bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 10
John 10
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 11 →
1
”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه کُوم سړے چه دَ ګډو شپول ته په دروازے نۀ ورننوزى بلکه په بله لار ور آؤړى هغه بغير دَ غل يا ډاکو نه بل څۀ نۀ شى کيدے.
2
کُوم سړے چه په دروازه ورننوزى هغه دَ ګډو شپُونکے دے.
3
څوکيدار هغۀ ته اِجازت ورکوى اَؤ ګډے دَ هغۀ آواز آؤرى اَؤ هغه خپلے ګډے په نُوم بولى اَؤ بهر ئے راوباسى.
4
کله چه هغه هغه ټولے رابهر کړى نو هغه وړاندے ځى اَؤ ګډے ورپسے، ځکه چه هغوئ دَ هغۀ آواز پيژنى.
5
هغوئ په نا آشنا سړى پسے هيچرے نۀ ځى. هغوئ به دَ هغۀ نه وتښتى ځکه چه هغوئ دَ پردى سړى آواز نۀ پيژنى.“
6
عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال ووے خو هغوئ په دے ونۀ رسيدل چه دَ هغۀ دَ دے نه مطلب څۀ وو.
7
نو عيسىٰ هغوئ ته بيا ووئيل چه ”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه زَۀ دَ ګډو دَ شپول دروازه يم.
8
څوک چه زما نه مخکښے راغلى وُو، ګډو هغوئ ته غوږ نۀ دے ايښے ځکه چه هغوئ ټول غلۀ ډاکوان وُو.
9
زَۀ دروازه يم اَؤ څوک چه په دے دروازه شپول ته ننوزى هغه به په امان وى. هغه به دَ ننه بهر تلے راتلے شى اَؤ ګياه به هم مُومى.
10
غل دَ غلا بلکه دَ قتلُونو اَؤ تباهئ دَ پاره راځى اَؤ زَۀ دے له راغلے يم چه خلق ژوندُون ومُومى اَؤ ډير ئے ومُومى.
11
زَۀ ښۀ شپُونکے يم اَؤ ښۀ شپُونکے دَ ګډو دَ پاره خپل سر ورکوى.
12
خو مزدُور چه کله شرمخ په راتلو ووينى نو ګډے په ځائے پريږدى اَؤ وتښتى ځکه چه هغه شپُونکے نۀ دے اَؤ ګډے دَ هغۀ نۀ دى. شرمخ رمه راګيره کړى اَؤ ګډے خورے ورے کړى.
13
هغه ځکه تښتى چه مزدُور دے اَؤ دَ ګډو هيڅ پرواه نۀ لرى.
14
ښۀ شپُون زَۀ يم. زَۀ خپلے ګډے پيژنم اَؤ ګډے ما پيژنى،
15
لکه چې ما پلار پيژنى اؤ زۀ پلار پيژنم، اؤ زَۀ خپل ځان دَ ګډو دَ پاره قُربانوم.
16
اَؤ زما نورے ګډے هم شته چه هغه دَ دے شپول نۀ دى، خو دَ هغوئ راوستل ضرورى دى اَؤ هغوئ به هم زما آواز آؤرى، نو بيا به رمه يوه شى اَؤ شپُونکے به ئے هم يو وى.
17
پلار ما سره مينه کوى ځکه چه زَۀ خپل ځان قربانوم دَ دے دَ پاره چه بيا ئے ومُوم.
18
دا زما نه څوک په زور نۀ آخلى، زَۀ دا په خپله مرضئ قُربانوم. دا زما اِختيار دے چه ځان قُربان کړم اَؤ دا مے هم اِختيار دے چه بيا ئے هم ومُومم. دا اِختيار ما ته خپل پلار راکړے دے.“
19
دَ عيسىٰ دَ دے خبرو په وجه يو ځلے بيا په يهوديانو کښے بے اِتفاقى راغله.
20
په هغوئ کښے ډيرو وئيل چه ”دَئے پيريانو نيولے دے اَؤ دا ليونے دے، دَۀ ته څۀ له غوږ ږدئ؟“
21
نورو به وئيل چه ”يو پيريانو نيولے سړے هم داسے خبرے کولے شى څۀ؟ آيا يو پيرے هم دَ ړُوند سترګے روغولے شى څۀ؟“
22
دا دَ ژمى ورځے وے اَؤ په بيتُ المُقدس کښے دَ خُدائے دَ کور دَ تجديد اختر وو.
23
اَؤ عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے دَ سليمان په برانډه کښے ګرزيدو.
24
يهوديان دَ هغۀ نه راچاپير شول اَؤ ورته ئے ووئيل، ”مُونږ به تر څو پورے شکمن پريږدے؟ که چرے تۀ مسيح يئے نو په ډاګه ووايه؟“
25
عيسىٰ ووئيل چه ”ما تاسو ته وئيلى دى خو ستاسو پرے يقين نۀ راځى. زَۀ چه کُوم کارُونه دَ خپل پلار په نُوم کوم، هغه زما ګواه دى.
26
خو تاسو پرے ځکه يقين نۀ کوئ چه تاسو زما دَ رمے ګډے نۀ يئ.
27
زما خپلے ګډے زما آواز آؤرى، زَۀ هغوئ پيژنم اَؤ هغوئ ما پسے راځى.
28
زَۀ هغوئ له دَ تل ژوند ور کوم اَؤ هغوئ به هيڅ کله هم هلاک نۀ شى اَؤ هيڅوک به ئے هم زما نه ونۀ شُو کوى.
29
زما پلار چه دوئ ئے ما له راکړى دى دَ ټولو نه لوئے دے اَؤ هيڅ څوک دوئ زما دَ پلار نه نۀ شى شُوکولے.
30
زَۀ اَؤ زما پلار يو يُو.“
31
يهوديانو يو ځل بيا په عيسىٰ پسے کاڼى راوخستل چه پرے وئے ولى.
32
په دے هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”ما ستاسو په وړاندے ډير ښۀ کارُونه دَ خپل پلار له طرف نه وکړل. تاسو به په دے کښے ما دَ کُوم کار له کبله سنګساروئ؟“
33
يهوديانو ورته جواب ورکړو چه ”مُونږ تا دَ څۀ ښۀ کار په وجه نۀ سنګساروُو خو دَ کُفر په سبب، ځکه چه تۀ خو تش اِنسان ئے اَؤ دَ خُدائى دعوىٰ کوے.“
34
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”آيا ستاسو په کتابِ مُقدس کښے ئے دا نۀ دى ليکلى چه ”ما ووئيل چه تاسو خُدايان يئ؟“
35
هغه څوک خُدايان بللى شوى دى چه چا ته چه دَ خُدائے کلام ورکړے شوے وى اَؤ کتابِ مُقدس منسُوخ کيدے نۀ شى.
36
نو بيا تاسو په ما دَ کُفر وئيلو اِلزام ولے لګوئ؟ تش په دے وجه چه زَۀ خُدائے مُقدس کړے يم اَؤ دُنيا ته ئے راليږلے يم اَؤ دا مے ووئيل چه زَۀ دَ خُدائے زوئے يم؟
37
که چرے زَۀ دَ خپل پلار کارُونه نۀ کوم نو په ما ايمان مه راؤړئ.
38
خو که ئے کوم، نو که چرے په ما ايمان نۀ راؤړئ هم نو بيا زما په کارُونو ايمان راؤړئ دَ دے دَ پاره چه تاسو داَ ومنئ اَؤ په دے پوهه شئ چه پلار په ما کښے دے اَؤ زَۀ په پلار کښے يم.“
39
هغوئ يو ځلے بيا دَ هغۀ په نيولو پسے شول خو هغه دَ هغوئ دَ لاس نه ووتو.
40
عيسىٰ يو ځل بيا دَ اُردن سيند دَ بلے غاړے هغه ځائے ته ستُون شو چرته چه به وړُومبےٰ يحيىٰ بپتسمه ورکوله. هلته هغه پاتے شو.
41
ګڼ خلق به ورته راتلل اَؤ هغوئ وئيل چه ”يحيىٰ مُونږ ته يوه مُعجزه هم نۀ وه ښکاره کړے خو هغۀ چه څۀ دَ دے سړى په حقله وئيلى وُو هغه رښتيا وُو.“
42
اَؤ هلته ډيرو خلقو پرے ايمان راوړلو.
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21