bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 14
John 14
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 15 →
1
ستاسو غمژن زړُونه دِ ګبراؤ نۀ شى، په خُدائے يقين لرئ، هم په ما يقين لرئ.
2
زما دَ پلار په کور کښے دَ اوسيدو ډير ځايُونه دى. که چرے داسے نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته وئيلى وُو. ځکه زَۀ ځم چه ستاسو دَ پاره هلته ځائے تيار کړم.
3
اَؤ که هلته زَۀ لاړ شم اَؤ تاسو ته ځائے تيار کړم نو په خپله به بيا راشم اَؤ تاسو به دَ ځان سره بوزم، ځکه چه چرته چه زَۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
4
اَؤ زما هغه لار تاسو ته معلُومه ده.“
5
توما ووئيل، ”مالِکه! مُونږ ته دا نۀ ده معلُومه چه تۀ چرته روان يئے، نو مُونږ دَ دے لارے نه څۀ خبريدے شُو؟“
6
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ لار يم، زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلے نه بغير پلار ته نۀ شى راتلے.
7
که چرے تاسو زَۀ پيژندلے نو تاسو به پلار هم پيژندلو. اوس تاسو هغه پيژنئ نو هغه تاسو ليدلے دے.“
8
فيليپوس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه! تۀ مُونږ ته پلار وښايه نو مُونږ نورے پوښتنے نۀ کوو.“
9
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”فيليپوسه! تاسو سره زَۀ دَ دومره مُودے نه يم اَؤ بيا مے هم نۀ پيژنے څۀ؟ هر چا چه زَۀ ليدلے يم پلار ئے هم ليدلے دے، نو بيا تۀ څنګه وائے چه مُونږ ته پلار وښايه؟
10
آيا په دے ستاسو باور نِشته چه زَۀ په پلار کښے يم اَؤ پلار په ما کښے دے؟ زَۀ چه څۀ خبرے تاسو ته کوم هغه دَ ځان نه نۀ کوم، دا هغه دے چه په ما کښے اوسى اَؤ خپل کار کوى.
11
چه زَۀ دا وايم چه پلار په ما کښے دے اَؤ زَۀ په پلار کښے نو په دے باور وکړئ اَؤ يا دَ دے کارُونو په سبب باور وکړئ.
12
رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، څوک چه په ما ايمان راؤړى هغه به هم هغه څۀ کوى لکه چه ئے زَۀ کوم، اَؤ هغه به لا دَ دے نه هم زيات کارُونه کوى ځکه چه زَۀ پلار له روان يم.
13
رښتيا چه تاسو څۀ چه هم زما په نُوم وغواړئ هغه به زَۀ کوم ځکه چه دَ پلار جلال په زوى کښے څرګند شى
14
تاسو چه څۀ هم زما په نُوم وغواړئ زَۀ به ئے کوم.“
15
که تاسو زما سره مينه کوئ نو زما په حُکمُونو عمل کوئ.
16
اَؤ زَۀ به پلار ته خواست وکړم چه تاسو ته بل مددګار درکړى څوک چه به تاسو سره مُدام وى،
17
اَؤ هغه به دَ حق رُوح وى، دُنيا هغه نۀ شى قبلولے ځکه چه دُنيا نۀ خو هغه وينى اَؤ نۀ ئے پيژنى خو تاسو ئے پيژنئ ځکه چه هغه تاسو سره اوسى اَؤ په تاسو کښے وى.
18
زَۀ به تاسو يتيمان نۀ پريږدم، زَۀ تاسو ته بيرته راځم.
19
لږ ساعت پس به دُنيا بيا ما نۀ وينى خو تاسو به مے وينئ. ځکه چه زَۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ.
20
بيا به تاسو پوهه شئ چه زَۀ په خپل پلار کښے يم اَؤ تاسو په ما کښے يئ اَؤ زَۀ په تاسو کښے يم.
21
دَ هر چا سره چه زما حُکمُونه دى اَؤ په هغو عمل کوى نو دا هغه دى چه ما سره مينه کوى. هر څوک چه ماسره مينه کوى زما پلار به ور سره مينه وکړى اَؤ زَۀ به دَ هغۀ سره مينه وکړم اَؤ خپل ځان به ورته څرګند کړم.
22
بل يهوداه ترے تپوس وکړو، اِسکريوتى نه، ”مالِکه! آخر دا څۀ وجه ده چه تۀ دا وائے چه تۀ به صرف مُونږ ته ځان څرګند کړے اَؤ نورے دُنيا ته نه؟“
23
عيسىٰ جواب ورکړو، ”هغه څوک چه زما سره مينه کوى، هغه به زما په کلام عمل کوى اَؤ بيا به زما پلار هم دَ هغۀ سره مينه کوى، اَؤ پلار اَؤ زَۀ به هغۀ له ځُو چه دَ هغۀ سره اوسُو.
24
خو هغه څوک چه ما سره مينه نۀ کوى هغه زما په کلام عمل نۀ کوى. اَؤ کُوم کلام چه تاسو آؤرئ دا زما نۀ دے دا دَ پلار کلام دے چا چه زَۀ را استولے يم.
25
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل په دے وخت چه زَۀ له تاسو سره يم،
26
خو مددګار يعنے رُوحُ القُدس چه به پلار زما په نُوم را استوى، هغه به تاسو ته هر څۀ ښائى اَؤ بيا به درته هغه څۀ رايادوى، کُوم چه ما تاسو ته وئيلى دى.
27
زَۀ تاسو ته سلامتيا پريږدم، زما خپله سلامتيا، هغه چه دُنيا ئے نۀ شى ورکولے. مه ګبراويږئ اَؤ مه ويريږئ.
28
تاسو واؤريدل چه ما ووئيل، زَۀ درنه روان يم اَؤ بيا تاسو ته بيرته راځم. که چرے تاسو ما سره مينه کولے نو تاسو به په دے آؤريدو سره خوشحاله شوى وئ چه زَۀ پلار له روان يم ځکه چه پلار له ما نه لوئے دے.
29
ما تاسو ته اوس دَ مخکښے نه دا وئيلى دى ځکه چه دا پيښه شى نو تاسو ايمان راؤړئ.
30
زَۀ به تاسو سره زياتے خبرے ونۀ کړم ځکه چه دَ دے دُنيا سردار راتلُونکے دے. دَ هغۀ په ما باندے هيڅ اِختيار نِشته،
31
خو دُنيا ته به دا خامخاه څرګنده شى چه زَۀ دَ پلار سره مينه کوم اَؤ بيخى هغه شان ئے کوم څنګه چه هغه حُکم کوى. نو پاڅئ چه له دے ځائے نه لاړ شُو.“
← Chapter 13
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 15 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21