bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 14
Mark 14
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 15 →
1
نو دَ فسح اَؤ دَ پتيرے ډوډئ اختر ته دوه ورځے پاتے وے اَؤ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو څۀ داسے دَ ټګئ اِلزام لټوو چه عيسىٰ پرے ونيسى اَؤ وئے وژنى.
2
هغوئ ووئيل چه ”دا دِ دَ اختر په ورځو کښے نۀ وى، هسے نۀ چه په خلقو کښے فساد جوړ شى.“
3
عيسىٰ دَ شمعُون جُذامى په کور کښے په بيتِ عنياه کښے وو. کله چه هغه ډوډئ ته کښيناستو، يوه ښځه راغله اَؤ ډير قيمتى خالِص عطر ئے په عطر دان کښے راوړل. هغے عطردان خلاص کړو اَؤ دَ هغۀ په سر ئے عطر واچول.
4
په حاضر مجلس کښے ځنے کسانو په غُصه کښے ووئيل چه ”دا څۀ فضُول خرچى ده؟
5
ځکه چه دا عطر خو به په دريو سوو روپو خرڅ شوى وئے اَؤ پيسے به ئے خوارانو ته ورکړے شوے وئے.“ نو هغوئ هغے ته غصه وکړه.
6
خو عيسىٰ ووئيل، ”دا پريږدئ، تاسو دا ولے تنګوئ؟ هغے زما سره ډير ښۀ کړى دى.
7
ځکه چه خواران خو به تل تاسو سره وى اَؤ هر کله چه تاسو غواړئ دَ هغوئ مدد کولے شئ خو زَۀ به تل تاسو سره نۀ يم.
8
هغے نه چه څۀ کيدے شول، هغه ئے ما سره وکړل. هغے دَ ښخولو نه وړاندے زما په بدن عطر واچول.
9
زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دُنيا په مخ چه چرته هم زما دَ زيرى وعظ کيږى نو څۀ چه دے کړى وى دا به دَ دے دَ يادګار په طور يادولے شى.“
10
نو بيا يهوداه اسکريوتى چه په هغه دولسو مُريدانو کښے يو وو، مشرانو کاهنانو ته لاړو اَؤ په عيسىٰ ئے مُخبرى وکړه.
11
چه هغوئ دَ هغۀ دَ راتلو دَ غرض نه خبر شول نو هغوئ ډير خوشحاله شول اَؤ دَ هغۀ سره ئے دَ پيسو لوظ وکړو، اَؤ هغه دَ داسے ښے موقعے په تلاش کښے شو چه په هغۀ مُخبرى وکړى.
12
دَ پتيرے ډوډئ دَ اختر په وړُومبئ ورځ چه هغوئ دَ فسح ګډورے قُربانولو، دَ عيسىٰ مُريدانو هغۀ ته ووئيل چه ”ستا څۀ مرضى ده چه مُونږ چرته لاړ شو چه ستا دَ پاره دَ فسح دَ ګډُورى خوړلو تيارى وکړو؟“
13
نو هغۀ خپل دوه مُريدان دَ دے هداياتو سره وليږل، ”ښار ته لاړ شئ، يو سړے به ووينئ چه دَ اوبو منګے به وړى، په هغۀ پسے لاړ شئ.
14
اَؤ هغه چه کُوم کور ته ننوزى نو دَ هغه کور مالِک ته دا پيغام ورکړئ، چه اُستاذ وائى چه زما اَؤ زما دَ مُريدانو دَ پاره دَ فسح دَ ګډُورى خوړلو دَ پاره کُومه کوټه مُقرره شوے ده؟
15
هغه به تاسو ته يوه لويه تياره بالاخانه وښائى، زمُونږ دَ پاره هلته دَ فسح تيارئ وکړئ.“
16
بيا مُريدان روان شول اَؤ هر کله چه ښار ته دَ ننه شول نو هغوئ هر څۀ هغه شان ومُوندل لکه چه هغۀ ورته وئيلى وُو، نو هغوئ دَ فسح تيارى وکړله.
17
ماښام دَ دولسو مُريدانو سره عيسىٰ راغے.
18
څۀ وخت چه هغوئ ډوډئ ته کښيناستل نو عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه په تاسو کښے به يو په ما مُخبرى کوى، هغه يو چه ما سره ډوډئ خورى.“
19
په دے هغوئ غمژن شول اَؤ يو يو هغۀ ته ووئيل، ”يقينًا چه زَۀ به نۀ يم؟“
20
هغۀ ورته ووئيل چه، ”دا په دولسو کښے يو دے څوک چه ما سره په يوه تالئ کښے لاس ښکته کوى.
21
اِبن آدم به هم داسے مړ شى لکه چه دَ هغۀ په حقله په صحيفو کښے ليکلى شوى دى خو اَفسوس په هغه سړى دے څوک چه به په اِبن آدم مُخبرى کوى! دَ هغه سړى دَ پاره به دا ډيره غوره وه چه هغه هډو پيدا شوے نۀ وے.“
22
دَ خوراک په وخت عيسىٰ يوه ډوډئ راواخسته، شکر ئے پرے وکړو اَؤ ما ته ئے کړه. په هغوئ ئے وويشله اَؤ وئے وئيل، ”دا واخلئ، دا زما بدن دے.“
23
بيا هغۀ يو کنډول راپورته کړو اَؤ دَ خُدائے شکر ئے وويستو اَؤ هغوئ له ئے ورکړو اَؤ هغوئ ټولو ترے وڅښل.
24
اَؤ بيا هغۀ ووئيل چه ”دا زما دَ وعدے وينه ده چه دَ ډيرو خلقو دَ پاره توئيږى.
25
يقينًا زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ انګورو اوبۀ به زَۀ بيا تر هغے ورځے پورے هيڅ کله ونۀ څښم تر څو چه زَۀ دَ خُدائے په بادشاهئ کښے تازه ونۀ څښم.“
26
دَ ثنا وئيلو نه پس هغوئ بهر ووتل اَؤ دَ ښونانو غرۀ ته لاړل.
27
اَؤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ټول به تيندک وخورئ ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه، ”زَۀ به شپُون ووهم اَؤ ګډے به خورے ورے شى.“
28
خو بيا هم چه زَۀ دوباره پاڅولے شم نو زَۀ به له تاسو نه وړاندے ګليل ته لاړ شم.“
29
پطروس جواب ورکړو، ”بل هر يو به تيندک وخورى خو زَۀ به ئے ونۀ خورم.“
30
عيسىٰ ورته ووئيل، ”زَۀ تا ته دا وايم چه نن، هم په دے شپه دَ چرګ دَ بانګ نه دوه ځله اول به تۀ درے ځله زما نه اِنکارى شے.“
31
خو هغۀ بيا بيا په دے زور ورکړو، ”که چرے زَۀ تا سره مړ هم شم خو له تا نه به چرے هم مُنکر نۀ شم.“ اَؤ هغوئ ټولو هم دغه شان ووئيل.
32
کله چه هغوئ ګيتسمنے نُومے ځائے ته ورسيدل نو عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ”تر څو چه زَۀ دُعا کوم تاسو دلته کښينئ.“
33
اَؤ بيا ئے دَ ځان سره پطروس، يعقُوب اَؤ يوحنا بوتلل، نو هيبت واخستو اَؤ ساه ډوبى پرے راغله.
34
اَؤ هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”زما زړۀ دَ غمه چوى اَؤ مرګ ته نزدے يم. دلته ايسار شئ، بيدار اوسئ.“
35
بيا هغه لږ وړاندے لاړو اَؤ په مزکه پريوتو اَؤ دُعا ئے وغوښتله، ”که دا کيدے شى نو دا ساعت دِ له ما نه تير شى.“
36
هغۀ ووئيل، ”آبا،“ يعنے پلاره! ”ستا دَ پاره هر څۀ مُمکن دى. دا دَ مُصيبت پياله له مانه لرے کړه، داسے نه لکه چه زَۀ ئے غواړم، داسے لکه چه تۀ ئے غواړے.“
37
هغه بيرته راغے اَؤ هغوئ ئے اُودۀ ومُوندل. نو هغۀ پطروس ته ووئيل، ”شمعُونه! اُودۀ يئے څۀ؟ آيا تۀ يوے ګينټے قدر له هم ويښ نۀ شوے پاتے کيدے؟
38
ټول ويښ اوسئ اَؤ دُعا کوئ چه تاسو په آزميښت کښے پرے نۀ وزئ. رُوح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“
39
يو ځل بيا هغه لاړو اَؤ هم هغه شان ئے دُعا وغوښته.
40
چه بيرته راغے نو هغوئ ئے بيا اُودۀ ومُوندل ځکه چه دَ هغوئ سترګے درنے وے، اَؤ هغوئ په دے نۀ پوهيدل چه څۀ جواب ورکړى.
41
دريم ځل هغه راغے اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”هغسے لا اُودۀ يئ اَؤ هغسے لا آرام کوئ؟ بس دے! وشوه، وخت راغے، اِبن آدم ګُناه ګارانو ته حواله کيږى.
42
پورته شئ، ځئ چه ځُو! زما مُخبر نزدے راغلے دے.“
43
سمدستى چه لا عيسىٰ خبرے کولے يهوداه چه په دولسو مُريدانو کښے يو وو، هغه اَؤ ډير خلق چه تُورے اَؤ کوتکے ورسره وے راڅرګند شول. هغوئ مشرانو کاهنانو، دَ شرعے عالمانو اَؤ اولسى مشرانو راليږلى وُو.
44
مُخبر دَ هغوئ سره يو نخښه مُقرره کړے وه، ”هغه څوک چه زَۀ کښل کړم هغه دے. هغه ونيسئ اَؤ دَ ځان سره ئے په حفاظت بوزئ.“
45
کله چه دَئے هغه ځائے ته راورسيدو نو هغه سمدستى وروړاندے شو اَؤ عيسىٰ ته ئے ووئيل، ”اُستاذه!“ اَؤ کښل ئے کړو.
46
بيا هغوئ هغه ونيوو اَؤ قابو ئے کړو.
47
په هغه خلقو کښے چه ولاړ وُو يو کس خپله تُوره راوويسته اَؤ دَ مشر کاهن په نوکر ئے ګُذار وکړو اَؤ دَ هغۀ غوږ ئے پريکړو.
48
بيا عيسىٰ ووئيل، ”آيا تاسو ما ډاکُو ګڼئ چه دَ تُورو اَؤ کوتکو سره زما په نيولو پسے راوتلى يئ څۀ؟
49
زَۀ هره ورځ تاسو سره دَ خُدائے په کور کښے وم اَؤ تعليم مے درکولو خو تاسو ما ته لاس نۀ وو راوړے. دا ځکه وشول چه صحيفے پُوره شى.“
50
نو بيا دے مُريدانو يواځے پريښودو اَؤ ټول ترے وتښتيدل.
51
څوک چه ورسره وُو په هغو کښے يو ځوان وو چه دَ مهينے لټے دَ څادر لنګ ئے وهلے وو.
52
هغوئ دَ هغۀ دَ نيولو کوشِش وکړو خو هغۀ خپل دَ مهينے لټے څادر پريښودو اَؤ لغړ بربنډ وتښتيدلو.
53
بيا هغوئ عيسىٰ دَ مشر کاهن کورته روان کړو چرته چه مشران کاهنان، دَ شرعے عالمان اَؤ اولسى مشران ټول را جمع کيدل.
54
پطروس عن دَ مشر کاهن دَ غولى پورے ورپسے روستو روستو تلو اَؤ هلته هغه دَ نوکرانو سره کښيناستو اَؤ اور ته ئے ځان تودوو.
55
مشرانو کاهنانو اَؤ ټولے جرګے دا کوشش وکړو چه دَ عيسىٰ په خلاف داسے څۀ ګواهى پيدا کړى چه دَ مرګ حُکم پرے وکړى خو داسے ګواهى ئے پيدا نۀ کړے شوه.
56
ډيرو دَ هغۀ برخلاف دَ دروغو ګواهى وکړه خو دَ هغو بيان دَ يو بل سره نۀ يو کيدلو.
57
ځنى پاڅيدل اَؤ دَ هغۀ برخلاف ئے داسے دَ دروغو ګواهى وکړه چه
58
”مُونږ دَ دَۀ دَ خُلے نه دا آؤريدلى دى چه زَۀ به دا دَ خُدائے کور ورانوم چه بنى آدمو ودان کړے دے اَؤ په دريو ورځو کښے به بل داسے ودان کړم چه هغه به په لاسُونو نۀ وى جوړ شوے.“
59
خو په دے خبره دَ هغوئ په ګواهئ کښے يووالے نۀ وو.
60
نو بيا مشر کاهن په خپل ځائے ودريدلو اَؤ دَ عيسىٰ نه ئے پتوس وکړو، ”دا ګواهان چه ستا خلاف څۀ اِلزامُونه لګوى، دَ دے ستا سره څۀ جواب شته؟“
61
خو هغه چپ پاتے شو اَؤ هيڅ جواب ئے ورنۀ کړو. بيا مشر کاهن ترے تپوس وکړو، ”آيا تۀ دَ تبارک الله زوئے مسيح ئے څۀ؟“
62
عيسىٰ ووئيل چه ”زَۀ يم اَؤ تاسو به اِبن آدم دَ خُدائے ښى لاس ته ناست اَؤ دَ آسمان په وريځو کښے په راتلو ووينئ.“
63
نو بيا مشر کاهن خپلے جامے وشلولے اَؤ وئے وئيل، ”دَ دے نه پس هم دَ نورو ګواهانو څۀ حاجت شته؟
64
تاسو په خپله کُفر واؤريدو، تاسو په کښے څۀ وايئ؟“ هغوئ په شريکه فتوىٰ ولګوله اَؤ دَ قتل حُکم ئے پرے وکړو.
65
چا په هغۀ تُوکل اَؤ په سُوکونو ئے وهلو اَؤ چغے ئے وهلے چه ”پيشن ګوئى وکړه!“ اَؤ دَ هغوئ نوکرانو هم په هغۀ راباندے کړے.
66
په دے دوران کښے پطروس لا هغه شان په غولى کښے وو. دَ مشر کاهن يوه خدمتګاره په هغه لار تيريده.
67
چه هغه ئے اور ته په توديدو وليدو، نو هغے هغۀ ته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”تۀ خو هم دَ دے ناصرى عيسىٰ ملګرے وے.“
68
خو هغه مُنکر شو اَؤ وئے وئيل، ”ما ته هيڅ پته نِشته، زَۀ نۀ پوهيږم چه ستا مطلب څۀ دے.“ بيا هغه بهر ډيوډئ ته لاړو.
69
اَؤ هغے خدمت ګارے هغه هلته بيا وليدو اَؤ ولاړو خلقو ته ئے ووئيل، ”دَئے دَ هغۀ ملګرے دے.“
70
اَؤ هغه بيا مُنکر شو. ناستو خلقو يو ځل بيا پطروس ته ووئيل، ”بے شکه تۀ دَ هغوئ نه يو ئے ځکه چه تۀ دَ ګليل يئے.“
71
په دے هغه په ښيرو سر شو اَؤ په قسم سره ئے ووئيل، ”تاسو چه دَ کوم سړى ذکر کوئ زَۀ هغه نۀ پيژنم.“
72
بيا چرګ دويم ځل بانګ ووے اَؤ پطروس ته راياد شو چه عيسىٰ هغۀ ته وئيلى وُو چه ”دَ چرګ دَ دوه ځله بانګ وئيلو نه وړاندے به تۀ زما نه درے ځله مُنکر شے،“ اَؤ دَ هغۀ اوښکے روانے شوے اَؤ په ژړا شو.
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 15 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16