bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 8
John 8
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 9 →
1
په هغوئ کښے هر يو خپل کور ته لاړو خو عيسىٰ دَ ښونانو غر ته وختلو.
2
اَؤ بله ورځ سحر وختى هغه بيا دَ خُدائے کور ته راغے اَؤ ټول خلق ورته راغونډ شول. هغه ناست وو اَؤ تعليم ئے ورته ور کاوو.
3
دَ شرعے عالمانو اَؤ فريسيانو يوه ښځه راوسته څوک چه په زِنا کښے نيولے شوے وه. هغه ئے په خپل مينځ کښے ودروله.
4
اَؤ هغوئ هغۀ ته ووئيل چه ”اُستاذه! دا ښځه په زِنا کولو ونيولے شوه.
5
مُوسىٰ په شريعت کښے وئيلے دى چه داسے ښځے دِ سنګسار کړے شى. ته په دے حقله څۀ وايے؟“
6
هغوئ دَ هغۀ دَ آزميښت دَ پاره دا سوال وکړو. دا ئے خيال وو چه په دے شان به دَ هغۀ بر خلاف اِلزام ثابت کړى. عيسىٰ ټيټ شو اَؤ په مزکه ئے په ګوته څۀ ليکل.
7
کله چه هغوئ بيا بيا خپل سوال تکرار کړو نو هغه نيغ ودريدو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”په تاسو کښے به هغه څوک په دے وړُومبے کاڼے ورولى چا چه هيڅ ګُناه نۀ وى کړے.“
8
پس له هغے هغه يو ځل بيا ټيټ شو اَؤ په مزکه ئے څۀ وليکل.
9
کله چه هغوئ دَ هغۀ خبره واؤريده نو يو يو بهر ووتلو، مشران ئے ترے وړاندے وُو اَؤ عيسىٰ ئے يواځے پريښودو اَؤ ښځه هم هغه شان هلته ولاړه وه.
10
عيسىٰ بيا نيغ ودريدو اَؤ هغه ښځے ته ئے ووئيل، ”هغوئ څۀ شول؟ تۀ هيچا هم مُجرمه نۀ کړے؟“
11
هغے جواب ورکړو، ”مالِکه! هيچا هم نه.“ عيسىٰ ووئيل، ”اَؤ نۀ دِ زَۀ مُجرمه کوم، تۀ تلے شے خو بيا ګُناه مه کوه.“
12
عيسىٰ يو ځل بيا خلقو ته مُخاطب شو اَؤ وئے وئيل، ”زَۀ دَ دُنيا نُور يم. څوک چه ما پسے راځى هغه به په تيارۀ کښے نۀ ګرزى بلکه په هغه نُور کښے چه ژوندُون روښانه کوى.“
13
فريسيانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دَ خپل ځان په حق کښے ګواهى کوے خو ستا ګواهى معتبره نۀ ده.“
14
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما ګواهى معتبره ده که زَۀ ئے دَ ځان په حق کښے ورکوم، ځکه چه هم زَۀ خبر يم چه زَۀ دَ کُومه راغلے يم اَؤ چرته به ځم، بلکه تاسو نۀ پوهيږئ چه دَ کُومه راغلے يم اَؤ چرته به ځم.
15
تاسو دَ دُنيا دَ دستُور په مُطابق فيصلے کوئ خو زَۀ دَ هيچا فيصلے نۀ کوم.
16
خو که فيصله کوم نو زما فيصله به صحيح وى ځکه چه دا فيصله زَۀ يواځے نۀ کوم بلکه زَۀ اَؤ زما پلار ئے کوُو چه زَۀ ئے را استولے يم.
17
ستاسو په خپل شريعت کښے ئے دا ليکلى دى چه دَ دوؤ کسو ګواهى معتبره ده.
18
خو دا زَۀ يم چه دَ خپل ځان په حق کښے ګواهى کوم اَؤ زما بل ګواه زما پلار دے چه زَۀ ئے را استولے يم.“
19
هغوئ تپوس وکړو، ”ستا پلار چرته دے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”نۀ خو تاسو ما پيژنئ اَؤ نۀ زما پلار. که تاسو زَۀ پيژندے نو زما پلار به مو هم پيژندو.“
20
دا خبره عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے دَ تعليم ورکولو په وخت په خزانے کښے وکړه خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چه دَ هغۀ وخت لا نۀ وو راغلے.
21
عيسىٰ هغوئ ته دا بيا ووئيل، ”زَۀ درنه ځم، تاسو به ما لټوئ خو تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ. اَؤ چرته چه زَۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“
22
يهوديانو بيا ووئيل، ”شايد چه دَے خپل ځان وژنى چه دا وائى، چرته چه زَۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“
23
نو عيسىٰ ووئيل، ”تاسو دَ دے مزکے خلق يئ اَؤ زَۀ دَ آسمان، تاسو دَ دے دُنيا استوګن يئ خو زَۀ دَ دے دُنيا نۀ يم.
24
ځکه چه ما تاسو ته ووئيل چه تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ. که چرے تاسو په دے باور نۀ کوئ چه زَۀ چه يم هغه يم، نو تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ.“
25
هغوئ دَ هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ يئے څوک؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”زَۀ هم هغه يم چه مے تاسو ته مخکښے وئيلى دى.
26
ستاسو په حقله ډيرے څۀ خبرے دَ وئيلو اَؤ دَ فيصله کولو لا شته دى خو هغه چا چه زَۀ ئے را استولے يم، رښتينے دے اَؤ څۀ چه ما دَ هغۀ نه آؤريدلى دى هغه زَۀ دُنيا ته وايم.“
27
هغوئ په دے پوهه نۀ شُو چه عيسىٰ دَ هغوئ سره دَ پلار په حقله خبرے کولے.
28
نو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”کله چه تاسو اِبن آدم پورته وخيژوئ نو پوهه به شئ چه زَۀ چه يم هغه يم. زَۀ په خپل اِختيار هيڅ نۀ کوم خو هر څۀ چه زَۀ وايم، دَ دے تعليم ما ته زما پلار راکړے دے.
29
چا چه زَۀ را راستولے يم هغه ما سره موجُود دے اَؤ هغۀ زَۀ يواځے نۀ يم پريښے ځکه چه زَۀ هميشه هغه څۀ کوم چه کُومه دَ هغۀ رضا ده.“
30
چه عيسىٰ دا خبرے وکړے نو ډيرو پرے ايمان راؤړو.
31
کُومو خلقو چه په عيسىٰ ايمان راؤړے وو، عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړوو اَؤ وئے وئيل، ”که چرے تاسو زما په کلام کښے قائم پاتے شئ نو په رښتيا تاسو زما مُريدان يئ.
32
اَؤ تاسو به په حقيقت پوهه شئ اَؤ حقيقت به تاسو آزاد کړى.“
33
هغوئ جواب ورکړو چه ”مُونږ دَ اِبراهيم اَؤلاد يُو، مُونږ چرے هم دَ چا غُلامان شوى نۀ يو. ستا دَ دے وينا نه مطلب څۀ دے چه تاسو به آزاد شئ؟“
34
عيسىٰ ورته دا ووئيل چه ”رښتيا زَۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چه ګُناه کوى هغه دَ ګُناه غُلام دے.
35
اَؤ په کور کښے غُلام مُدام پاتے کيږى نه، خو زوے په کور کښے مُدام پاتے کيږى.
36
که چرے زوئے تاسو آزادوى نو تاسو به په رښتيا آزاد يئ.
37
ما ته دا معلُومه ده چه تاسو دَ اِبراهيم اَؤلاد ئے خو تاسو دا اِراده کړے ده چه ما وژنئ ځکه چه زما کلام قبُول نۀ کړے شى.
38
هغه څۀ چه ما دَ خپل پلار په حضُور کښے ليدلے دى هغه زَۀ وايم اَؤ تاسو په هغه څۀ عمل کوئ څۀ چه تاسو دَ خپل پلارنه آؤريدلى دى.“
39
هغوئ ووئيل، ”اِبراهيم زمُونږ بابا دے.“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”که چرے تاسو دَ اِبراهيم اَؤلاد وئ نو تاسو به هغه څۀ کولے څۀ چه به اِبراهيم کول.
40
خو لکه چه څرګنده ده چه تاسو زما دَ مرګ پخه اِراده کړے ده، دَ هغه چا چه تاسو ته ئے حقيقت ووئيلو چه ما دَ خُدائے نه آؤريدلى دى، خو دا دَ اِبراهيم عمل نۀ دے.
41
تاسو خو دَ خپل پلار غوندے کار کوئ.“ هغوئ ووئيل، ”مُونږ حراميان نۀ يُو پيدا، يواځے خُدائے زمُونږ پلار دے.“
42
عيسىٰ ورته ووئيل چه ”که خُدائے ستاسو پلار وَئے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چه زَۀ دَ خُدائے نه راغلے يم اَؤ دلته يم. زَۀ په خپله مرضئ نۀ يم راغلے بلکه زَۀ هغۀ را استولے يم.
43
تاسو زما په خبرو پوهيږئ ولے نۀ؟ دا ځکه چه زما کلام تاسو آؤريدلے نۀ شئ.
44
ستاسو پلار اِبليس دے اَؤ تاسو دَ پلار په خوښه عمل کوئ. هغه دَ اوله سره قاتل وو اَؤ په حقيقت کښے پاتے نۀ شو اَؤ نۀ په کښے څۀ حقيقت شته. هر کله چه هغه څۀ دروغ وائى نو هغه دَ خپله ځانه وائى ځکه چه هغه دروغژن دے اَؤ پلار دَ دروغو دے.
45
خو زَۀ رښتيا وايم اَؤ ځکه تاسو په ما يقين نۀ کوئ.
46
په تاسو کښے کُوم يو سړے دے چه په ما ګُناه ثابتولے شى؟ که چرے څۀ چه زَۀ وايم هه رښتيا وى نو بيا تاسو په ما ايمان ولے نۀ راؤړئ؟
47
هغه څوک چه پلار ئے خُدائے دے، دَ خُدائے کلام آؤرى. تاسو خو دَ خُدائے اَؤلاد نۀ يئ ځکه ئے تاسو نۀ آؤرئ.“
48
يهوديانو جواب ورکړو چه ”آيا زمُونږ دا وينا رښتيا نۀ ده چه تۀ سامرى يئے اَؤ په تا پيريان ناست دى؟“
49
عيسىٰ ووئيل چه ”په ما پيريان نۀ دى ناست. زَۀ دَ خپل پلار عزت کوم خو تاسو ما بے عزته کوئ.
50
زَۀ خپله لوئى نۀ غواړم خو يو شته چه هغه ئے غواړى اَؤ هغه فيصله کوى.
51
زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم، که څوک زما په کلام عمل کوى هغه به هيڅ کله مړ نۀ شى.“
52
يهوديانو ووئيل چه ”اوس زمُونږ پُوره يقين دے چه تۀ پيرى نيولے يئے. اِبراهيم خو مړ دے اَؤ نبيان هم اَؤ بيا هم تۀ وايئے چه که څوک زما په کلام عمل وکړى هغه به هيڅ کله هم دَ مرګ خوند ونۀ څکى.
53
آيا تۀ زمُونږ دَ پلار اِبراهيم نه لوئے يئے څۀ چه مړ شوے دے؟ اَؤ نبيان هم مړۀ دى. نو بيا تۀ ځان څۀ ګڼے؟“
54
عيسىٰ جواب ورکړو، ”که چرے زَۀ خپل صفت وکړم نو زما صفت کول څۀ معنىٰ نۀ لرى، خو دا زما پلار دے چه زما صفت کوى، دَ هغۀ چه تاسو ورته خُدائے وايئ،
55
سره دَ دے چه تاسو هغه نۀ پيژنئ. خو زَۀ هغه پيژنم. که چرے ما دا ووئيل چه زَۀ هغه نۀ پيژنم نو زَۀ به هم ستاسو په شان دروغژن يم خو رښتيا دا دى چه زَۀ هغه پيژنم اَؤ دَ هغۀ په کلام عمل کوم.
56
ستاسو پلار اِبراهيم زما دَ ورځے په ليدو ډيره ښادى کوله. هغۀ دا وليده اَؤ خوشحاله شو.“
57
يهوديانو اِحتجاج وکړو چه ”تۀ خو لا دَ پنځوسو کالو هم نۀ يئے، نو اِبراهيم دِ څرنګ وليدو؟“
58
عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه اِبراهيم لا پيدا هم نۀ وو چه زَۀ يم.“
59
هغوئ په عيسىٰ پسے کاڼى راواخستل چه وئے ولى خو عيسىٰ ئے ونۀ ليدو اَؤ هغه دَ خُدائے دَ کور نه ووتو.
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 9 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21