bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 16
John 16
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 17 →
1
ما دا تاسو ته وئيلى دى چه تاسو به تيندک ونۀ خورئ.
2
هغوئ به تاسو دَ عبادت خانو نه خارج کړى، بلکه داسے وخت راتلُونکے دے چه هر هغه څوک چه تاسو قتلوى نو دا ګُمان به کوى چه ګنى دَ خُدائے خدمت کوى.
3
هغوئ به دا کارُونه ځکه کوى چه نه خو هغوئ پلار پيژنى اَؤ نه ما.
4
ما دا ځکه درته وئيلى دى چه کله چه دَ دے دَ پُوره کيدو وخت راشى نو تاسو زما خبردارے ياد لرئ. ما تاسو ته دا خبرے اَول ځکه ونۀ کړے چه زَۀ تاسو سره وم،
5
خو اوس زَۀ هغه چا ته روان يم چا چه زَۀ راليږلے يم. په تاسو کښے هيڅوک زما نه دا تپوس نۀ کوى چه تۀ چرته روان يئے؟
6
خو بیا هُم څهٔ چه ما تاسو ته وئیلی دی دَ هغے به وجه تاسو غمژن شوی يئ
7
خو بيا هم زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دا ستاسو دَ بهترئ دَ پاره ده چه زَۀ ستاسو نه جُدا کيږم. که چرے زَۀ ستاسو نه لاړ نۀ شم نو مددګار به رانۀ شى اَؤ که چرے زَۀ لاړ شم نو هغه به زَۀ تاسو ته راواستُوم.
8
کله چه هغه راشى نو هغه به دُنيا دَ ګُناه اَؤ دَ صداقت اَؤ اِنصاف په باب کښے ملامته کړى،
9
دَ ګُناه په باب کښے ځکه چه په ما ايمان نۀ راؤړى،
10
اَؤ دَ صداقت په باب کښے ځکه چه زَۀ پلار له ځم اَؤ تاسو به مے بيا ونۀ وينئ،
11
اَؤ دَ اِنصاف په باب کښے ځکه چه دَ دے دُنيا سردار مُجرم کړے شو.
12
نورے هم ډيرے خبرے دى چه تاسو ته مے کړے وئے خو دا به اوس تاسو برداشت کولے نۀ شئ.
13
خو کله چه دَ حقيقت رُوح راشى نو هغه به تاسو ته دا ټول حقيقت وښائى ځکه چه هغه به دَ خپله ځانه هيڅ نۀ وائى، خو هغه څۀ به وائى کُوم چه هغه آؤرى اَؤ هغه به تاسو په راتلُونکى واقعاتو خبر کړى.
14
هغه به زما جلال ښکاره کوى ځکه چه له ما نه به ئے آخلى اَؤ تاسو به پرے خبر کړى.
15
هر څۀ چه دَ پلار دى هغه زما دى اَؤ دغه وجه ده چه ما ووئيل چه له ما نه به ئے آخلى اَؤ تاسو به پرے خبروى.
16
لږ ساعت پاتے دے اَؤ بيا به تاسو ما نۀ وينئ اَؤ بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ.
17
دَ هغۀ ځنو مُريدانو يو بل ته ووئيل، ”دَ هغۀ دَ دے نه څۀ مطلب دے چه لږ ساعت پاتے دے اَؤ تاسو به بيا ما نۀ وينئ اَؤ بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟ اَؤ په دے چه زَۀ خپل پلار له روان يم؟“
18
هغوئ وئيل چه ”دَ دے لږ ساعت نه څۀ مطلب دے چه هغه ئے يادوى؟ مُونږ په دے هيڅ نۀ پوهيږُو چه هغه څۀ وائى.“
19
عيسىٰ په دے پوهه شو چه هغوئ له ما نه دَ تپوسُونو په طلب دى اَؤ وئے وئيل، ”آيا تاسو په دے بحث کوئ څۀ چه ما ووئيل چه لږ ساعت پاتے دے اَؤ بيا به تاسو ما نۀ وينئ اَؤ بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟
20
نو زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه تاسو به ژاړئ اَؤ وير به کوئ خو دُنيا به خوشحاله وى. خو سره دَ دے چه تاسو به په غم کښے ډوب يئ خو ستاسو غم به په خوشحالئ بدل شى.
21
دَ زيږيدو دَ دړدُونو په وخت خو په ښځه تکليف وى ځکه چه دَ بچى دَ پيدا کيدو وخت راغلے وى، خو کله چه بچے پيدا شى نو دَ هغے سختے په خوشحالئ بدلے شى ځکه چه يو اِنسان په دُنيا کښے وزيږيدو.
22
اَؤ تاسو غمژن يئ خو زَۀ به تاسو بيا ووينم اَؤ بيا به تاسو خوشحاله يئ اَؤ هيڅوک به هم ستاسو خوشحالى وانۀ خلى.
23
هغه ورځ به تاسو زما په حقله هيڅ پوښتنه نۀ کوئ. رښتيا رښتيا درته وايم، که چرے تاسو زما په نُوم دَ پلار نه چه څۀ وغواړئ نو هغه به ئے درکړى.
24
تر اوسَ پورے تاسو زما په نُوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ اَؤ دربه کړے شى په دے چه ستاسو خوشحالى مُکمله شى
25
تر دے خو ما تاسو ته په مِثالُونو خبر کولے، خو وخت راروان دے چه زَۀ به بيا په مِثالُونو کښے خبرے نۀ کوم خو په ډاګه به درته دَ پلار په حقله خبرے کوم.
26
کله چه هغه ورځ راشى نو تاسو به زما په نُوم وغواړئ اَؤ زَۀ دا نۀ وايم چه ګنى زَۀ به تاسو دَ پاره پلار ته سوال کوم.
27
ځکه چه په پلار تاسو په خپله ګران يئ، ځکه چه زَۀ په تاسو ګران وم اَؤ ايمان مو راوړے دے چه زَۀ دَ خُدائے نه راوتلے يم.
28
زَۀ دَ پلار نه راوتلے يم اَؤ دے دُنيا ته راغلے يم اَؤ اوس زَۀ دُنيا بيا پريږدم اَؤ پلار له ځم.“
29
دَ هغۀ مُريدانو ووئيل، ”ګوره! تۀ اوس په ډاګه وايئے اَؤ په مِثالُونو کښے نۀ وايئے.
30
مُونږ اوس پوهيږُو چه تۀ دَ هر څۀ نه خبر يئے اَؤ دَ تپوسُونو حاجت درنه نِشته. هم په دے وجه زمُونږ دا يقين دے چه تۀ دَ خُدائے نه راوتلے يئے.“
31
عيسىٰ جواب ورکړو، ”آيا تاسو اوس يقين لرئ څۀ؟
32
ګورئ وخت راروان دے، بلکه دا راغلے هم دے چه تاسو به ټول خوارۀ وارۀ شئ اَؤ خپلو کورُونو ته به لاړ شئ اَؤ ما به يکى يواځے پريږدئ، خو بيا هم زَۀ يواځے نۀ يم ځکه چه پلار راسره دے.
33
ما تاسو ته دا هر څۀ ځکه وئيلى دى چه په ما کښے به ستاسو سلامتيا وى. اَؤ په دُنيا کښے به په تاسو سختے وى خو زړۀ ور شئ ځکه چه زَۀ په دُنيا غالب راغلے يم.“
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 17 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21