bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 21
John 21
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
1
څۀ مُوده پس عيسىٰ بيا دَ تيبرياس درياب په غاړه مُريدانو ته خپل ځان څرګند کړو.
2
شمعُون پطروس اَؤ توما چه برغونے هم بللے کيږى اَؤ نتانى ايل چه دَ ګليل دَ قانا وو اَؤ دَ زبدى زامن اَؤ دوه نور مُريدان هم هلته موجُود وو.
3
شمعُون پطروس ووئيل، ”زَۀ دَ کبانو په ښکار ځم.“ نورو ووئيل چه مُونږ به هم درسره ملګرى شُو. هغوئ روان شول اَؤ کشتئ ته وختل خو په هغه شپه ئے هيڅ ونۀ نيول.
4
چه سحر شو نو څۀ ګورى چه عيسىٰ دَ درياب په غاړه ولاړ دے خو مُريدانو ته دا نۀ وه معلُومه چه ګنى دا عيسىٰ دے.
5
عيسىٰ هغوئ ته نعرے کړے، ”اَئے هلکانو! څۀ مو ونيول که نه؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”نه“
6
هغۀ ووئيل، ”دَ کِشتئ ښى لاس ته جال وولئ نو کبان به ونيسئ.“ هغوئ دغه شان وکړل اَؤ څۀ ګورى چه هغوئ جال کِشتئ ته نه شو راخيژولے ځکه چه په هغۀ کښے دومره ډير کبان راګير شوى وُو.
7
بيا هغه مُريد چه عيسىٰ ورسره مينه کوله پطروس ته ووئيل، ”دا خو مالِک دے!“ کله چه شمعُون پطروس دا واؤريدل نو هغۀ خپله چُوغه واغوسته ځکه چه هغه بربنډ وو اَؤ درياب ته ئے ودانګل.
8
هغه نور په کِشتئ کښے راغلل اَؤ دَ کبانو ډک جال ئے راکښو ځکه چه هغوئ دَ وچے نه ډير ورايسته نۀ وُو خو بس يو سل ګزه به ورايسته وُو.
9
کله چه هغوئ غاړے ته راوختل نو هغوئ دَ سکارو اور وليدو چه کب پرے پروت وو اَؤ لږه ډوډئ هم ورسره وه.
10
عيسىٰ ووئيل چه ”دَ خپلو هغه کبانو نه چه اوس مو نيولى دى څۀ راؤړئ.“
11
شمعُون پطروس کِشتئ ته ورغے اَؤ جال ئے مزکے ته راکښو چه دَ غټو کبانو نه ډک وو، اَؤ دا يو سل درے پنځوس وُو، اَؤ سره دَ دے چه دومره زيات وُو خو بيا ئے هم جال ونۀ شليدلو.
12
عيسىٰ ووئيل، ”راځئ اَؤ وخورئ.“ په مُريدانو کښے يو کس هم دا همت ونۀ کړے شو چه تپوس ترے وکړى چه تۀ څوک يئے؟ ولے چه هغوئ ته دا پته وه چه دا مالِک دے.
13
عيسىٰ راوړاندے شو، ډوډئ ئے واخسته اَؤ هغوئ له ئے ورکړه اَؤ کب ئے هم دغه شان تقسيم کړو.
14
دا دريم ځل وو چه عيسىٰ دَ مړو نه ژوندے کيدو نه پس خپلو مُريدانو ته خپل ځان څرګند کړے وو.
15
دَ خوراک نه پس عيسىٰ شمعُون پطروس ته ووئيل، ”شمعُونه دَ يوحنا زويه! تۀ دَ نورو ټولو نه ګنى ما سره زياته مينه لرے څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چه ”هو مالِکه! تا ته معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“ هغۀ ورته ووئيل چه ”بيا نو زما ګډورى وڅروه.“
16
په دويم ځل هغۀ تپوس وکړو چه ”شمعُون دَ يوحنا زويه! تۀ ما سره مينه کوے؟“ پطروس ووئيل، ”هو مالِکه! تا ته معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“ هغۀ ورته ووئيل، ”نو بيا زما ګډے سمبالے کړه.“
17
په دريم ځل هغۀ ووئيل چه ”شمعُون دَ يوحنا زويه! آيا تۀ ما سره مينه کوے؟“ پطروس په دے خبره غمژن شو چه هغۀ ترے په دريم ځل دا تپوس وکړو چه تۀ ما سره مينه کوے؟ هغۀ ووئيل، ”مالِکه! تا ته هر څۀ معلُوم دى اَؤ تا ته ښه معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ ووئيل، ”زما ګډے وڅروه.
18
رښتيا رښتيا درته دا وايم چه کله چه تۀ ځوان وے نو تا به خپله ملا په خپله تړله اَؤ چرته چه دے غوښتل هغه خوا به تلے خو کله چه تۀ زوړ شے نو تۀ به خپل لاسُونه خوارۀ کړے اَؤ بل څوک به دِ ملا وتړى اَؤ هغه خوا ته به دِ بوزى چرته چه ستا دَ تللو نيت نۀ وى.“
19
هغۀ دا خبره دا ظاهرولو دَ پاره وکړه چه پطروس به په داسے مرګ وژلے کيږى چه دَ خُدائے جلال به په کښے څرګند شى. بيا هغۀ دا ووئيل چه ”په ما پسے راځه.“
20
پطروس راوګرزيدو اَؤ هغه مُريد ئے په ځان پسے وليدلو دَ چا سره چه عيسىٰ مينه کوله، هغه چه دَ ډوډئ په وخت هغۀ ته راکښته شوے وو اَؤ دا تپوس ئے ترے کړے وو چه ”مالِکه! هغه څوک دے چه په تا به مُخبرى کوى؟“
21
پطروس چه هغه وليدو نو دَ عيسىٰ نه ئے تپوس وکړو، ”مالِکه! هغۀ ته به څۀ پيښيږى؟“
22
عيسىٰ جواب ورکړو، ”که دا زما رضا وى چه هغه دِ تر هغے پاتے شى کله چه زَۀ بيا راشم نو ستا په دے کښے څۀ؟ تۀ په ما پسے راځه.“
23
دَ عيسىٰ دا وينا په مُريدانو کښے مشهُوره شوه اَؤ دا مطلب ترے واخستے شو چه ګنى دغه مُريد به نۀ مرى، خو عيسىٰ تش دا وئيلى وُو ”که دا زما رضا وى چه هغه دِ تر هغے پاتے شى کله چه زَۀ بيا راشم نو ستا په دے کښے څۀ؟“
24
دا هم دغه مُريد دے چه دلته چه څۀ ليکلى شوى دى دَ هغے ګواه دے. دا په حقيقت کښے هغه دے چه دا ئے وليکل اَؤ مُونږ ته دا معلُومه ده چه دَ هغۀ ګواهى رښتيا ده
25
نور هم ډير څۀ دى چه عيسىٰ کړى وُو، که چرے دا ټول په تفصيل سره ليکلے شوے وے نو زما دا خيال دے چه په ټوله دُنيا کښے به هغه کتابُونه چه په دے ليکلى شوى وئے نۀ ځائيدل.
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21