bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Mark 7
Mark 7
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 8 →
1
فريسيان اَؤ ځنے دَ شرعے عالمان دَ بيتُ المُقدس نه عيسىٰ له راغلل اَؤ جرګه ئے وکړله.
2
نو هغوئ وليدل چه دَ هغۀ مُريدان په سخا ناوينځلو لاسُونو ډوډئ خورى.
3
ځکه چه فريسيان اَؤ ټول يهوديان دَ خپلو رواياتو په مُطابق هيڅ کله هم په ناوينځلو لاسُونو ډوډئ نۀ خورى، تر څو چه ئے تر څنګلو پورے لاسُونه وينځلى نۀ وى.
4
کله چه هغوئ بازار نه راشى اَؤ لامبلى ئے نۀ وى هيڅ نۀ خورى، اَؤ ډيرے نورے خبرے داسے دى چه هغوئ دَ روياتو پابندى کوى، لکه دَ رکابو اَؤ دَ تانبے دَ لوښو وينځل.
5
ځکه دوئ فريسيانو اَؤ دَ شرعے عالمانو دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه ”ستا مُريدان دَ مشرانو دَ رواياتو پابندى ولے نۀ کوى چه په ناوينځلو لاسُونو ډوډئ خورى؟“
6
هغۀ جواب ورکړو چه ”ستاسو په شان دَ مُنافقانو په حقله يشعياه نبى په رښتيا دا پيشن ګوئى کړے وه : ”دا خلق تش په خُلۀ زما عزت کوى خو زړُونه ئے رانه ډير لرے دى.
7
خو دوئ بے فائدے زما عبادت کوى ځکه چه دوئ دَ اِنسانى حُکمُونو تعليم ورکوى.“
8
تاسو دَ خُدائے حُکم خو شاته غورزوئ اَؤ دَ بنى آدمو دَ رواياتو پابندى کوئ.“
9
عيسىٰ هغوئ ته دا هم ووئيل چه ”تاسو به دَ خُدائے حُکم څرنګ شا ته وغورزوئ، تش دَ دے دَ پاره چه دَ رواياتو پابندى وکړئ.
10
ځکه چه مُوسىٰ ووئيل، ”دَ خپل پلار اَؤ مور عزت کوئ“ اَؤ ”کُوم سړے چه خپل پلار اَؤ مور ته بد رد وائى هغه دِ ضرور قتل کړے شى.“
11
خو تاسو دا وايئ چه که چرے يو سړے خپل مور يا پلار ته دا ووائى چه زما هر هغه څيز چه ستا پکاريدے شى ما قُربان کړو، مطلب دا چه ما دَ خُدائے په نامه ورکړو،
12
نو هغه دَ مور اَؤ پلار دَ حق نه بيخى بے غمه شو.
13
نو دغه شان تاسو دَ خپلو رواياتو په وجه دَ خُدائے حُکمُونه منسُوخ کوئ اَؤ دغه شان نور هم ډير کارُونه تاسو په دے شان کوئ.“
14
په بله موقع هغۀ خلق راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تاسو ټول زما خبره واؤرئ اَؤ ځان پرے پوهه کړئ.
15
داسے هيڅ څيز نِشته چه اِنسان ئے تير کړى اَؤ هغه پرے پليت شى خو هر هغه څيز چه دَ اِنسان نه وزى هغه اِنسان پليتوى.
16
که تاسو دَ آؤريدو قابل غوږُونه لرئ نو واؤرئ.“
17
هر کله چه عيسىٰ دَ دے خلقو نه بيل شو اَؤ کورته لاړو نو دَ هغۀ مُريدانو دَ مِثالُونو په حقله دَ هغۀ نه تپوس وکړو.
18
هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو هم دَ نورو غوندے ناپوهه يئ؟ تاسو دا نۀ وينئ چه دَ بهر نه چه هر څۀ په اِنسان کښے ننوزى په دے هغه نۀ پليتيږى.
19
ځکه چه دا دَ هغۀ په زړۀ کښے نۀ ننوزى بلکه دَ هغۀ خيټے ته ځى اَؤ دَ حاجت په لارے بهر وزى.“ ځکه هغۀ ټولو خوراکُونو ته پاک ووئيل.
20
هغۀ وړاندے ووئيل، ”څۀ چه دَ اِنسان نه روازى هم هغه سړے پليتوى.
21
ځکه چه دَ اِنسان دَ زړۀ نه بد خيالُونه راوزى، حرام کارئ،
22
غلاګانے، خُونُونه، زِناکارى، حرص، بدئ، ټګئ، بے شرمى، بد نظر، کُفر، مغرُورتيا اَؤ بے وقُوفى.
23
دا ټول بد کارُونه دَ ننه نه راوُزى اَؤ دا سړے پليتوى.“
24
بيا عيسىٰ دَ هغه ځايه رُخصت شو اَؤ دَ صور سرحد ته راغے. هلته هغه يو کور ته ورغے، هغۀ دا غوښتل چه څوک ترے خبر نۀ شى، خو دا کله کيدئے شو؟
25
سمدستى يوه ښځه چه وړه لُور ئے پيريانو نيولے وه ترے خبره شوه. هغه دَ ننه راغله اَؤ دَ دَۀ په پښو پريوته.
26
هغه دَ يُونانى نسل اَؤ دَ شام دَ فينکى نه وه. هغے هغۀ ته عرض وکړو چه ”زما دَ لُور نه پيرى لرے کړه.“
27
هغۀ هغے ښځے ته ووئيل چه ”اول بچى په خيټه مړول پکار دى، دا مناسب نۀ دى چه دَ بچو نه دِ ډوډئ وتروړلے شى اَؤ سپو ته دِ وغورزولے شى.“
28
هغے ورته ووئيل، ”مالِکه! خو سپى هم دَ بچو دَ ميز دَ لاندے ټُکړے خورى.“
29
هغۀ هغے ته ووئيل، ”تا چه دا ووئيل نو خاطر جمع کور ته لاړه شه، پيريان ستا دَ لُور نه وتلى دى.“
30
اَؤ هر کله چه هغه کور ته راغله نو لُور ئے په کټ کښے پرته وليده اَؤ پيريان ترے تلى وُو.
31
دَ صور دَ علاقے نه په واپسئ عيسىٰ دَ صيدا په لارے دَ دِکپولس په حدُونو تير شو اَؤ دَ ګليل دَ درياب علاقے ته ورسيدلو.
32
نو خلقو هغۀ له يو کُوڼ سړے راوستو چه هم چاړا وو اَؤ سوال ئے ورته وکړو چه په هغۀ خپل لاس کيږدى.
33
هغۀ هغه سړے دَ خلقو نه يو خوا ته بوتلو، خپلے ګوتے ئے دَ هغۀ په غوږُونو کښے کيښوے، لاړے ئے ورتُو کړے اَؤ ژبه ئے ورله مسحه کړه.
34
بيا ئے آسمان ته وکتل اَؤ آسويلے ئے وکړو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل، ”اِفتح،“ يعنے پرانستے شه.
35
دَ دے سره دَ هغۀ غوږُونه خلاص شول اَؤ سمدستى ئے ژبه ګويا شوه.
36
عيسىٰ هغوئ منع کړل، وئيل ئے چه چا ته حال مه وايئ. خو هر څومره چه هغۀ منع کول، دومره به هغوئ خبره خوروله.
37
دَ هغوئ دَ تعجب څۀ حد نۀ وو. هغوئ ووئيل چه ”دَۀ خو هر څۀ سم کړى دى، څۀ چه هغه کوى ډير ئے ښۀ کوى، تر دے چه هغه کُوڼ له غوږُونه اَؤ چاړا ګانو ته ژبے ورکوى.“
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16