bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 3
Mark 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 4 →
1
په بله موقعه چه عيسىٰ عبادت خانے ته ننوتو نو په ګڼه کښے يو داسے سړے وو چه لاس ئے وچ شوے وو.
2
اَؤ هغوئ دا کتل چه عيسىٰ به دَ سبت په ورځ هغه جوړ کړى اَؤ که نه، ځکه چه هغوئ به دَ هغۀ خلاف اِلزام لګولو ته تيار ناست وُو.
3
هغۀ وچ لاسى سړى ته ووئيل چه ”راشه، په مينځ کښے ودريږه.“
4
بيا ئے هغوئ ته مخ ورواړوو اَؤ وئے وئيل چه ”دَ سبت په ورځ ښۀ کول روا دى که بد کول، دَ چا بچ کول روا دى که وژل؟“ خو هغوئ چُپ پاتے شول.
5
دَ دوئ دَ سختو زړُونو په وجه ئے په غُصه اَؤ اَفسوس ټولو ته وکتل اَؤ هغه سړى ته ئے ووئيل چه ”خپل لاس وغزوه.“ هغۀ لاس وغزولو اَؤ جوړ شو.
6
خو فريسيان دَ عبادت خانے نه بهر لاړل، نو سمدستى دَ هيروديانو سره په دے سازش آخته شول چه هغه به څنګه وژنُو.
7
عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره دَ درياب غاړے ته لاړو.
8
دَ ګليل، يهُودا، دَ بيتُ المُقدس، اِدُوميه اَؤ دَ شرق اُردن، دَ صور اَؤ صيدا دَ خوا اَؤ شا نه ډير خلق دَ هغۀ ليدو له ورغلل ځکه چه هغوئ دا آؤريدلى وُو هغه عجيبه کارُونه کوى.
9
نو هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”ما دَ پاره يوه کشتئ تياره ساتئ چه دَ ګڼے دَ ټيل نه ځان بچ کړم.“
10
هغۀ دومره ډير رنځُوران روغ کړى وُو چه هر قِسم خلق ورمات شول چه دَۀ له لاس وَروړى.
11
اَؤ چه پيريانو به دَئے وليدلو نو راپرے به وتل اَؤ چغے به ئے کړے چه ”تۀ دَ خُدائے زوئے يئے.“
12
خو هغۀ به ورته په کلکه ووئيل چه ”ما مه ښکاره کوئ.“
13
بيا عيسىٰ يو غر ته لاړو اَؤ هغه سړى ئے راوُبلل کُوم ئے چه خوښ کړى وُو اَؤ هغوئ ورغلل.
14
هغۀ دولس تنه رسُولان مُقرر کړل، څوک چه به دَ هغۀ سره وى اَؤ بهر به دَ وعظ دَ پاره ليږلے شى،
15
اَؤ چه دَ پيريانو دَ ايستلو اِختيار به هم لرى.
16
نو هغۀ دولس تنه مُقرر کړل چه هغه دا دى، په شمعُون ئے پطروس نُوم کيښودلو،
17
بيا دَ زبدى زامن يعقُوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا راغلل چه په هغوئ ئے بوانر ګس يعنے دَ تندر زامن نُوم کيښودلو،
18
بيا اَندرياس، فيليپوس اَؤ برتلمائ اَؤ متى اَؤ توما اَؤ دَ حلفئ زوئے يعقُوب اَؤ تدى اَؤ شمعُون ننګيالے،
19
اَؤ يهوداه اسکريوتى هغه سړے چه په دَۀ يے مُخبرى وکړله.
20
عيسىٰ يو کورته ننوتو اَؤ يو ځل بيا دومره خلق پرے راټول شول چه دوئ ډوډئ قدرے هم نۀ شوه خوړلے.
21
هر کله چه دَ هغۀ خپلوانو دا واؤريدل نو هغوئ لاړل چه هغه تر لاسه کړى ځکه چه خلقو به وئيل چه ”هغه په خود کښے نۀ دے.“
22
کُوم دَ شرعے عالمان چه دَ بيتُ المُقدس نه راغلى وُو، هغوئ به هم وئيل چه دَ هغۀ سره بعلزبول دے اَؤ دَئے دَ پيريانو دَ شهزاده په مدد پيريان وباسى.
23
نو عيسىٰ هغوئ راوبلل اَؤ په مِثالُونو کښے ئے ورته ووئيل چه ”شيطان څنګه شيطان ويستلے شى؟
24
که په يوه بادشاهئ کښے دَ ننه مُخالفت پيدا شى نو هغه بادشاهى پاتے کيدے نۀ شى.
25
که په يو کور کښے نفاق راشى نو هغه کور هم هيڅ کله پاتے کيدے نۀ شى.
26
اَؤ که چرے شيطان له ځان نه خلاف شى نو هغه هم بے اِتفاقه شى اَؤ پاتے کيدے نۀ شى اَؤ دا دَ هغۀ خاتمه ده.
27
خو هيڅوک هم دَ زوروَر په کور په زور ننوتے نۀ شى اَؤ دَ هغۀ سامان تالا کولے نۀ شى تر څو چه هغه زوروَر سړے ئے تړلے نۀ وى، بيا دَ هغۀ کور لُوټلے شى.
28
زَۀ تاسو ته دا رښتيا وايم چه يوه ګُناه اَؤ يو کُفر هم داسے نِشته چه هغه بخښلے کيدے نۀ شى.
29
خو هر څوک چه په رُوحُ القُدس باندے کُفر وائى هغه به هيڅ کله هم معافى ونۀ مُومى اَؤ هغه به دَ تل عُمرى ګُناه مُجرم وى.“
30
هغۀ دا ځکه ووئيل چه هغوئ دا وئيل چه ”دے ناپاک رُوح نيولے دے.“
31
بيا دَ عيسىٰ مور اَؤ وروُڼه ورغلل اَؤ بهر ولاړ وُو اَؤ څوک ئے ورواستولو چه هغه دِ راوبلى.
32
ګڼ خلق ترے چاپيره ناست وُو اَؤ هغوئ ورته ووے چه ”ګوره، ستا مور اَؤ وروُڼه بهر ولاړ دى اَؤ ستا پوښتنه کوى.“
33
هغۀ جواب ورکړو چه ”زما مور اَؤ زما وروُڼه څوک دى؟“
34
اَؤ هغه ګير چاپير ناستو خلقو ته ئے وکتل اَؤ وئے وئيل چه ”زما مور اَؤ ورُوڼه دا دى!
35
څوک چه دَ خُدائے په مرضئ ځى هغه زما ورور خور اَؤ مور ده.“
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16