bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 11
Mark 11
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 12 →
1
هغوئ چه بيتُ المُقدس ته رانزدے شول اَؤ چه بيتِ فګے اَؤ بيتِ عنياه ته دَ ښونانو غرۀ ته ورسيدل نو عيسىٰ خپل دوه مُريدان دَ دے هداياتو سره وليږل،
2
”دے مخامخ کلى ته ورشئ. سمدستى چه ورننوزئ نو تاسو به يو کُوچے تړلے ومُومئ چه تر اوسه پرے څوک سوارۀ شوى نۀ دى. هغه پرانزئ اَؤ دلته ئے راولئ.
3
که څوک درنه تپوس وکړى چه دا څۀ کوئ؟ نو ورته ووايئ چه زمُونږ دَ مالِک په کار دے اَؤ هغه به ئے سمدستى دلته بيرته راواستوى.“
4
هغوئ لاړل اَؤ دَ دروازے نه بهر ئے په کُوڅه کښے هغه کُوچے تړلے ومُوندلو. هغوئ هغه پرانستو،
5
اَؤ په ولاړو خلقو کښے ځنو ورته ووئيل چه ”دا څۀ کوئ چه دا کُوچے پرانزئ؟“
6
نو دوئ هغه جواب ورکړو چه عيسىٰ ورته وئيلى وُو، نو بيا ئے پريښودل چه بوئے ځى.
7
نو هغوئ عيسىٰ له کُوچے راوستو اَؤ خپلے جامے ئے پرے واچولے اَؤ هغه پرے سور شو.
8
اَؤ خلقو ورته په لارو کښے خپلے جامے وغوړولے اَؤ نورو دَ پټو نه څانګے پريکړلے اَؤ ورته ئے خورے کړلے.
9
اَؤ څومره خلق چه مخکښے تلل اَؤ هغه چه وروستو راتلل، هغوئ چغے ايستے، ”ثنا په هغه چا چه دَ رب په نُوم راځى!
10
زمُونږ دَ پلار داؤد راتلُونکے بادشاهى دِ مُبارک شى! په آسمان کښے هم ثنا!“
11
هغه بيتُ المُقدس ته راغے اَؤ دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ ګير چا پير ئے وکتل، خو هر کله چه ماښام شو نو هغه دَ دولسو مُريدانو سره بيتِ عنياه ته لاړو.
12
په بله ورځ چه هغوئ دَ بيتِ عنياه نه ووتل نو هغه وږے شو.
13
اَؤ دَ لرے نه ئے چه دَ اينځر يوه شنه ونه وليده نو هغه ورغے چه وګورى که هغه په کښے څۀ ومُومى. خو هر کله چه هغه هلته ورغے نو بے له پاڼو ئے په کښے هيڅ ونۀ موندل ځکه چه دا دَ اينځر موسم نۀ وو.
14
هغۀ ونے ته ووئيل چه ”بيا به هيڅوک هم هيڅ کله ستا نه ميوه ونۀ خورى.“ اَؤ دَ هغۀ مُريدانو دا آؤريدل.
15
بيا هغوئ بيتُ المُقدس ته راغلل. عيسىٰ دَ خُدائے کور ته لاړو اَؤ چا چه دَ خُدائے په کور کښے سوداګرى کوله دَ هغوئ په ويستو ئے ګوتے پورے کړے، هغۀ دَ صرافانو تختے نسکورے کړے اَؤ دَ کونترو خرڅوُونکو دُونکاچے ئے هم واړَولے.
16
اَؤ دَ خُدائے دَ کور په غولى کښے ئے دَ څيزُونو وړل راوړل نۀ پريښودل.
17
نو بيا ئے هغوئ ته تعليم ورکول شروع کړو اَؤ وئے وئيل، ”آيا صحيفے دا نۀ وائى چه، ”زما کور به دَ ټولو قومُونو دَ پاره دَ دُعا کور بللے شى؟“ خو تاسو ترے دَ ډاکوانو غار جوړ کړے دے.“
18
مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو چه دا واؤريدل نو کوشش ئے کاوو چه هغه په څۀ چل هلاک کړى خو هغوئ ويريدل ځکه چه ټول خلق دَ هغۀ تعليم په تعجب آخستى وُو.
19
اَؤ چه ماښام شو نو عيسىٰ دَ ښار نه بهر ووتو.
20
بله ورځ سحر وختى چه هغوئ په لاره تيريدل نو هغوئ وليدل چه هغه دَ اينځر ونه له بيخ نه وچه شوے ده.
21
اَؤ پطروس هغه خبره راياده کړه څۀ چه تيره شوے وه اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل، ”اُستاذه! ګوره دَ اينځر کُومے ونے ته چه تا لعنت کړے وو هغه وچه شوے ده.“
22
عيسىٰ ورته جواب ورکړو چه ”په خُدائے ايمان لرئ.
23
زَۀ تاسو ته دا وايم چه که څوک دے غر ته ووائى چه دَ خپله ځايه پورته شه اَؤ په درياب کښے وغورزيږه، اَؤ په زړۀ کښے ئے شک نۀ وى اَؤ ايمان لرى، نو هر څۀ چه وائى هغه به دَ هغۀ دَ پاره وشى.
24
ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ هر څۀ دَ پاره چه تاسو دُعا يا سوال کوئ نو په دے يقين ولرئ چه دا تاسو حاصل کړو، نو ستاسو به شى.
25
اَؤ هر کله چه تاسو دُعا ته ودريږئ نو که ستاسو په زړۀ کښے دَ چا خلاف خبرے وى، نو هغه معاف کړئ، دَ دے دَ پاره چه ستاسو آسمانى پلار ستاسو قصُورونه هم معاف کړى.
26
خو که چرے تاسو نور خلق نۀ معاف کوئ نو ستاسو آسمانى پلار به هم ستاسو کړى ګُناهُونه معاف نۀ کړى.“
27
هغوئ يو ځل بيا بيتُ المُقدس ته راغلل اَؤ کله چه دَ خُدائے په کور کښے ګرزيدو نو مشران کاهنان، دَ شرعے عالمان اَؤ اولسى مشران ورته راغلل،
28
اَؤ وئے وئيل، ”دا چه تۀ څۀ کوے، دا په کُوم اِختيار کوے؟ چا تا له دا اِختيار درکړو چه تۀ داسے وکړه؟“
29
عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”زَۀ هم له ستاسو نه يو تپوس کوم اَؤ که تاسو ئے ما له جواب راکړئ نو زَۀ به هم تاسو ته دا وښايم چه په کُوم اِختيار زَۀ دا کارُونه کوم.
30
دَ يحيىٰ دَ بپتسمه ورکولو اِختيار دَ خُدائے دَ طرفه وو که دَ بنى آدمو نه؟ جواب راکړئ!“
31
په دے سوال هغوئ په خپلو کښے په بحث شول چه ”مُونږ څۀ ووايُو؟ که مُونږ دا وايُو چه له خُدايه، نو هغه به ووائى، نو تاسو بيا ولے په هغۀ يقين ونۀ کړو؟
32
اَؤ که دا وايُو چه له اِنسان نه،“ نو بيا دوئ دَ خلقو نه ويريدل ځکه چه دَ ټولو خلقو دا يقين وو چه يحيىٰ نبى وو.
33
نو دوئ جواب ورکړلو چه ”مُونږ هيڅ خبر نۀ يُو.“ اَؤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”بيا به زَۀ هم تاسو ته دا ونۀ وايم چه په کُوم اِختيار زَۀ دا کارُونه کوم.“
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16