bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 7
John 7
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 8 →
1
دَ دے نه پس عيسىٰ په ګليل کښے ګرزيدو. هغۀ دَ يهوديه نه په ډډه تلل غوښتل ځکه چه يهوديانو دا موقع لټوله چه هغه مړ کړى.
2
اَؤ دَ يهوديانو دَ تمبوانو اختر رانزدے وو.
3
دَ هغۀ وروڼو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا علاقه پريږده اَؤ يهوديه ته لاړ شه دَ دے دَ پاره چه ستا مُريدان هغه لوئے کارُونه چه تۀ ئے کوے، ووينى.
4
ولے چه هيڅوک پټ کارُونه نۀ کوى چه خپل ځان ښکاره کړى که چرے تۀ په رښتيا داسے کارُونه کوے لکه چه دِ دا وکړل نو دُنيا ته ځان څرګند کړه.“
5
دَ هغۀ وروُڼو هم په هغۀ باندے ايمان نۀ لرو.
6
عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”زما دَ پاره ټاکلے شوے وخت لا نۀ دے راغلے، ستاسو دَ پاره هر وخت صحيح دے
7
دُنيا تاسو سره دُښمنى نۀ شى کولے خو ما سره دُښمنى کوى ځکه چه زَۀ دَ دوئ بد کارُونه څرګندوم
8
تاسو په خپله اختر ته لاړ شئ، زَۀ دے اختر له نۀ ځم ځکه چه زما دَ پاره ټاکلے شوے وخت لا نۀ دے راغلے“
9
هم دَ دے جواب سره عيسىٰ په ګليل کښے پاتے شو.
10
کله چه دَ عيسىٰ وروُڼه اختر ته تللى وُو نو هغه په خپله هم لاړو، خو په ښکاره نه بلکه په پټه
11
يهوديانو په اختر کښے دَ هغۀ لټُون کاوو اَؤ دا تپوس ئے کاوو چه ”عيسىٰ چرته دے؟“
12
اَؤ په ګڼه کښے دَ هغۀ په حقله دا ګنګوسے روان وو، چا به وئيل چه ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو نورو به وئيل چه ”نه، هغه خلق بے لارے کوى.“
13
نو بيا هم خلقو دَ يهوديانو دَ ويرے ښکاره هيڅ نۀ شُو وئيلے.
14
کله چه اختر نيمے ته ورسيدلو نو عيسىٰ دَ خُدائے کور ته لاړو اَؤ هلته ئے تعليم شروع کړو.
15
يهوديان حيران شول اَؤ وئے وئيل، ”دا لا څنګه چل دے، دا عامى سړے څۀ رنګ دَ دومره علم خاوند شو؟“
16
عيسىٰ جواب ورکړو، ”کُوم تعليم چه زَۀ ورکوم دا تعليم زما نۀ دے، دا دَ هغۀ تعليم دے چا چه زَۀ را استولے يم.
17
دَ چا چه دا مرضى وى چه دَ خُدائے رضا پُوره کړى، هغه به په دے پوهه شى چه دا تعليم چه زَۀ ئے ورکوم دا دَ هغۀ له طرفه دے، که ما په خپله جوړ کړے دے.
18
دَ کُوم سړى تعليم چه دَ هغۀ له طرفه وى هغه تش دَ ځان دَ پاره عزت غواړى خو کُوم سړے چه دَ خپل راليږُونکى عزت غواړى هغه په حقيقت کښے وفادار دے اَؤ په هغۀ کښے هيڅ ټګى نِشته.
19
آيا مُوسىٰ تاسو ته شريعت نۀ وو درکړے؟ خو تاسو ټولو هغه مات کړو. تاسو ولے زما په مرګ پسے شوى يئ؟“
20
ګڼے جواب ورکړو، ”په تا پيريان ناست دى. ګنى څوک دا غواړى چه تا ووژنى؟“
21
عيسىٰ جواب ورکړو، ”ما تش يو ځل دَ سبت په ورځ مُعجزه وکړله اَؤ تاسو ټول حيران شوئ
22
خو دے ته خيال وکړئ چه مُوسىٰ تاسو ته دَ سُنت کولو شريعت درکړو، اګر چه دا دَ مُوسىٰ دَ طرف نه نۀ وو بلکه دَ پلارُونو نيکُونو دَ وخته راسے راروان وو، اَؤ تاسو دَ سبت په ورځ سُنتونه کوئ
23
ښه، نو که تاسو دَ سبت په ورځ سُنتونه کوئ دَ دے دَ پاره چه دَ مُوسىٰ دَ شريعت حُکم مات نۀ شى نو بيا تاسو زما نه په دے وجه خفه يئ چا ما دَ سبت په ورځ يو سړے بلکل ولے روغ کړو؟
24
نو په ظاهر دارئ فيصله مه کوئ بلکه په اِنصاف فيصله کوئ“
25
په دے باندے دَ بيتُ المُقدس خلقو دا وينا شروع کړه، ”آيا دا هغه سړے نۀ دے چه دَ چا دَ وژلو کوشِش کولے شى؟
26
اَؤ وګورئ، دَئے دلته کښے ښۀ په ډاګه لګيا دے اَؤ هغوئ ورته هيڅ نۀ شى وئيلے. آيا دا خو نۀ ده چه زمُونږ مشرانو دا فيصله کړے ده چه دَئے په رښتيا مسيح دے؟
27
اَؤ مُونږ ته بيا هم دا معلُومه ده چه دا سړے دَ کُومه راځى خو هر کله چه مسيح راشى نو هيچا ته به معلُومه نۀ وى چه دَ کُوم ځائے دے.“
28
په دغه وخت عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے دَ تعليم په دوران کښے چغه وويستله چه ”بے شکه په رښتيا چه تاسو ما پيژنئ. په رښتيا چه تاسو دَ دے نه هم خبر يئ چه زَۀ له کُومے راغلے يم. خو بيا هم زَۀ په خپله مرضئ نۀ يم راغلے، زَۀ هغه چا را استولے يم څوک چه رښتينے دے اَؤ تاسو ئے نۀ پيژنئ.
29
زَۀ هغه پيژنم ځکه چه زَۀ دَ هغۀ نه راغلے يم اَؤ دا هغه دے چه زَۀ ئے را استولے يم.“
30
په دے هغوئ دَ هغۀ دَ رانيولو کوشش وکړو خو بيا هم هيچا هغۀ ته لاس وانۀ چولے شو ځکه چه دَ هغۀ دَ پاره ټاکلے شوے وخت لا نۀ وو راغلے.
31
خو بيا هم په خلقو کښے ډيرو په هغۀ ايمان راؤړو اَؤ هغوئ وئيل چه ”کله چه مسيح راځى نو آيا هغه به دَ دے سړى نه زياتے مُعجزے څرګندے کړى څۀ؟“
32
فريسيانو دَ عيسىٰ په حقله دَ خلقو دا ګُوريدل واؤريدل، ځکه مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو دَ خُدائے دَ کور خادمان دَ هغۀ په نيولو پسے وليږل.
33
بيا عيسىٰ ووئيل چه ”زَۀ به څۀ لږه مُوده تاسو سره يم اَؤ پس له هغے به بيا هغۀ له ځم چا چه زَۀ را استولے يم.
34
تاسو به ما پسے لټُون کوئ خو بيا به مے نۀ مُومئ اَؤ چرته چه به زَۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے.“
35
نو يهوديانو يو تر بله ووئيل چه ”دے چرته تلل غواړى چه مُونږ به ئے بيا نۀ شُو مُوندے؟ آيا دے به هغه چا له لاړ شى څوک چه په يُونانيانو کښے خوارۀ وارۀ پراتۀ دى اَؤ يُونانيانو ته به تعليم ورکوى؟
36
دَ هغۀ دَ دے وينا نه مطلب څۀ دے چه تاسو به ما لټوئ خو مُوندے به مے نۀ شئ اَؤ چه زَۀ چرته يم تاسو هلته نۀ شئ راتلے؟“
37
دَ اختر په آخرى اَؤ دَ ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودريدلو اَؤ په چغو ئے ووئيل، ”څوک چه تږے وى هغه دِ ما له راشى، هغه دِ وڅښى.
38
اَؤ څوک چه په ما ايمان راؤړى، لکه چه صحيفے وائى : دَ ژوندُون دَ ابو سيندُونه به دَ هغۀ نه بهيږى.“
39
عيسىٰ دا خبره دَ هغه رُوحُ القُدس په باره کښے وکړه، کُوم چه په هغه چا نازليدُونکے وو چا چه په عيسىٰ ايمان راؤړو، ځکه چه رُوحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وو، ولے چه عيسىٰ لا خپل جلال ته رسيدلے نۀ وو.
40
دَ دے په آؤريدو ځنو خلقو ووئيل، ”هم دا به يقينًا هغه راتلُونکے پيغمبر وى،“
41
نورو ووئيل چه ”دا مسيح دے،“ اَؤ نورو ووئيل چه ”يقينًا چه دَ ګليل نه به راځى
42
آيا صحيفے دا نۀ وائى چه مسيح به دَ داؤد دَ خاندان نه وى اَؤ دَ داؤد دَ کلى بيتُ لحم به وى؟“
43
اَؤ دغه شان دَ عيسىٰ په وجه په خلقو کښے بے اِتفاقى پيدا شوه.
44
ځنے دَ هغۀ دَ نيولو په حق کښے وُو خو هيچا هم هغۀ ته لاس وانۀ چولے شو.
45
دَ خُدائے دَ کور خادمان مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو ته بيرته راغلل اَؤ هغوئ ورته ووئيل، ”تاسو هغه ولے رانۀ وستو؟“
46
هغوئ جواب ورکړو چه ”هيڅوک هم داسے خبرے نۀ کوى لکه دا سړے چه ئے کوى.“
47
فريسيانو ورته ووئيل چه ”تاسو هم ګُمراه شوى يئ څۀ؟
48
آيا زمُونږ په مشرانو کښے يو هم په هغۀ ايمان راوړے دے څۀ؟ يا يو فريسى هم؟
49
دا خلق چه په شريعت نه پوهيږى لعنتيان دى.“
50
بيا په هغوئ کښے نيکوديموس نومے يو سړى، يعنے هغه سړے چه يو ځل وړاندے عيسىٰ له راغلے وو، په کښے ورودانګل اَؤ هغۀ ووئيل چه
51
”آيا زمُونږ شريعت مُونږ ته دا اِجازت راکوى چه تر څو دَ يو سړى بيان په خپله وانۀ ورُو اَؤ هغۀ ته دَ صفايئ موقعه ورنۀ کړُو نو هغه مُونږ مُجرم کولے شُو څۀ؟“
52
هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يئے څۀ؟ وګوره اَؤ صحيفے ولوله، نو په خپله به خبر شے چه يو نبى هم له ګليل نه نۀ راځى.“
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21