نو هغه وخت چه څۀ دَ وينا دَ پاره درکړے شى هغه وايئ، ځکه چه دا به ستاسو خبرے نۀ وى بلکه ستاسو په ژبه رُوحُ القُدس ګويا وى.
12
ورور به دَ ورور دَ مرګ مُخبر شى اَؤ پلار دَ زوئے، بچى به دَ خپل مور پلار خلاف شى اَؤ هغوئ به وژنى.
13
ټول به زما دَ نُوم په سبب تاسو سره کينه لرى، خو کُوم سړے چه تر آخره صبر وکړى هغه به بچ شى.
14
هر کله چه تاسو ووينئ چه هغه ”برباد کوُونکى پليت شئے“ په هغه ځائے کښے ولاړ دے چرته چه نۀ دے پکار، نو لوستُونکى دِ پوهه شى. نو هغه څوک چه په يهوديه کښے وى هغوئ دِ غرُونو ته وتښتى.
15
که څوک سړے دَ چت دَ پاسه وى هغه دِ کله هم کور ته لاندے راکُوز نۀ شى چه څۀ ترے وباسى.
16
اَؤ که څوک په پټى کښے وى نو هغه دِ په خپله چُوغه پسے راونۀ ګرزى.
17
اَفسوس دے په هغه ښځو چه په هغو ورځو کښے اُميدوارے وى اَؤ په هغو چه بچو ته تى ورکوى.
18
دُعا کوئ چه دا په ژمى کښے پيښ نۀ شى.
19
ځکه چه دَ کله نه خُدائے پاک دا دُنيا پيدا کړے ده، داسے تنګسيا اَؤ بده ورځ لا تر اوسه نۀ خو راغلے ده اَؤ نۀ به چرے بيا راشى.
20
که چرے مالِک دغه دَ تکليف ورځے کمے کړے نۀ وئے نو هيڅ يو بشر به هم ژوندے نۀ وۀ پاتے، خو دَ خپلو غوره کړو دَ خاطره هغۀ دا ورځے کمے کړے.
21
بيا که چرے څوک تاسو ته دا ووائى چه ګورئ! مسيح دلته دے يا هلته دے، نو يقين پرے مه کوئ.
22
ولے چه داسے خلق به راځى چه ځان ته به مسيح اَؤ نبيان وائى خو وى به نه، اَؤ عجيبه کارُونه به ښکاره کوى، اَؤ که مُمکن وى نو غوره کړى خلق به وغلوى.
23
خو تاسو خبردار اوسئ، ما تاسو دَ اول نه په دے خبر کړئ.
24
خو په هغه ورځو کښے دَ دے تنګسيا نه پس به نمر تور شى اَؤ سپوږمئ به رڼا نۀ کوى.
25
ستورى به دَ آسمان نه راغورزيږى، دَ آسمان طاقتُونه به ولړزولے شى.
26
بيا به هغوئ ووينى چه اِبن آدم هغوئ په وريځو کښے په لوئے قُدرت اَؤ ډير شان اَؤ شوکت سره راځى.
27
اَؤ هغه به فرښتے واستوى اَؤ دَ آسمان دَ څلورو غاړو نه اؤ دَ دُنيا دَ آخرى حدُونو نه به خپل غوره کړى خلق راغُونډ کړى.
28
دَ اينځر دَ ونے نه سبق واخلئ. کله چه دَ هغے نرمے څانګے غوټئ ونيسى، پاڼے وکړى نو تاسو پوهه شئ چه اوړے په راتلو دے.
29
هم دغه شان چه تاسو دا ټولے علامے ووينئ نو تاسو پوهه شئ چه هغه نزدے دے اَؤ په دروازه کښے ولاړ دے.
30
زَۀ تاسو ته دا وايم چه دا موجُوده پيړئ به تيره نۀ شى تر څو چه دا ټولے خبرے ونۀ شى.
31
مزکه اَؤ آسمانونه به فنا شى خو زما کلام به هيچرے فنا نۀ شى.
32
خو دَ هغے ورځے اَؤ هغه ساعت پته هيچا ته نِشته، نۀ دَ آسمان فرښتو ته اَؤ نۀ زوئے ته، خو يواځے يو پلار پرے خبر دے.
33
خبردار شئ، ويښ اوسئ تاسو دَ دے نه خبر نۀ يئ چه هغه وخت به کله راځى.
34
دَ دے مِثال دَ هغه سړى دے چه دَ کوره لرے وى اَؤ څۀ وخت چه خپل کور نه تلو نو خپلو غُلامانو ته ئے اِختيار ورکړو چه هر يو دِ خپل کار کوى اَؤ څوکيدار ته ئے حُکم ورکړو چه بيدار اوسه.
35
نو بيا تاسو بيدار اوسئ ځکه چه تاسو په دے نۀ يئ خبر چه دَ کور مالِک کله راځى، ماښام که په نيمه شپه، په چرګ بانګ که سحر په خړه.
36
که چرے هغه ناڅاپه راشى نو چه هغه مو اُودۀ لاندے نۀ کړى.
37
اَؤ زَۀ چه څۀ تاسو ته وايم نو ټولو ته ئے وايم چه بيدار اوسئ.“
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 14 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16