bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 9
Mark 9
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 10 →
1
عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دلته ځنے داسے خلق هم ولاړ دى چه هغوئ به تر هغے ونۀ مرى تر څو ئے چه په خپله خُدائے دَ بادشاهى قدرت سره راغلے ليدلے نۀ وى.“
2
شپږ ورځے پس عيسىٰ دَ ځان سره پطروس يعقُوب اَؤ يوحنا روان کړل اَؤ يو اُوچت غرۀ ته ئے جُدا وخيژول اَؤ دَ هغوئ په موجُودګئ کښے دَ هغۀ شکل بدل کړے شو.
3
دَ هغۀ جامے سپينے بريښيدُونکى شوے، داسے سپينے چه دَ مزکے په مخ يو دوبى ئے هم داسے سپينولے نۀ شى.
4
نو هغوئ بيا اِلياس اَؤ مُوسىٰ وليدل چه دَ عيسىٰ سره ئے خبرے کولے.
5
بيا پطروس ووئيل چه ”اُستاذه! دا څومره ښۀ ساعت دے چه مُونږ هم دلته کښے يُو! آيا مُونږ درے کوټګئ، يوه ستا دَ پاره، يوه دَ مُوسىٰ دَ پاره اَؤ يوه دَ اِلياس دَ پاره جوړے کړو؟“
6
بيا هغه په دے نۀ پوهيدو چه څۀ وائى ځکه چه هغوئ ټول ډير هيبت اختسى وُو.
7
بيا يوه وريځ راښکاره شوه اَؤ په دوئ ئے سورے وکړو اَؤ دَ هغے وريځے نه يو آواز راغے، ”دا زما زوئے، زما محبوب دے. دَ هغۀ واؤرئ!“
8
اَؤ اوس چه ناڅاپى هغوئ ګير چاپيره وکتل نو هلته ئے هيڅوک ونۀ ليدل خو يواځے عيسىٰ دَ هغوئ سره ولاړ وو.
9
اَؤ چه دَ غرۀ نه راکوزيدل نو عيسىٰ هغوئ ته په ټينګه ووئيل چه ”هر څۀ چه مو ليدلى دى دا به هيچا ته نۀ وايئ تر څو چه اِبن آدم دَ مړو نه بيا پاڅيدلے نۀ وى.“
10
هغوئ دا خبره وساتله اَؤ په خپلو کښے ئے بحث کولو چه دَ مړو نه دَ بيا پاڅيدلو څۀ مطلب کيدے شى.
11
اَؤ هغوئ په هغۀ باندے يو سوال وکړو، ”زمُونږ دَ شرعے عالمان دا ولے وائى چه اِلياس به خامخا وړُومبے راشى؟“
12
هغۀ جواب ورکړو ”هو! اِلياس به وړُومبے راځى چه هر شے سم کړى خو په صحيفو کښے ليکلى دى چه په اِبن آدم به ډيرے سختے تيرے شى اَؤ په سپک نظر به ورته وکتے شى.
13
خو زَۀ تاسو ته وايم چه اِلياس خو راغلے هم دے اَؤ هر څۀ چه ئے خوښ وُو هغه ئے ورسره کړى هم دى لکه چه دَ هغۀ په حقله صحيفو وئيلى دى.“
14
اَؤ چه هغوئ مُريدانو ته په بيرته راغلل نو ګڼ خلق ئے ورسره وليدل چه په کښے دَ شرعے عالمان هم وُو اَؤ بحث ئے ورسره کولو.
15
هر کله چه هغوئ عيسىٰ وليدلو نو ټول خلق هيبت واخستل اَؤ په دَؤ هغۀ له ستړى مشى له ورغلل.
16
هغۀ تپوس ترے وکړو چه ”دا څۀ بحث روان دے؟“
17
په ګڼه کښے يو سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه! ما خپل زوئے تا له راوستے دے. هغه پيريانو نيولے دے اَؤ خبرے نۀ شى کولے.
18
کله چه پرے چپه راشى نو په مزکه ئے راوولى اَؤ په خُلۀ ئے ځګونه راشى، غاښونه چيچى، اَؤ پلے ئے راکښلے شى. ما ستا مُريدانو ته ووئيل چه دا تِر وباسئ خو هغوئ پاتے راغلل.“
19
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اَئے بے عقيدے پيړئ! زَۀ به تر څو تاسو سره يم اَؤ زَۀ به تر څو تاسو زغمم؟ دَئے ما له راولئ.“
20
نو هغوئ هغه هلک هغۀ ته راوستو. اَؤ څۀ وخت چه پيرى هغه وليدو نو دَ هغۀ وجُود ئے تاؤ راتاؤ کړو اَؤ هغه په مزکه پريوتو ورغړيدو اَؤ په خُلۀ ئے ځګونه راغلل.
21
عيسىٰ دَ هغۀ دَ پلار نه تپوس وکړو چه ”څومره مُوده کيږى چه دَئے په دے حال دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چه ”دَ وړُوکوالى راسے.
22
اَؤ څو ځله ئے دَ هلاکولو دَ پاره اور اؤ اوبو ته هم غورزولے دے، اَؤ که تۀ څۀ کولے شے نو په مُونږ رحم وکړه اَؤ مدد راسره وکړه.“
23
عيسىٰ ورته ووئيل چه ”که تۀ څۀ کولے شے! دَ چا چه عقيده مظبُوطه وى دَ هغۀ دَ پاره هر څۀ مُمکن دى.“
24
دَ هلک پلار چغے کړے چه ”زَۀ عقيده لرم، زما مدد وکړه ځکه چه زَۀ دَ عقيدے کمزورے يم.“
25
چه عيسىٰ وليدل چه ګڼ خلق رانزدے کيږى نو هغۀ هغه پيرى ته بدرد ووئيل. هغۀ ووئيل ”اَئے ړُوند کُوڼ پيريه! زَۀ درته حُکم کوم، دَ دۀ نه راوزه اَؤ بيا کله هم مه ورننوزه!“
26
هغۀ په زوره چغے کړے اَؤ ډير ئے تاؤ راتاؤ کړو اَؤ بيا پيرے ترے ووتو اَؤ هلک لکه دَ مړى په شان پريوتو، بلکه ډيرو وئيل چه ”دے مړ دے.“
27
خو عيسىٰ هغه دَ لاسه ونيوو اَؤ په پښو ئے ودرولو اَؤ هغه وُدريدو.
28
بيا عيسىٰ دَ ننه لاړو اَؤ دَ هغۀ مُريدانو ترے ځان له تپوس وکړو چه ”دا مُونږ ولے نۀ شو ويستے؟“
29
هغۀ ورته ووئيل، ”دا قِسم په بله هيڅ ذريعه نۀ راوزى بے له دُعا نه.“
30
بيا هغوئ دَ هغے علاقے نه لاړل اَؤ دَ ګليل په لار ئے سفر وکړو. عيسىٰ دا غوښتل چه هيڅوک پرے خبر نۀ شى،
31
ځکه چه هغه مُريدانو ته تعليم ورکا وو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اِبن آدم به اوس بنى آدمو ته سپارلے کيږى اَؤ هغوئ به ئے وژنى، خو دَ وژلو نه درے ورځے پس به هغه بيا پورته کيږى.“
32
خو هغوئ دَ هغۀ په خبره نۀ پوهيدل اَؤ دَ ويرے ئے ترے تپوس هم نۀ شو کولے.
33
هغوئ بيا کفرنحُوم ته راغلل اَؤ عيسىٰ په کور کښے دَ ننه وو چه دَ هغوئ نه ئے تپوس وکړو چه ”تاسو په لاره څۀ بحث کاوو؟“
34
هغوئ غلى وُو ځکه چه په لارے هغوئ دا بحث کړے وو چه په ټولو کښے لوئے څوک دے؟
35
هغه کښيناستو اَؤ هغه دولس مُريدان ئے راوغوښتل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”که څوک دا غواړى چه دَ ټولو مير شى نو هغه دِ ځان دَ ټولو نه وروستو کړى اَؤ دَ ټولو خدمتګار دِ شى.“
36
بيا هغۀ يو ماشُوم راواخستو اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے ودرولو اَؤ خپل لاس ئے ترے تاؤ کړو اَؤ ورته ئے ووئيل،
37
”که په داسے ماشُومانو کښے يو هم زما په نُوم څوک قبُول کړى نو هغه ما قبلوى اَؤ هر څوک چه ما قبلوى هغه ما نه، بلکه هغه قبلوى چا چه زَۀ راليږلے يم.“
38
يوحنا عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه! مُونږ يو سړے وليدو چه ستا په نُوم پيريان وباسى، خو هر کله چه هغه زمُونږ نه نۀ وو نو مُونږ دَ هغۀ دَ منع کولو کوشش وکړو.“
39
عيسىٰ ورته ووئيل چه ”هغه مه منع کوئ ځکه چه داسے هيڅوک نِشته چه زما په نُوم مُعجزے ښکاره کوى اَؤ بيا به زر په ما پسے بد وائى.
40
خو څوک چه زمُونږ خلاف نۀ دے هغه زمُونږ ملګرے دے.
41
زَۀ تاسو ته دا وايم چه که څوک هم تاسو ته په دے نيت يو کنډول اوبۀ درکړى چه تاسو دَ مسيح مُريدان يئ نو هغه سړے به يقيناً بے اَجره پاتے نۀ شى.
42
اَؤ هر هغه څوک چه له دے وړو نه چه په ما عقيده لرى په لاره کښے خنډُونه پيدا کوى نو دَ هغۀ دَ پاره به دا ښۀ وى چه دَ ژرندے پل دَ هغۀ په غاړه وتړلے شى اَؤ په درياب کښے وغورزولے شى.
43
که ستا لاس تاله تيندک درکوى نو پرے ئے کړه ځکه چه تا له دا غوره ده چه په ژوندانۀ کښے دَ يو بونډى لاس سره داخل شے په ځائے دَ دے چه دواړه لاسه لرے اَؤ دوزخ دِ ځائے شى چه نۀ مړ کيدونکے اور لرى.
44
***
45
اَؤ که ستا پښه تا له تيندک درکړى نو پرے ئے کړه ځکه چه دا تا له ښه ده چه په ژوندُون کښے په يوه پښه ګوډ داخل شے په ځائے دَ دے چه دواړه پښے دِ روغے وى اَؤ دوزخ دِ ځائے شى.
46
***
47
اَؤ که ستا سترګه تا له تيندک در کړى نو وئے باسه. دا ستا دَ پاره غوره ده چه دَ خُدائے په بادشاهئ کښے په يوه سترګه داخل شے، نه دا چه دواړه سترګے لرے اَؤ دوزخ دِ ځائے شى،
48
چرته چه رغړيدُونکى چينجى چرے نۀ مرى اَؤ اور ئے تل تر تله لمبے وهى.
49
هر څوک به دَ اور سره مالګين کيږى.
50
مالګه يو ښۀ څيز دے خو که مالګه بے خونده شى نو په څۀ څيز به بيا خوند پيدا کړى؟ په خپلو کښے مالګه وساتئ اَؤ دَ يو بل سره په صُلح اوسئ.“
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 10 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16