bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 1
John 1
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 2 →
1
په ازل کښے کلام وو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وو اَؤ کلام خُدائے وو،
2
دغه په ازل کښے دَ خُدائے څخه وو.
3
اَؤ دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه په وجُود کښے راغلل. څۀ چه په وجُود کښے راغلل، يو څيز هم بغير دَ هغۀ نه په وجُود کښے رانۀ غے.
4
په هغۀ کښے ژوندون وو اَؤ هم دغه ژوندُون دَ بنى آدمو نُور وو.
5
اَؤ نُور په تيارۀ کښے ځليږى اَؤ تيارۀ پرے هيڅ کله هم غالبه نۀ شوه.
6
يحيىٰ نومے يو سړے دَ خُدائے له طرفه راغے.
7
هغه دَ نور دَ شهادت دَ پاره راغے چه ټول خلق دَ هغۀ په وسيله ايمان راؤړى.
8
هغه په خپله خو نُور نۀ وو ليکن دَ نُور دَ شهادت دَ پاره راغے.
9
اَؤ حقيقى نُور چه هر يو بنى آدم روښانه کوى هغه لا دُنيا ته راتلونکے وو.
10
هغه په دُنيا کښے وو اَؤ دُنيا دَ هغۀ په وسيله په وجُود کښے راغله خو دُنيا هغه ونۀ پيژندلو.
11
هغه خپل ځائے ته راغے خو دَ هغۀ خپلوانو هغه قبُول نۀ کړو.
12
خو کومو خلقو چه قبُول کړو هغوئ ته ئے دا حق ورکړو چه دَ خُدائے اَؤلاد شى يعنى هغوئ چه دَ هغۀ په نامه ايمان راؤړى،
13
چه نۀ له وينے نه اَؤ نۀ له جسمانى شوق اَؤ نۀ دَ اِنسانى پلار په اِرادے بلکه له خُدائے نه پيدا شو.
14
نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده، داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى.
15
يحيىٰ دَ هغۀ په حق کښے شاهدى وکړله. هغۀ په چغو ووئيل چه ”دا هغه سړے دے چه ما ئے ذکر کړے وو يعنے دا چه هغه څوک چه له ما نه وروستو راځى هغه له ما نه وړُومبے شو، زَۀ چه پيدا کيدم نو هغه وو.“
16
ځکه چه مُونږ ټولو دَ هغۀ دَ کُلهمى معمُورتيا نه په فضل باندے فضل ومُوندلو.
17
ځکه چه شريعت دَ مُوسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل اَؤ حقيقت دَ عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل.
18
خُدائے چرے هيچا نۀ دے ليدلے بے له خُدائے دَ يو زوئے نه، هغه څوک چه دَ پلار په غيږ کښے دے اَؤ هم پلار هغۀ ښکاره کړے دے.
19
دَ يحيىٰ ګواهى دا وه، کله چه يهوديانو له بيتُ المُقدس نه کاهنان اَؤ ليويان دَ دے تپوس دَ پاره وروليږل چه دا معلُومه کړى چه تۀ څوک يئے؟
20
هغۀ اِقرار وکړو اَؤ اِنکار ئے ونۀ کړو، خو اِقرار ئے وکړو چه ”زَۀ مسيح نۀ يم.“
21
هغوئ ترے تپوس وکړو چه ”بیا نو تهٔ څه یۓ؟ تهٔ الیاس یۓ څهٔ؟“ هغه جواب ورکړو چه ”نه، زهٔ هغهٔ هُم نه یم.“ ”تۀ هغه نبى يئے څۀ چه مُونږ ئے په اِنتظار کښے يُو؟“ هغۀ ځواب ورکړو چه ”نه.“
22
هغوئ بيا تپوس وکړو چه ”بيا نو تۀ يئے څوک؟ ځکه چه مُونږ چا را استولى يُو هغوئ له جواب ورکړُو. تۀ دَ خپل ځان په حقله څۀ وايئے؟“
23
هغۀ ورته جواب ورکړو چه ”زَۀ په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز يم چه : ”دَ مالِک لار نيغه کړئ،“ لکه چه يشعياه نبى وئيلى وُو.“
24
ځنے فريسيان چه په جرګه کښے راغلى وُو
25
دَ هغۀ نه ئے تپوس وکړو، ”که چرے نۀ تۀ مسيح ئے، نۀ تۀ اِلياس يئے، نۀ هغه نبى يئے، نو تۀ بيا ولے بپتسمه ورکوے؟“
26
يحيىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ په اوبو بپتسمه ورکوم خو ستاسو په مينځ کښے يو کس ولاړ دے چه تاسو هغه نۀ پيژنئ،
27
چه زما نه وروستو به راځى اَؤ زَۀ دَ دے لائق هم نۀ يم چه دَ هغۀ پيزار قدر پرانزم.“
28
دا خبرے په بيت عنياه کښے وشوے چه دَ اُردن بلے غاړے ته دے، چرته چه يحيىٰ بپتسمه ورکوله.
29
بله ورځ يحيىٰ وليدل چه عيسىٰ هغه طرف ته راځى. هغۀ ووئيل چه ”وګورئ! دَ خُدائے ګډورے چه دَ دُنيا ګُناه په ځان وړى!
30
دا هم هغه دے دَ چا په حقله چه ما وئيلى وُو چه زما نه به وروستو يو کس راځى چه له ما نه وړُومبے شو ځکه چه له ما نه اول وو.
31
ما هغه نۀ پيژندو چه هغه څوک دے، خو مخض دا سبب چه زَۀ ولے راغلم اَؤ په اوبو بپتسمه ورکوم دَ دے دَ پاره چه هغه بنى اِسرائيلو ته څرګند کړے شى.“
32
يحيىٰ دا ګواهى هم وکړله چه ”ما رُوحُ القُدس دَ آسمان له مخے لکه دَ يوے کونترے په شان په راکُوزيدو وليدلو چه په هغۀ نازل شو.
33
ما دے نۀ پيژندو، خو هغه چا چه زَۀ ئے په اوبو دَ بپتسمے ورکولو دَ پاره راليږلے يم هغۀ ما ته ووئيل، هر کله چه تۀ رُوحُ القُدس په چا په راکُوزيدو ووينے اَؤ په چا رانازل شى نو تۀ به پوهه شے چه هم دا هغه سړے دے چه په رُوحُ القُدس به بپتسمه ورکوى.
34
ما دا په خپله وليدل اَؤ زَۀ په دے ګواهى کوم چه دا دَ خُدائے زوئے دے.“
35
په بله ورځ يحيىٰ دَ خپلو مُريدانو سره ولاړ وو
36
چه عيسىٰ ئے په خوا تير شو. يحيىٰ هغۀ پلو کتل اَؤ وے وئيل چه ”دا دَ خُدائے ګډُورے دے.“
37
دوؤ مُريدانو دَ هغۀ دا خبره واؤريده اَؤ په عيسىٰ پسے روان شول.
38
کله چه هغۀ بيرته مخ راواړوو اَؤ وئے کتل چه دوئ هغۀ پسے روان دى نو هغۀ ترے تپوس وکړو چه ”تاسو په څۀ پسے ګرزى؟“ هغوئ ووئيل، ”اُستاذه! تۀ کُوم ځائے پاتے کيږے؟“
39
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”راځئ اَؤ وګورئ،“ اَؤ هغوئ دَ هغۀ سره لاړل اَؤ هغه ځائے وليدو چرته چه هغه پاتے کيدو اَؤ هغه ورځ ئے دَ هغۀ سره تيره کړله اَؤ دَ څلورو بجو دَ مازيګر وخت وو.
40
دَ يحيىٰ دَ وينا نه پس چه په عيسىٰ پسے تلى وُو په دغه دوؤ کښے يو اندرياس دَ شمعُون ورور وو.
41
وړُومبے کار چه هغۀ وکړو هغه دا وو چه خپل ورور شمعُون ئے ومُوندلو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل، ”مُونږ مسيح مُوندلے دے.“
42
هغۀ شمعُون عيسىٰ له راوستو. هغۀ ورته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”تۀ دَ يوحنا زوئے شمعُون يئے، تا ته به کيفا وئيلے کيږى، يعنے پطروس چه معنىٰ ئے ګټه ده.“
43
بله ورځ عيسىٰ ګليل ته دَ تلو نيت وکړو. په لارے ورته فيليپوس مخے له ورغے. عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه ”ما پسے راځه.“
44
فيليپوس دَ اندرياس اَؤ پطروس په شان دَ بيت صيدا اوسيدُونکے وو.
45
فيليپوس نتانىايل ته ورغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ چا ذکر چه دَ مُوسىٰ په شريعت کښے اَؤ نبيانو کړے دے هغه مُونږ وليدو، دا عيسىٰ ناصرى دَ يُوسف زوئے دے.“
46
نتانىايل په حيرانتيا ووئيل چه ”دَ ناصرت! آيا ناصرت کښے هم ښۀ څيز پيدا کيدے شى څۀ؟“ فيليپوس ورته ووئيل، ”راخو شه اَؤ وئے ګوره.“
47
کله چه عيسىٰ نتانىايل په راتلو وليدلو نو وئے وئيل، ”دا يو رښتينے اِسرائيلى دے، په دَۀ کښے هيڅ ټګى نِشته.“
48
نتانىايل ترے تپوس وکړو، ”دا زَۀ دِ څنګه وپيژندلم؟“ عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”ما تۀ دَ انځر دَ ونے لاندے هغه وخت ليدلے وے چه لا فيليپوس تۀ نۀ وے بللے.“
49
نتانىايل ووئيل، ”اُستاذه! تۀ دَ خُدائے زوئے يئے اَؤ تۀ دَ اِسرائيلو بادشاه يئے.“
50
عيسىٰ جواب ورکړو، ”آيا ستا دَ ايمان دَ راؤړو دغه وجه ده چه ما دَ اِنځير دَ ونے لاندے وليدے؟ تۀ به دَ دے نه هم لوئے لوئے څيزُونه ووينے.“
51
بيا هغۀ ووئيل، ”زَۀ تاسو ټولو ته رښتيا رښتيا وايم چه تاسو به آسمان پرانستے ووينئ اَؤ دَ خُدائے دَ فرښتو به په اِبن آدم ختل اَؤ بيا راکُوزيدل ووينئ.“
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 2 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21