bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 9
John 9
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 10 →
1
عيسىٰ چه په لارے تيريدو نو يو سړے ئے وليدلو چه پيدائشى ړُوند وو.
2
دَ هغۀ مُريدانو پرے سوال وکړو چه ”اُستاذه! ګُناه چا کړے ده، دَۀ اَؤ که دَ دَۀ مور اَؤ پلار؟ دَے ولے ړُوند پيدا شوے دے؟“
3
عيسىٰ جواب ورکړو، ”خبره دا نۀ ده چه ګنى دَۀ يا دَ دَۀ مور پلار ګُناه کړے ده. هغه ړُوند ځکه پيدا شوے وو چه دَ خُدائے قُدرت پرے څرګند کړے شى.
4
تر څو چه لا ورځ ده نو مُونږ ته په کار دى چه دَ هغه چا په کار آخته يُو چه زَۀ ئے راليږلے يم، شپه راروانه ده چه هيڅوک په کښے کار نۀ شى کولے.
5
تر څو چه زَۀ په دے دُنيا کښے يم، زَۀ دَ دے دُنيا رڼا يم.“
6
دے وئيلو سره عيسىٰ په مزکه وتُوکل اَؤ په لاړو ئے خټه جوړه کړه اَؤ هغه ئے دَ هغه سړى په سترګو ومږله،
7
اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”لاړ شه اَؤ دَ شيلوخ په تالاؤ کښے ئے ووينځه.“ دَ دے تالاؤ نُوم معنىٰ ده، ليږلے شوے. هغه سړے لاړو، هلته ئے سترګے ووينځلے اَؤ بينا شو اَؤ بيرته راغے.
8
دَ هغۀ ګاونډيانو اَؤ هغه چا چه دَئے ئے پيژندو چه خير به ئے غوښتو، وئے وئيل، ”آيا داَ هغه سړے نۀ دے چه ناست به وو اَؤ خير به ئے غوښتو؟“
9
نورو ووئيل، ”هو! هم دا هغه سړے دے“ اَؤ نورو ووئيل، ”نه، دا دَ هغۀ په شان دے. هغۀ په خپله ووئيل چه زَۀ هغه سړے يم.“
10
هغوئ ترے تپوس وکړو چه ”بينا څنګه شوے؟“
11
هغۀ جواب ورکړو، ”هغه سړے چه ورته عيسىٰ وائى هغه ليټئ جوړه کړه، زما په سترګو ئے ومږله اَؤ راته ئے ووئيل چه دَ شيلوخ تالاؤ ته لاړ شه اَؤ هلته ئے ووينځه. زَۀ هلته لاړم اَؤ ومے وينځلے اَؤ بينا شوم.“
12
هغوئ تپوس وکړو چه ”هغه دے چرته؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته نۀ ده معلُومه.“
13
هغه ړُوند سړے ئے فريسيانو له راوستو.
14
چونکه دا دَ سبت ورځ وه چه عيسىٰ ليټئ جوړه کړے وه اَؤ دَ هغۀ په سترګو ئے ومږله.
15
فريسيانو ترے تپوس وکړو چه ”دا تۀ هغۀ په څۀ بينا کړے؟“ سړى هغوئ ته ووئيل، ”هغۀ زما په سترګو ليټئ ومږله، بيا هغه ما ووينځلے اَؤ اوس بينا شوے يم.“
16
ځنو فريسيانو ووئيل چه ”دا دَ خُدائے سړے نۀ دے ځکه چه دَ سبت دَ ورځے اِحترام نۀ کوى.“ خو نورو ووئيل چه ”دَ يو ګُناه ګار سړى نه داسے عمل څۀ رنګ صادر کيدے شى؟“ نو په هغو کښے مُخالفت پيدا شو.
17
بيا هغوئ دَ هغۀ نه تپُوسونه شروع کړل چه ”ستا دَ هغۀ په حقله څۀ خيال دے؟ ځکه چه هغۀ ستا سترګے بينا کړے دى.“ هغۀ جواب ورکړو چه ”هغه نبى دے.“
18
خو يهوديانو په دے باور نۀ کاوو چه ګنى دا سړے ړُوند وو اَؤ بينا شو تر څو چه هغوئ دَ هغۀ دَ مور اَؤ پلار نۀ وُو رابللى
19
اَؤ تپوس ئے ترے نۀ وو کړے چه ”آيا دا سړے ستاسو زوئے دے؟ آيا تاسو دا وايئ چه دَئے ړُوند پيدا شوے وو؟ دا دَئے اوس څنګه بينا شو؟“
20
مور اَؤ پلار ئے جواب ورکړو، ”مُونږ ته دا معلُومه ده چه دا زمُونږ زوئے دے اَؤ دا چه دَئے ړُوند پيدا شوے وو.
21
خو دا څۀ رنګ وشول چه دے بينا شو اَؤ چا بينا کړو، دَ دے نه نۀ يُو خبر. دَ دۀ نه تپوس وکړئ، دَئے زلمے دے، دَئے به په خپله حال ووائى.“
22
دَ هغۀ مور اَؤ پلار دا جواب يهوديانو ته دَ ويرے له کبله ورکړو ځکه چه دَ يهوديانو مشران دَ مخکښے نه په دے يوه خُلۀ شوى وُو چه هر څوک چه عيسىٰ مسيح ومنى نو هغه به دَ دے عبادت خانے نه خارج کړے شى.
23
هم دغه وجه وه چه مور پلار ئے ووئيل چه هغه زلمے دے، پوښتنه ترے وکړئ.
24
نو بيا په دويم ځل هغوئ هغه سړے راوبللو څوک چه ړُوند وو اَؤ وئے وئيل، ”دَ خُدائے په وړاندے رښتيا رښتيا ووايه، مُونږ ته دا معلُومه ده چه دا سړے ګُناه ګار دے.“
25
هغۀ جواب ورکړو چه ”په دے نۀ يم خبر چه دا سړے ګُناه ګار دے اَؤ که نه، خو زَۀ صرف دَ دے نه خبر يم چه زَۀ ړُوند وم اَؤ اوس بينا شوے يم.“
26
هغوئ تپوس وکړو چه ”هغۀ تا سره څۀ وکړل اَؤ ستا سترګے ئے څنګه بينا کړے؟“
27
هغۀ جواب ورکړو چه ”ما خو درته يو ځل وړاندے وئيلى دى خو تاسو آؤريدل نۀ غوښتل، نو تاسو دا بيا ولے آؤريدل غواړئ؟ آيا تاسو هم دَ هغۀ مُريدان جوړيږئ؟“
28
نو بيا هغوئ په کنځلو شول اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تۀ دَ هغه سړى مُريد يئے خو مُونږ دَ مُوسىٰ مُريدان يُو.
29
مُونږ ته دا معلُومه ده چه خُدائے دَ مُوسىٰ سره خبرے کړے وے خو خبر نۀ يُو چه دَئے دَ کُومه راغلے دے.“
30
سړى جواب ورکړو چه ”څومره نا آشنا خبره ده! دا هغه سړے دے چه زما سترګے ئے بينا کړے اَؤ تاسو لا اوس هم نۀ يئ خبر چه دَئے دَ کُومے راغلے دے.
31
دا خو يوه ښکاره خبره ده چه خُدائے پاک دَ ګُناه ګارو نۀ آؤرى، هغه تش دَ هغه چا آؤرى چه دَ هغۀ نه ويريږى اَؤ دَ هغۀ په رضا ځى.
32
دَ ازل نه تر دے دمه لا چا دا نۀ دى آؤريدلى چه چا دَ پيدائشى ړُوند سترګے بينا کړے دى.
33
که دا سړے دَ خُدائے دَ طرفه نۀ وئے نو هغۀ هيڅ نۀ شُو کولے.“
34
هغوئ ورته ووئيل چه ”دا تۀ څوک يئے چه مُونږ ته سبقُونه ښائے؟ تۀ خو په ګُناه کښے پيدا اَؤ په ګُناه کښے لوئے شوے يئے.“ بيا هغوئ هغه دَ عبادت خانے نه وشړلو.
35
عيسىٰ واؤريدل چه هغه ئے دَ عبادت خانے نه شړلے دے. کله چه عيسىٰ هغه وليدو نو تپوس ئے ترے وکړو، ”آيا ستا په اِبن آدم ايمان شته؟“
36
سړى جواب ورکړو، ”مالِکه! ما ته دا ووايه چه هغه څوک دے چه زَۀ په هغۀ ايمان راؤړم.“
37
عيسىٰ ووئيل چه ”تا هغه ليدلے دے، رښتيا دا هغه دے چه درسره خبرے کوى.“
38
هغۀ ووئيل، ”مالِکه زما پرے ايمان دے.“ اَؤ هغۀ ته په سجده پريوتو.
39
عيسىٰ ووئيل چه ”زَۀ دے دُنيا ته دَ عدالت دَ پاره راغلے يم چه ړاندۀ بينا کړم اَؤ بينا ړاندۀ کړم.“
40
دَ عيسىٰ سره موجُودو فريسيانو ترے تپوس وکړو، ”ستا دا مطلب دے چه ګنى مُونږ راندۀ يُو؟“
41
عيسىٰ ووئيل، ”که چرے تاسو ړاندۀ وئے نو ستاسو ګُناه به نۀ وه خو کله چه تاسو وايئ چه مُونږ وينُو، نو ستاسو ګُناه پاتے کيږى.“
← Chapter 8
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 10 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21