bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 12
John 12
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 13 →
1
دَ فسح دَ اختر نه شپږ ورځے مخکښے عيسىٰ بيت عنياه ته راغے چرته چه لعزر نومے سړے اوسيدو، څوک چه هغۀ دَ مړو نه بيا ژوندے کړے وو.
2
هلته ئے دَ هغۀ ميلمستيا کړے وه چه مرتا په کښے خدمت کاوو اَؤ لعزر دَ عيسىٰ سره په نورو ميلمنو کښے کښيناستو.
3
بيا مريم ښۀ قيمتى عطر چه نيم سير قدرے وُو راؤړل، اَؤ دَ عيسىٰ په پښو ئے توئے کړل اَؤ هغه ئے بيا په خپلو ويښتو وُچ کړل تر دے چه ټول کور دَ خوشبوئ نه ډک شو.
4
خو په دے يهوداه اِسکريوتى چه دَ عيسىٰ يو مُريد وو اَؤ په دَۀ به ئے مُخبرى کوله، ووئيل چه
5
”دا عطر په دريو سوو دينارو خرڅ ولے نۀ کړے شول چه خوارانو غريبانو ته ورکړے شوے وے؟“
6
هغۀ دا خبره په دے ونۀ کړه چه ګنى هغه دَ خوارانو غم خور وو خو ځکه چه هغه په خپله غل وو. هغۀ به هغه پيسے پټولے کُومے چه په کڅوړه کښے جمع کيدے اَؤ دَ هغۀ په حوالے وے.
7
عيسىٰ ووئيل چه ”هغه خپلے خوښے ته پريږدئ اَؤ پريږدئ چه دا زما دَ ښخولو دَ ورځے پورے وساتى.
8
ځکه چه خواران خو په مُدام تاسو سره وى خو زَۀ به مُدام تاسو سره نۀ يم.“
9
ډير يهوديان په دے خبر شُو چه هغه راغلے دے، اَؤ يواځے دے ته نۀ راتلل چه عيسىٰ ووينى بلکه دَ لعزر دَ کتو تلوسه ئے هم وه چه دَ مړو نه ئے بيا ژوندے کړے وو.
10
مشرانو کاهنانو بيا دا فيصله وکړله چه لعزر هم مړ کړئ،
11
ځکه چه دَ هغۀ په وجه ډير يهوديان عيسىٰ له ورځى اَؤ په هغۀ ايمان راؤړى.
12
په بله ورځ ګڼ خلق چه اختر له راغلى وُو چه هغوئ دَ دے نه خبر شول چه عيسىٰ هم بيتُ المُقدس ته راروان دے،
13
نو هغوئ دَ کجورے څانګے واخستے اَؤ دَ هغۀ مخے ته ورووتل اَؤ دا نعرے ئے وهلے، ”دَ خُدائے ثنا دِ وى! مُبارک دے هغه څوک چه دَ رب په نُوم راځى، دَ اِسرائيلو بادشاه دِ مُبارک وى.“
14
اَؤ عيسىٰ يو خر ومُوندلو اَؤ په هغۀ سور شو، لکه چه په صحيفو کښے ليکلى دى :
15
”ئَاے دَ صيون لُورے! نوره ويره مه کوه! وګوره، ستا بادشاه په يو کُوچى سور روان دے.“
16
هغه وخت خو دَ عيسىٰ مُريدان په دے پوهه نۀ شول، خو کله چه عيسىٰ خپل جلال ته ورسيدلو نو دوئ ته بيا ياد شول چه دا خو دَ هغۀ په حقله ليکلى شوى وُو اَؤ هم دغه د هغۀ سره شوى وُو.
17
نو کُوم خلق چه په هغه ځائے کښے موجُود وُو کله چه عيسىٰ لعزر له قبر نه راوبللو اَؤ له مړو نه ئے بيا ژوندے کړو، نو هغوئ چه څۀ ليدلى اَؤ آؤريدلى وُو په هغے ئے ګواهى وکړله.
18
هم دغه وجه وه چه ډير مخلُوق دَ هغۀ دَ اِستقبال دَ پاره ورووتل، هغوئ دَ عيسىٰ دَ ښودلے شوے مُعجزے په حقله آؤريدلى وُو.
19
فريسيانو يو بل ته ووئيل، ”تاسو ګورئ چه ستاسو نه هيڅ نۀ کيږى، ټوله دُنيا په هغۀ پسے تلے ده.“
20
دَ اختر په موقع چه څوک عبادت ته راتلل په هغوئ کښے څۀ يُونانيان هم وُو.
21
هغوئ فيليپوس ته راغلل څوک چه دَ بيتِ صيدا دَ ګليل اوسيدُونکے وو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل، ”صاحبه! مُونږ عيسىٰ ليدل غواړُو.“
22
فيليپوس لاړو اَؤ اندرياس ته ئے ووئيل اَؤ دا دواړه لاړل چه عيسىٰ خبر کړى.
23
بيا عيسىٰ جواب ورکړو، ”هغه وخت راغلے دے چه اِبن آدم به لوئى مُومى.
24
رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته وايم چه دَ غنمو يوه دانه تر هغے يکه يوه دانه وى تر څو چه هغه په خاؤرو کښے پرے نۀ وزى اَؤ خاؤرے نۀ شى، خو که هغه خاورے شى نو دَ هغے نه ډيرے دانے راوټُوکيږى.
25
هغه سړے چه دَ ځان سره مينه لرى ورک دے، خو هغه څوک چه په دے دُنيا کښے دَ ځان نه نفرت کوى، هغه به دَ تل ژوندُون دَ پاره امانت وساتى.
26
که څوک زما خدمت کوى هغه دِ ماپسے راځى اَؤ چرته چه زَۀ يم هلته به زما خادم هم وى. هر څوک چه زما خدمت کوى هغۀ ته به زما پلار عزت ورکړى.
27
اوس مے زړۀ پريشان دے اَؤ زَۀ څۀ ووايم؟ چه اَئے پلاره! ما له دے ساعت نه بچ کړه؟ بلکه زَۀ په دے وجه دے ساعت ته رارسيدلے يم.
28
اَئے پلاره! خپل نُوم ته جلال ورکړه.“ دَ آسمان نه يو آواز راغے، ”ما جلال ورکړے دے اَؤ زَۀ به بيا هم جلال ورکړم.“
29
هغه موجُودو خلقو دا خيال وکړو چه ګنى آسمان وګړزيدو خو نورو ووئيل چه ”فرښتے ورسره خبرے کړے دى!“
30
عيسىٰ ووئيل چه ”دا آواز زما دَ پاره نه بلکه ستاسو دَ پاره وو.
31
اوس دَ دے دُنيا دَ پاره دَ عدالت وخت دے اَؤ دَ دے دُنيا سردار به بهر وويستلے شى.
32
اَؤ کله چه زَۀ دَ مزکے نه وخيژولے شم نو زَۀ به ټول ځان ته راکاږم.“
33
دا هغۀ هغه خبرے ته اِشاره وکړه چه هغه به په کُوم قِسم مرګ مړ شى.
34
خلقو جواب ورکړو چه ”زمُونږ شريعت دا وائى چه مسيح به تل تر تله وى، نو بيا ستا دَ دے وئيلو نه څۀ مطلب دے چه اِبن آدم به پورته وخيژولے شى؟ دا اِبن آدم څوک دے؟“
35
عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”رڼا لا تاسو سره شته خو دَ ډيرے مُودے دَ پاره نه. تر څو چه تاسو سره رڼا ده، په رڼا کښے ځئ، هسے نۀ چه تيارۀ مو راګير کړى اَؤ څوک چه په تيارۀ کښے ځى، هغه په دے نۀ وى خبر چه کُوم پلَو روان دے.
36
تر څو چه تاسو سره رڼا ده، په رڼا يقين لرئ دَ دے دَ پاره چه تاسو په رڼا کښے اوسئ،“ دَ يهوديانو بے اِعتقادى دَ دے خبرو نه پس عيسىٰ دَ هغوئ نه لاړو اَؤ چرته پټ شو.
37
سره دَ ډيرو مُعجزو چه عيسىٰ دَ هغوئ دَ وړاندے ښکاره کړے وے هغوئ په هغۀ باندے ايمان رانۀ وړو.
38
ځکه چه دَ يشعياه نبى دا خبره پُوره شى چه : ”اَئے ربه! زمُونږ په خبرو چا يقين کړيدے اَؤ دَ رب لاس چا ته څرګند شوے دے؟“
39
په دے وجه هغوئ ايمان راوړلے نۀ شو ولے چه دَ يشعياه نبى دا خبره هم پُوره شى.
40
”هغۀ دَ هغوئ سترګے ړندے کړى دى اَؤ زړُونه ئے ورله سخت کړى دى، هسے نه چه هغوئ په خپلو سترګو ووينى اَؤ په خپلو زړونو کښے پرے پوهه شى اَؤ دَ رغيدو دَ پاره ما ته راوګرزى اَؤ زَۀ ئے روغ کړم.“
41
يشعياه دا خبرے ځکه کړے وے چه دَ عيسىٰ لوئى هغۀ وليدله اَؤ دَ هغۀ په حق کښے ئے خبرے کولے.
42
خو سره دَ دے په هغوئ کښے ډيرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راؤړو خو بيا هم دَ فريسيانو دَ ويرے نه ئے دَ دے اِقرار نۀ شو کولے، هسے نه چه دَ عبادت خانے نه ئے خارج کړى.
43
ځکه چه هغوئ دَ خُدائے دَ عزت په ځائے دَ خلقو عزت خوښولو.
44
نو عيسىٰ په چغو ووئيل، ”کله چه يو سړے په ما ايمان راؤړى نو هغه نۀ يواځے دا چه په ما ايمان راؤړى بلکه په هغه چا هم چه زَۀ ئے را استولے يم.
45
اَؤ څوک چه ما وينى هغه به هغه څوک ووينى چه زَۀ ئے را استولے يم.
46
زَۀ دُنيا ته لکه دَ رڼا راغلے يم دَ دے دَ پاره چه څوک په ما ايمان لرى هغه به په تيارۀ کښے پاتے نۀ شى.
47
خو هر څوک چه زما کلام آؤرى اَؤ اِطاعت کوى، زَۀ دَ هغۀ عدالت نۀ کوم، زَۀ دَ دُنيا عدالت کولو دَ پاره نۀ يم راغلے بلکه دَ دُنيا دَ خلاصُون دَ پاره راغلے يم.
48
څوک چه زما نه اِنکار کوى اَؤ څوک چه زما خبرے نۀ قبلوى، دَ هغۀ دَ پاره مُنصف شته يعنے هغه کلام چه ما کړے دے، هغه به په آخرى ورځ دَ هغۀ عدالت کوى.
49
زَۀ په خپل اِختيار خبرے نۀ کوم خو پلار چه زَۀ را استولے يم هغۀ ما ته حُکم کړے دے چه څۀ ووايم اَؤ څنګه ئے ووايم.
50
زَۀ خبر يم چه دَ هغۀ حُکم دَ تل عُمرى ژوندُون دے، نو ځکه څۀ چه پلار ما ته وئيلى دى، هم هغه څۀ زَۀ وايم.“
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 13 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21