bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 19
John 19
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 20 →
1
پيلاطوس بيا عيسىٰ بوتلو اَؤ په کروړو ئے ووهلو.
2
اَؤ سپاهيانو دَ ازغيو تاج جوړ کړو اَؤ هغۀ ته ئے په سر کړو اَؤ سره چُوغه ئے ورواغوسته.
3
بيا هغوئ هغۀ له راتلل، چغے به ئے وهلے، ”دَ يهوديانو بادشاه سلام!“ اَؤ په مخ به ئے څپيړه ورکوله.
4
يو ځل بيا پيلاطوس بهر راغے اَؤ يهوديانو ته ئے ووئيل چه ”زَۀ عيسىٰ تاسو ته بهر راولم چه تاسو خبر شئ چه دَ هغۀ خلاف ما هيڅ جُرم ونه مُوندلو.“
5
اَؤ عيسىٰ بهر راغے دَ ازغو تاج ئے په سر وو اَؤ سره چُوغه ئے آغوستے وه. پيلاطوس ووئيل، ”وګورئ دا سړے.“
6
مشرانو کاهنانو اَؤ دَ خُدائے دَ کور مُحافظانو هغه وليدو اَؤ چغے ئے کړے، ”دَئے په سولئ کړه! په سولئ ئے کړه!“ پيلاطوس ووئيل چه ”دَئے بوزئ اَؤ په خپله ئے په سولئ کړئ ځکه چه ما دَ دَۀ خلاف هيڅ جُرم ونۀ مُوندلو.“
7
يهوديانو جواب ورکړو چه ”مُونږ سره شريعت شته، اَؤ دَ شريعت په مُطابق دَ مرګ لائق دے ځکه چه دَۀ دا دعوىٰ کړے ده چه زَۀ دَ خُدائے زوئے يم.“
8
کله چه پيلاطوس دا واؤريدل نو هغه نور زيات ويرے واخستو.
9
هغه قلا ته بيرته لاړو اَؤ دَ عيسىٰ نه ئے تپوس وکړو چه ”تۀ دَ کُوم ځائے يئے؟“ خو عيسىٰ ورته هيڅ جواب ورنه کړو.
10
پيلاطوس ووئيل، ”آيا تۀ ما سره خبرے نۀ کوے څۀ؟ يقينًا چه تا ته دا معلُومه نۀ ده چه ما سره دا اِختيار شته چه تا آزاد کړم اَؤ دا اِختيار هم را سره شته چه تا په سولئ کړم؟“
11
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”ستا به په ما باندے هيڅ اِختيار نۀ وئے که چرے دا دَ خُدائے نه تا ته نۀ وئے درکړے شوے. ځکه چا چه زَۀ تا ته په حواله کړے يم، په دے کښے زيات مُجرم هغه دے.“
12
دَ هغه ساعت نه پيلاطوس ډير کوشش کاوو چه هغه آزاد کړى خو يهوديان په چغو سر وُو، ”که تا دا سړے آزاد کړو نو تۀ بيا دَ رُومى قيصر خير خواه نۀ يئے! کُوم سړے چه ځان بادشاه کوى هغه دَ رُومى قيصر مُخالفت کوى!“
13
کله چه پيلاطوس واؤريدل چه دوئ څۀ وائى نو هغۀ عيسىٰ بهر راوويستو اَؤ دَ عدالت په کُرسئ هغه ځائے کښيناستو چه دُونکاچه ورته وائى خو په عِبرانئ ژبه کښے ورته ګبتا وائى.
14
دا دَ فسح دَ تيارولو ورځ وه اَؤ قريبًا غرمه وه. پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”دا دے ستاسو بادشاه.“
15
هغوئ چغے کړے، ”قتل ئے کړه! قتل ئے کړه! په سولئ ئے کړه!“ پيلاطوس ورته ووئيل، ”ستاسو بادشاه په سولئ کړم څۀ؟“ مشرانو کاهنانو جواب ورکړو چه ”زمُونږ خو دَ قيصر نه بغير بل بادشاه نِشته.“
16
نو دَ دے نه پس ئے عيسىٰ هغوئ ته دَ سولئ کولو دَ پاره په حواله کړو. دَ عيسىٰ په سولئ کول متى ۲۷ : ۳۲ ـ ۴۴، مرقوس ۱۵ : ۲۱ ـ ۳۲، لُوقا ۲۳ : ۲۶ ـ ۴۳ نو هغوئ عيسىٰ ونيوو.
17
اَؤ هغۀ خپله سولئ په خپله پورته کړے وه، بهر راووتو اَؤ کپرئ نُومے ځائے ته راغلل چه په عبرانى ژبه کښے ورته ګولګتا وائى.
18
هلته هغوئ عيسىٰ په سولئ کړو اَؤ ورسره ئے دوه نور هم يو ښى لاس ته اَؤ بل ګس لاس ته، اَؤ عيسىٰ په مينځ کښے.
19
اَؤ پيلاطوس يوه کتبه وليکله اَؤ دَ سولئ سره ئے وتړله چه دا پرے ليک وُو. ”عيسىٰ ناصرى دَ يهوديانو بادشاه.“
20
ډيرو يهوديانو دا کتبه ولوستله ځکه چه دَ عيسىٰ دَ سولئ کولو ځائے دَ ښار نه لرے نۀ وو، اَؤ هغه کتبه په عبرانئ، لاطينئ اَؤ يُونانئ ژبه کښے وه.
21
بيا دَ يهوديانو مشر کاهن پيلاطوس ته ووئيل، ”تۀ دا مه ليکه چه دَ يهوديانو بادشاه، خو دا وليکه چه ئے وئيلى وُو چه زَۀ دَ يهوديانو بادشاه يم.“
22
پيلاطوس جواب ورکړو، ”هر څۀ چه ما ليکلى دى هغه مے ليکلى دى.“
23
کُومو سپاهيانو چه عيسىٰ په سولئ کړے وو هغوئ دَ هغۀ جامے واخستے اَؤ په څلور ځايه ئے وويشلے، دَ هر يو سپاهى دَ پاره يوه، اَؤ چُوغه ئے پريښوده. چُوغه ګنډلے شوے نۀ وه اَؤ ټوله يوه ټوټه اَؤدلے شوى وه.
24
نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مُونږ ته دا څيرے کول نۀ دى په کار، راځئ چه پرے هسک واچوو چه چا ته ملاويږى.“ دغه شان دَ صحيفے ليک دُرست ثابت شو، ”هغوئ زما جامے په خپلو کښے وويشلے اَؤ زما په چُوغه ئے هسک واچولو.“ دغه شان سپاهيانو وکړل.
25
خو دَ عيسىٰ دَ سولئ سره دَ هغۀ مور سره دَ خپلے خور، دَ کلوپاس ښځه مريم اَؤ مريم مګدلينى ولاړے وے.
26
عيسىٰ خپله مور دَ خپل خوږ مُريد سره په خوا کښے ولاړه وليده. عيسىٰ هغے ته ووئيل، ”مورے! دا ستا زوئے دے.“
27
اَؤ بيا مُريد ته ئے ووئيل، ”دغه ستا مور ده.“ دَ هغۀ نه پس هغه مُريد مريم کورته بوتله.
28
دَ دے نه پس عيسىٰ چه پوهه شو چه هر څۀ پُوره شوى دى چه دَ صحيفے ليک پُوره شى، نو وئے وئيل چه ”زَۀ تږے يم.“
29
هلته يو لوښے دَ سرکے نه ډک پروت وو. نو هغوئ يو اسپنج په سرکه کښے ډُوب کړو اَؤ دَ زوفا په نلکئ ئے کيښودو اَؤ دَ هغۀ شُونډو ته ئے ورورسولو.
30
کله چه سرکه ورته ورکړے شوه نو هغۀ ووئيل چه ”پُوره شو!“ سر ئے ټيټ کړو اَؤ مړ شو.
31
چُونکه دا دَ فسح دَ تيارئ کولو ورځ وه نو يهوديانو پيلاطوس ته خواست وکړو چه په سولئ شوو پښے دِ ماتے کړے شى اَؤ مړى دِ راکُوز کړى چه دَ سبت په ورځ مړى په سولئ پاتے نۀ شى ځکه چه دا دَ سبت ډيره لويه ورځ وه.
32
سپاهيان هغه اول مُجرم ته ورغلل اَؤ دَ هغۀ پښے ئے ماتے کړے اَؤ بيا دَ دويم هم چه عيسىٰ سره په سولئ شوى وُو.
33
خو کله چه هغوئ دَ عيسىٰ خوا ته راغلل نو هغه ئے وليدو چه مړ دے، نو هغوئ دَ هغۀ پښے ماتے نۀ کړلے.
34
خو په سپاهيانو کښے يو دَ هغۀ پوښتئ په نيزه ووهله اَؤ سمدستى ترے دَ وينو اَؤ اوبو دارے روانے شوے.
35
دا دَ يو چشم ديد ګواه ګواهى ده کُومه چه پخه ده اَؤ هغه پوهيږى چه هغه رښتيا وائى چه تاسو هم پرے ايمان راوړئ.
36
ځکه چه دَ صحيفے دا ليک پُوره شى : ”دَ هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“
37
اَؤ بيا يو بل آيت وائى چه : ”هغوئ به هغه سړى ته ګورى چه په نيزه ئے سُورے کړو.“
38
دَ هغے نه پس يُوسف چه دَ اريمتيه وو اَؤ هغه دَ عيسىٰ يو مُريد وو خو په پټه ځکه چه هغه دَ يهوديانو نه ويريدو، هغۀ پيلاطوس ته خواست وکړو چه ما له دَ عيسىٰ لاش دَ سولئ نه دَ وړلو اِجازت راکړه. اَؤ پيلاطوس اِجازت ورکړو، نو ځکه يُوسف ورغے اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے يوړو.
39
دَ هغۀ سره نيکوديموس نومے سړے هم ملګرے شو څوک چه عيسىٰ له دَ شپے ورغلے وو، اَؤ قريبًا دَ پنځوس سيره عُودو سره ئے لُوبان ګډ کړى راوړل.
40
هغوئ دَ عيسىٰ لاش واخستو اَؤ دَ خوشبُويو سره ئے دَ لټے په کفن کښے دَ يهوديانو دَ رواج په مُطابق ونغښتو.
41
کُوم ځائے کښے چه هغه په سولئ کړے شوے وو هلته کښے يو باغ وو اَؤ په باغ کښے دَ ننه يو نوے قبر وو چه لا په کښے څوک ښخ کړے شوے نۀ وو.
42
هر کله چه دغه قبر نيزدے وو اَؤ بله ورځ دَ سبت ورځ وه ځکه چه هغوئ عيسىٰ دغلته وسپارلو.
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 20 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21