bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 6
Mark 6
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 7 →
1
عيسىٰ دَ هغه ځايه روان شو اَؤ خپل کلى ته دَ خپلو مُريدانو سره لاړو.
2
هر کله چه دَ سبت ورځ راغله نو هغۀ په عبادت خانه کښے تعليم شروع کړو اَؤ ډيرو خلقو چه دَ هغۀ تعليم واؤريدلو نو حيران شول اَؤ وئے وئيل چه ”هغۀ دا خبرے دَ کُومه زده کړے؟ اَؤ دا پوهه دَۀ ته څنګه ورکړے شوه؟ اَؤ دَئے دا مُعجزے څنګه ښئى؟
3
دا هغه ترکاڼ نۀ دے، دَ مريمے زوئے، دَ يعقُوب، دَ يُوسف، دَ يهوداه اَؤ دَ شمعُون ورور نۀ دے؟ اَؤ يا دَ دَۀ خويندے دلته مُونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دَ هغۀ په حقله تيندک وخوړو.
4
عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”نبى به هميشه هر چرته عزت مُومى خو په خپل کلى اولس اَؤ خپلو خپلوانو کښے نه.“
5
هغۀ هلته هيڅ مُعجزے ښکاره نۀ کړے بے دَ دے چه خپل لاسُونه ئے په يو څو رنځُورانو راکښل اَؤ هغوئ ئے روغ کړل.
6
اَؤ هغه دَ هغوئ په بے اِعتقادئ حيران شو. دَ دولسو مُريدانو ليږل متى ۱۰ : ۵ ـ ۱۵، لُوقا ۹ : ۱ ـ ۶ په ګير چاپير کلو کښے عيسىٰ ګرزيدو اَؤ تعليم ئے ورکړو.
7
هغۀ دولس مُريدان راوبلل اَؤ دوه دوه تنه ئے په مُهم آستول شروع کړل اَؤ په پيريانو ئے ورله اِختيار ورکړو.
8
اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ سفر دَ پاره دَ يوے امسا نه بغير دَ ځان سره بل هيڅ څيز وانۀ خلئ، نۀ ډوډئ، نۀ کڅوړه اَؤ نۀ په هميانى کښے پيسے ټکے.
9
څپلئ خو په پښو کړئ خو دويم قميص مه آخلئ.“
10
اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”کله تاسو يو کور ته ننوزئ نو تر هغے هلته پاتے شئ تر څو دَ هغه ځايه رُخصت شوى نۀ يئ.
11
اَؤ چه په کُوم ځائے کښے خلق تاسو قبول نۀ کړى اَؤ غوږ درته نۀ ږدى نو دَ خپلو پښو نه دُوړے وڅنډئ چه دَ هغو دَ پاره شاهدى شى.“
12
نو هغوئ بهر لاړل اَؤ کلام ئے آؤرولو چه توبه ګار شئ.
13
هغوئ ډير پيريان وويستل اؤ ډير رنحُوران ئے په تيلو غوړ کړل اَؤ جوړ ئے کړل.
14
نو هيروديس بادشاه دَ عيسىٰ په باب کښے واؤريدل ځکه چه دَ عيسىٰ نُوم مشهور شوے وو اَؤ ځنى خلقو دا وئيل چه ”بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ بيا راژوندے کړے شوے دے ځکه خو ورسره داسے مُعجزے دى.“
15
نورو وئيل چه ”دا اِلياس دے“ اَؤ ځنو دا وئيل چه ”دا دَ زړو نبيانو په شان يو نبى دے.“
16
خو چه هيروديس دا واؤريدل نو وئے وئيل چه ”دا هغه يحيىٰ دے چه ما ئے سر پريکړے وو اَؤ بيا راژوندے شوے دے.“
17
ځکه چه هم دے هيروديس يحيىٰ دَ خپل ورور فيليپوس دَ ښځے هيرودياس په وجه قيد کړے وو کُومه چه هغۀ وادۀ کړے وه.
18
يحيىٰ هيروديس ته وئيلى وُو چه ”دا ستا دَ پاره ناروا ده چه دَ خپل ورور ښځه په نکاح واخلے.“
19
ځکه خو هيرودياس ورسره کينه لرله اَؤ غوښتل ئے چه هغه قتل کړى خو کولے ئے نۀ شو.
20
ځکه چه هيروديس دَ يحيىٰ نه په دے ويريدو چه هغۀ ته معلومه وه چه دَئے پاک اَؤ ښۀ سړے دے، ځکه ئے دَ هغۀ ساتنه وکړله. هيروديس دا غوښتل چه دَ هغۀ خبرے واؤرى خو دَ هغۀ خبرو هغه ډير شکمن کړے وو.
21
هيرودياس دا موقعه هغه وخت بيا مُونده کله چه هيروديس په خپله سالګره خپلو اميرانو، فوځى افسرانو اَؤ دَ ګليل غټانو ته ډوډئ کړى وه.
22
دَ هغۀ لُور دَ ننه راغلله اَؤ ګډه شوه اَؤ هيروديس اَؤ دَ هغۀ ميلمانۀ ئے دومره خوشحاله کړل چه بادشاه جينئ ته ووئيل، ”وغواړه څۀ چه غواړے اَؤ زَۀ به ئے درکړم“
23
اَؤ هغهٔ هغے ته قسم وخوړو، ”هر څهٔ چه غواړے زَهٔ به ئے درکړم ترخپلے نيمے بادشاهئ پورے.“
24
هغه بهر ووتله اَؤ خپلے مور ته ئے ووئيل چه ”زَۀ ترے څۀ وغواړم؟“ خو هغے جواب ورکړو، ”دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ سر.“
25
جينئ سمدستى بادشاه له ورغله اَؤ سوال ئے وکړو، ”زَۀ غواړم چه تۀ ما ته دلته په دے ساعت دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ سر په رکابئ کښے راکړے.“
26
بادشاه ډير زهير شو خو دَ خپلو سوګندُونو اَؤ دَ ميلمنو له مخه ئے دا نۀ غوښتل چه دَ هغے سره بے لوظى وکړى.
27
نو بادشاه پهريدار سپاهى ته حُکم ورکړو چه ”لاړ شه، دَ يحيىٰ سر راؤړه.“
28
سپاهى لاړو په قيد خانه کښے ئے دَ هغۀ سر پريکړو اَؤ په يو تالئ کښے ئے راؤړو اَؤ جينئ ته ئے پيش کړو اَؤ هغے خپلے مور له ورکړو.
29
دَ يحيىٰ مُريدان چه دَ دے نه خبر شول نو راغلل دَ هغۀ لاش ئے واخستو اَؤ په قبر کښے ئے ښخ کړو.
30
رسُولان بيا عيسىٰ ته راټول شول اَؤ هر څۀ چه ئے کړى اَؤ ښودلى وُو هغه ئے ترے خبر کړو.
31
هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو ماپسے راځئ چه چرته خوشى ځائے ته لاړ شُو چه تاسو لږ آرام وکړئ.“ ځکه چه دومره خلق تلل راتلل چه هغوئ ډوډئ خوړلو ته هم نۀ وزګاريدل.
32
بيا هغوئ جُدا په کشتئ کښے کښيناستل اَؤ يو خوشى ځائے ته لاړل.
33
خو ډيرو خلقو هغوئ په تلو کښے وليدل اَؤ وئے پيژندل اَؤ دَ وچے په لاره دَ ټولو ښاريو نه هغه ځائے ته وروچليدل اَؤ هغوئ نه وړاندے ورسيدل.
34
هغه چه غاړے ته ورسيدلو نو ډيره ګڼه ئے وليده اَؤ زړۀ ئے پرے وسوزيدلو ځکه چه هغوئ دَ داسے ګډو په مِثال وُو چه شپُون ئے نۀ وى اَؤ هغۀ هغوئ ته ډير تعليم ورکړو.
35
هر کله چه ورځ په تيريدو شوه دَ هغۀ مُريدان هغۀ له ورغلل اَؤ وئے وئيل چه ”دا يو خوشے ځائے دے اَؤ ناوخته کيږى.
36
دا خلق ګير چاپيره کلو بانډو ته رُخصت کړه چه ځان له څۀ دَ خوراک څيزُونه په بيعه واخلى.“
37
هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو ورله په خپله څۀ ورکړئ چه وئے خورى.“ هغوئ جواب ورکړو، ”آيا مُونږ لاړ شُو اَؤ دَ دوؤ سوو روپو ډوډئ دَ دوئ دَ پاره واخلُو؟“
38
هغۀ ووئيل چه ”تاسو سره څومره ډوډئ دى؟ لاړ شئ اَؤ وئے ګورئ.“ هغوئ لاړل، وئے کتلے اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه ”پنځه ډوډئ دى اَؤ دوه کبان هم.“
39
هغۀ هغوئ ته حُکم ورکړو چه ”په شين کبل دا خلق په ډلو ډلو کښے کښينوئ.“
40
اَؤ هغوئ په قطارُونو کښے کښيناستل اَؤ په هره ډله کښے سل سل پنځوس پنځوس تنه.
41
نو بيا هغۀ پنځه ډوډئ اَؤ دوه کبان واخستل، آسمان ته ئے وکتل، شکر ئے وويستو اَؤ ډوډئ ئے ماتے کړے. بيا ئے مُريدانو ته ورکړے چه تقسيم ئے کړى. هغۀ هغه دوه کبان هم په هغوئ وويشل.
42
هغو ټولو په مړه ګيډه خوراک وکړو.
43
اَؤ دولس ډکے شکرئ ئے دَ ټُکړو راغونډے کړے اَؤ دَ کبانو نه هم څۀ پاتے شوى وُو.
44
چا چه دا ډوډئ خوړلے وه هغه پنځه زره سړى وُو.
45
خو سمدستى عيسىٰ خپل مُريدان مجبُور کړل چه هغوئ کِشتئ ته وخيژى اَؤ دَ هغۀ نه مخکښے بيتِ صيدا ته پورے وزى اَؤ په خپله ئے خلق رُخصت کړل.
46
چه هغوئ ئے رُخصت کړل نو په خپله غر ته وختو چه دُعا وکړى.
47
ناوخته شوے وو اَؤ کِشتئ په اوبو کښے لرے وتے وه اَؤ هغه په وچه يکى يواځے وو.
48
عيسىٰ وليدل چه هغوئ په چپو وهلو عذابيږى ځکه چه باد مُخالف وو اَؤ عيسىٰ قريبًا دَ شپے څلورم پهر دَ اوبو دَ پاسه دَ هغوئ په لور روان شو. هغه په هغوئ تيريدو
49
چه دَ هغوئ پرے نظر شو چه دَ اوبو دَ پاسه روان دَے، نو وئے ګڼل چه دا ګنى پيرے دے نو چغے ئے کړے.
50
ځکه چه هغوئ ټولو دَئے وليدلو اَؤ ويرے واخستل. خو سمدستى ئے ورته ووئيل چه ”زړُونه کلک کړئ! دا زَۀ يم، ويره مه کوئ.“
51
بيا هغه دَ هغوئ سره کِشتئ ته وختلو اَؤ باد بند شو. په دے هغوئ بيخى حيران شول،
52
ځکه چه هغوئ لا دَ ډوډئ په هغه واقعه پوهه نۀ وُو، دَ هغوئ زړُونه سخت شوى وُو.
53
چه هغوئ پورے غاړے ته ورسيدل نو ګينسرت ته راغلل اَؤ هلته ئے کِشتئ په ګُودر وتړله.
54
هر کله چه هغوئ په غاړه کُوز شول نو خلقو سمدستى عيسىٰ وپيژندو.
55
اَؤ خلق په ګيرچاپيره وطن کښے په شلګونو وزغليدل اَؤ دَ هرے خوا نه ئے مريضان په بانګو کښے ورته راؤړل.
56
اؤ هر چرته چه به هغه تلو، کلو ته، ښارونو ته، يا بانډو ته، هغوئ به په بازارُونو اَؤ چو کُونو کښے ورته مريضان کښينول اَؤ مِنت به ئے ورته کولو چه تش دَ هغۀ چُوغے له لاس وروړى، اَؤ چا چه هغۀ له لاس وروړو نو هغوئ ټول روغ شول.
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 7 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16