bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 15
John 15
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 16 →
1
حقيقى بُوټے دَ انګور زَۀ يم اَؤ زما پلار باغوان دے.
2
هره شنډه څانګه هغه پريکوى اَؤ هره ميوه نيوونکے څانګه پاکوى دَ دے دَ پاره چه هغه نوره زياته ميوه ونيسى.
3
تاسو دَ مخکښے نه په هغه خبره چه ما تاسو ته کړے ده، پاک کړى شوى يئ.
4
په ما کښے اوسئ لکه زَۀ چه په تاسو کښے اوسم. يوه څانګه هم دَ خپله ځانه ميوه نۀ شى نيولے، تر څو چه هغه دَ انګُور دَ بُوټى سره پاتے نۀ وى. تاسو هم تر هغے ميوه نۀ شئ نيولے تر څو چه تاسو په ما کښے نۀ اوسئ.
5
زَۀ دَ انګور بُوټے يم اَؤ تاسو زما څانګے يئ. څوک چه په ما کښے اوسى لکه زَۀ چه په هغۀ کښے، نو هغه به ډيره ميوه نيسى، ځکه چه زما نه بغير تاسو هيڅ نۀ شئ کولے.
6
هغه څوک چه په ما کښے نۀ اوسى هغه به لکه وچه شوے څانګه ګُذار کړے شى، اَؤ وُچے څانګے به يو ځائے راټولے کړى شى اَؤ په اور کښے به واچولے شى اَؤ وبه سوزولى شى.
7
که تاسو په ما کښے اوسئ اَؤ زما خبرے په تاسو کښے اوسى نو چه تاسو څۀ غواړئ دَ هغے خواهش کوئ اَؤ زَۀ به ئے درکوم.
8
دغه شان زما دَ پلار جلال په دے ښکاره کيږى چه تاسو ښۀ ډيره ميوه ونيسئ اَؤ زما مُريدان ښکاره شئ.
9
لکه چه پلار ما سره مينه کړے ده دغه شان زَۀ تاسو سره مينه کوم. زما په مينه کښے اوسئ.
10
که چرے تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښے اوسئ داسے لکه چه ما دَ خپل پلار په حُکمُونو عمل کړے دے اَؤ دَ هغۀ په مينه کښے اوسم.
11
دا ما تاسو ته وئيلى دى دَ دے دَ پاره چه زما خوشحالى دِ په تاسو کښے وى اَؤ ستاسو خوشحالى دِ پُوره شى.
12
دا زما حُکم دے، دَ يو بل سره مينه کوئ لکه چه ما تاسو سره مينه کړے ده.
13
دَ دے نه زياته نوره مينه نِشته چه يو سړے دِ دَ خپل دوست دَ پاره خپل ځان ورکړى.
14
تاسو زما دوستان يئ که زما په حُکمُونو تاسو عمل وکړو.
15
نو زَۀ به تاسو ته بيا غُلامان نۀ وايم. يو غُلام ته دَ دے هيڅ پته نۀ وى چه دَ هغۀ مالِک به څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چه ما تاسو ته هر هغه څۀ څرګند کړى دى کُوم چه ما دَ پلار نه آؤريدلى دى.
16
تاسو زَۀ غوره کړے نۀ يم، ما تاسو غوره کړى يئ اَؤ ما تاسو په دے مُقرر کړئ چه لاړ شئ اَؤ ميوه ونيسئ، هغه ميوه چه دَ تل ده، دَ دے دَ پاره چه زما په نُوم چه تاسو دَ پلار نه هر څۀ چه غواړئ، هغه تاسو ته درکړى.
17
دا زما تاسو ته حُکم دے چه دَ يو بل سره مينه کوئ.
18
که تاسو دَ دُنيا بدى شئ نو تاسو ته ښۀ معلُومه ده چه ستاسو نه اول ئے ما سره کړے ده.
19
که چرے تاسو دَ دُنيا وَئے نو دُنيا دَ خپلو سره غزيزولى کوى، خو کله چه تاسو دَ دُنيا نۀ يئ ځکه چه ما تاسو دَ دُنيا نه غوره کړى يئ نو دغه سبب دے چه دَ دُنيا تاسو بدى شئ.
20
ما چه څۀ ووئيل، دا ياد لرئ، يو غُلام دَ مالِک نه لوئے نۀ دے. لکه څنګه چه ئے زَۀ وعذابولم دغسے به تاسو هم وعذابوى. که هغوئ زما په کلام عمل وکړى ستاسو په کلام به هم عمل وکړى.
21
دوئ به زما دَ نُوم په سبب دَ تاسو سره داسے سلُوک وکړى ځکه چه هغوئ هغه نۀ پيژنى چه زَۀ چا راليږلے يم.
22
که زَۀ راغلے نۀ وئے اَؤ دوئ ته مے وئيلے نۀ وئے نو دوئ به ګُناه ګار شوى نۀ وُو، خو اوس دَ هغوئ سره دَ خپل ګُناه دَ پاره څۀ بهانه نِشته.
23
هر هغه څوک چه ما سره بدى کوى هغه زما دَ پلار سره هم بدى کوى.
24
که چرے ما دَ هغوئ په مينځ کښے داسے کارُونه نۀ وئے کړے کُوم چه بل هيچا هم نۀ دى کړى نو هغوئ به ګُناه ګار نۀ وئے، خو اوس هغوئ ليدلى دى اَؤ دَ دواړو سره، يعنے ما سره اَؤ دَ پلار سره بدى کوى.
25
هم دَ هغوئ په شريعت کښے دا رښتيا ليکلى دى چه، ”هغوئ ما سره بے سببه بدى کوله.“
26
خو چه مددګار راشى کُوم چه به زَۀ تاسو ته دَ پلار نه راستوم، يعنے دَ حقيقت رُوح چه دَ پلار نه راوزى، هغه به زما په باب کښے ګواهى ورکوى.
27
تاسو به هم ګواهى ورکوئ ځکه چه تاسو دَ اول نه ما سره يئ.
← Chapter 14
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 16 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21