bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 15
Mark 15
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 16 →
1
هر کله چه سحر شو نو مشرانو کاهنانو، دَ شرعے عالمانو اَؤ اولسى مشرانو په صلاح دا فيصله وکړه اَؤ عيسىٰ ئے په ځولنو کښے وتړلو، بيا ئے هغه روان کړو، پيلاطوس ته ئے حواله کړو.
2
پيلاطوس دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه ”تۀ دَ يهوديانو بادشاه ئے څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”تا په خپله ووے.“
3
اَؤ مشرانو کاهنانو په هغۀ ډير اِلزامُونه ولګول.
4
پيلاطوس دَ هغۀ نه بيا تپوس وکړو، ”آيا تۀ په خپله صفايئ کښے څۀ وينا نۀ لرے؟ تۀ ګورے چه دوئ په تا څومره اِلزامُونه لګوى.“
5
خو پيلاطوس په دے خبره حيران شو چه عيسىٰ بل هيڅ جواب ورنۀ کړو.
6
دَ اختر په موقع به دَ حاکم دا دستور وو چه دَ خلقو په خوښه به ئے يو قيدى آزادوو.
7
په دغه وخت کښے برابا نومے يو مُجرم دَ باغيانو سره په قيد کښے وو چه دَ بغاوت په وخت ئے قتل کړے وو.
8
کله چه خلق دَ دستور په مُطابق سوال له راغلل نو پيلاطوس جواب ورکړو چه
9
”تاسو دا غواړئ چه زَۀ دَ يهوديانو بادشاه تاسو ته آزاد کړم؟“
10
ځکه چه هغۀ ته دا پته وه چه هغوئ عيسىٰ تش په حسد هغۀ له راوستے دے.
11
خو مشرانو کاهنانو خلق ولمسول چه هغۀ ته ووائى چه ”عيسىٰ نه بلکه برابا راپريږده.“
12
پيلاطوس بيا هغوئ ته ووئيل چه ”کُوم سړى ته چه تاسو دَ يهوديانو بادشاه وايئ، دَ هغۀ سره څۀ وکړم؟“
13
هغوئ چغے کړے، ”هغه په سولئ وخيژوه!“
14
پيلاطوس تپوس وکړو چه ”ولے، هغۀ څۀ بد کار کړے دے؟“ خو هغوئ نورے هم چغے تيزے کړے، ”هغه په سولئ وخيژوه!“
15
نو پيلاطوس دَ خلقو دَ تسلئ دَ پاره برابا ور آزاد کړو اَؤ دَ عيسىٰ دَ پاره ئے حُکم وکړو چه په کروړو دِ ووهلے شى اَؤ په سولئ دِ کړے شى.
16
بيا سپاهيانو هغه غولى ته دَ ننه کړو، دَ حاکم دَ قلعه ټوله پلټنه ئے راجمع کړه.
17
عيسىٰ ته ئے سرے جامے واغوستے اَؤ دَ ازغو تاج ئے ور په سر کړو.
18
اَؤ بيا ئے هغۀ ته په دے ټکو سلامى کوله، ”اَئے دَ يهوديانو بادشاه! سلام.“
19
بيا هغوئ هغه په بينت په سرسر وهلو اَؤ تُوکاڼى ئے پرے تُو کړل اَؤ بيا هغۀ ته په ګوډو شول اَؤ دَ ټوقو سجدے ئے ورته وکړلے.
20
کله چه هغوئ خپلے ټوقے بس کړلے نو دَ هغۀ نه ئے هغه سرے جامے لرے کړے اَؤ خپلے ئے ورته واچولے. بيا هغوئ هغه بهر ته بوتلوچه په سولئ ئے کړى.
21
دَ سکندر اَؤ روفوس پلار شمعُون څوک چه دَ کيرينى اوسيدُونکے وو دَ ميرے نه په هغه لاره راتيريدو اَؤ هغوئ هغه په بيګار ونيوو چه دَ عيسىٰ سولئ يوسى.
22
هغوئ عيسىٰ ګولګتا نُومے ځائے ته راوستو چه مطلب ئے دَ کُپرئ ځائے دے.
23
هغۀ ته ئے دَ مُر سره ګډ کړى شراب ورکړل خو هغۀ ونۀ څښل.
24
بيا هغوئ هغه په سولئ پورے وتړلو اَؤ دَ هغۀ جامے ئے په خپلو کښے وويشلے، هسک ئے پرے واچوو چه کُوم شے دَ چا شى.
25
دَ سولئ وخت دَ سحر نهه بجے وو.
26
اؤ دَ هغۀ خلاف لګولے شوے اِلزام چه په تخته ئے ليکلے وو، داسے وو، ”دَ يهوديانو بادشاه.“
27
دوه ډاکوان ئے هم دَ هغۀ سره په سولئ کړى وُو، يو دَ هغۀ ښى لاس ته اَؤ بل دَ هغۀ ګس لاس ته.
28
دغه شان دَ صحيفو دا پيشن ګوئى صحيح ثابته شوه چه ”هغه دَ مُجرمانو سره يو ځائے شو.“
29
په لاره تيريدُونکو هغۀ ته کنځلے کولے، هغوئ چغے کړے، سرُونه ئے وخوزول چه ”واه! تۀ چه دَ خُدائے کور نړوے اَؤ په دريو ورځو کښے به ئے بيا جوړوے!
30
دَ دے سولئ نه راکُوز شه اَؤ خپل ځان بچ کړه!“
31
دغه شان مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو هم په خپلو کښے ورپورے ټوقے کولے اَؤ وئيل ئے چه ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے.
32
پريږدئ چه مسيح، دَ اِسرائيلو بادشاه، اوس دِ دَ سولئ نه راکُوز شى. که مُونږ دا ووينُو نو ايمان به پرے راؤړُو.“ تر دے چه هغه څوک چه دَ هغۀ سره په سولئ شوى وُو هغوئ هم هغه ملامتولو.
33
دَ غرمے مال په ټوله مزکه تيارۀ راخوره شوه اَؤ دَ کُوز ماسپښين تر دريو بچو پورے وه.
34
اَؤ درے بجے عيسىٰ په زوره چغے کړے چه ”ايلى! ايلى! لما شبقتنى؟“ چه ترجمه ئے دا ده، ”زما خدايه! زما خدايه! تا زَۀ ولے پريښودلم؟“
35
ځنے ولاړو خلقو چه دا واؤريدل نو وئے وئيل، ”وګورئ! هغه اِلياس ته نعرے وهى.“
36
يو سړى دؤ کړو، يو اسفنج ئے دَ سرکے نه ډک کړو اَؤ دَ هغۀ شُونډو ته ئے دَ يوے لښتے په سر ونيولو اَؤ هغۀ ووئيل چه ”ګورُو چه اِلياس راشى اَؤ دَئے راکُوز کړى.“
37
بيا عيسىٰ يوه کريکه وويسته اَؤ ساه ئے ورکړه.
38
اَؤ دَ خُدائے دَ کور پرده دَ يو سر نه بل سر ته دوه ټوټے شوه.
39
اَؤ کُوم صوبه دار چه هغۀ ته مخامخ ولاړ وو چه هغۀ وليدل چه هغۀ څنګه ساه ورکړه نو وئے وئيل، ”رښتيا دى چه دا سړے دَ خُدائے زوئے وو!“
40
يو څو ښځے هم هلته موجُودے وے اَؤ دَ ورايه ئے ننداره کوله. په هغوئ کښے مريم مګدلينى، دَ کشر يعقُوب اَؤ يوسيس مور مريم اَؤ سلومى وے.
41
څۀ وخت چه هغه په ګليل کښے وو نو دوئ ټولے دَ هغۀ سره وے اَؤ خدمت ئے ورله کاوو اَؤ نورے ډيرے داسے وے څوک چه دَ هغۀ سره بيتُ المُقدس ته راغلے وے.
42
اوس ماښام شوے وو اَؤ هر کله چه دا دَ سبت نه وړُومبئ دَ تيارئ ورځ وه،
43
دَ اريمتيه يُوسف نومے يو سړے راغے څوک چه دَ جرګے يو عزتمن غړے وو اَؤ هغه سړے چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ دَ راتلو په اِنتظار وو، په زړه ورتيا سره پيلاطوس ته لاړو اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے ترے وغوښتو.
44
پيلاطوس په دے خبر آؤريدو حيران شو چه هغه بيا مړ هم دے، نو هغۀ صوبه دار راوغوښتو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”دَ هغۀ ډير ساعت کيږى چه مړ دے؟“
45
اَؤ هر کله چه هغۀ دَ صوبه دار بيان واؤريدو نو هغۀ يُوسف له اِجازت ورکړو چه لاش يوسى.
46
بيا يُوسف مهينه لټه راؤړه، هغه ئے دَ سولئ نه راکُوز کړو اَؤ په کفن کښے ئے ونغښتو، بيا ئے هغه په ګټه کښے په کنستى ګنبد کښے کيښودو اَؤ يو لوئے کاڼے ئے دَ ګنبد خُلے ته راورغړوو.
47
اَؤ مريم مګدلينى اَؤ دَ يوسيس مور مريم هغه ځائے وليدو اَؤ هغه ځائے ئے په نخښه کړو چه هغه ئے په کښے ايښے وو.
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 16 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16