bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 5
John 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 6 →
1
پس له هغے عيسىٰ بيتُ المُقدس ته دَ يهوديانو په يو اختر کښے دَ شامليدو دَ پاره لاړو.
2
په بيتُ المُقدس کښے دَ ګډو دَ دروازے څخه يو تالاؤ دے چه پينځۀ ستنے په کښے ولاړے دى اَؤ دَ يهوديانو په ژبه کښے ورته بيت صيدا وائى.
3
په دے ستنو کښے ګڼ ناروغه ګوډ، شل اَؤ ړاندۀ پراتۀ وُو.
4
ځکه چه وخت په وخت به يوه فرښته دے تالاؤ ته راکُوزيده اَؤ دا اوبه به ئے خوځولے اَؤ هغه څوک چه به دَ ټولو نه وړُومبے دے اوبو ته ورکُوز شو نو هر څۀ بيمارى چه به ئے وه دَ هغے نه به روغ شو.
5
په دغه خلقو کښے يو سړے وو چه دَ دوه کم څلويښتو کالو راسے شل وو.
6
کله چه عيسىٰ هغه هلته پروت وليدو اَؤ دَ دے نه خبر شو چه دے دَ دومره مُودے راسے بيمار دے، نو هغۀ ورته ووئيل، ”آيا تۀ روغيدل غواړے څۀ؟“
7
هغۀ جواب ورکړو چه ”صاحبه! زما هيڅوک نِشته چه هر کله چه اوبۀ وخوځولے شى چه ما دے تالاؤ ته ورکُوز کړى اَؤ کله چه زَۀ وروخوځم نو بل زما نه مخکښے وردانګلى وى.“
8
عيسىٰ جواب ورکړو، ”په خپلو پښو ودريږه، خپله بستره واخله اَؤ ځه!“
9
سړے سمدستى جک جوړ شو، خپله بستره ئے واخسته اَؤ روان شو. دا دَ سبت ورځ وه.
10
نو ديهوديانو هغه روغ کړى شوى سړى ته ووئيل، ”دا دَ سبت ورځ ده. دَ سبت په ورځ تا ته دَ خپلے بسترے دَ وړلو اِجازت نِشته.“
11
هغۀ جواب ورکړو چه ”کُوم سړى چه زَۀ روغ کړم هغۀ ما ته حُکم راکړو چه خپله بستره واخله اَؤ ځه.“
12
هغوئ دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه ”هغه سړے څوک دے چه تا ته ئے ووئيل چه خپله بستره واخله اَؤ ځه؟“
13
خو هغه شل سړى ته څوک چه روغ کړے شوے وو دا نۀ وه معلُومه ځکه چه هلته ډيره ګڼه وه اَؤ عيسىٰ په ګڼه کښے ديخواه اخواه شوے وو.
14
لږ ساعت پس عيسىٰ هغه دَ خُدائے په کور کښے وليدو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”اوس چه تۀ بيا ښۀ شوے يئے نو ګُناه کول پريږ ده، ګنى دَ دے نه به هم درته زيات تکليف پيښ شى.“
15
هغه سړے په مخه لاړو اَؤ يهوديانو ته ئے ووئيل چه ”دا زَۀ چه چا روغ کړے وم دا عيسىٰ وو.“
16
دا دَ سبت ورځ دَ دغه قِسم کارُونو کولو سبب وو چه يهوديان ئے راوپارول اَؤ عيسىٰ ئے په عذاب کړو.
17
ولے عيسىٰ جواب ورکړو چه ”زما پلار لا تر اوسه کار کوى اَؤ زَۀ هم کار کوم.“
18
په دے يهوديان نور هم دَ هغۀ په مرګ پسے شول ځکه چه يواځے دا نه چه هغۀ دَ سبت حُکم ماتولو بلکه دا هم چه هغۀ خُدائے ته خپل پلار وئيل اَؤ دَ هغۀ سره ئے دَ برابرئ دعوىٰ کوله.
19
دَ دے اِلزام په جواب کښے عيسىٰ ووئيل چه ”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم، زوئے په خپله هيڅ نۀ شى کولے بے له هغه کار نه چه وينى چه پلار ئے کوى. څۀ چه پلار کوى هغه زوئے هم کوى.
20
ځکه چه پلار دَ زوئے سره مينه کوى اَؤ خپل ټول کارُونه ورته څرګندوى. لا دَ دے نه زيات لوئے کارُونه به ورته داسے څرګند کړى چه تاسو به حيران پاتے شئ.
21
لکه چه پلار مړى پاڅوى اَؤ هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئے هم هر چا له چه غواړى ژوند ورکوى.
22
بيا دا چه پلار دَ يو کس هم عدالت نۀ کوى بلکه دا اِختيار ئے هم زوئے ته سپارلے دے.
23
اَؤ دا دَ هغۀ مرضى ده چه ټول دِ دَ زوئے هم په هغه شان عزت کوى لکه چه دَ پلار ئے کوى. څوک چه دَ زوئے عزت نۀ کوى هغه دَ پلار عزت نۀ کوى چه هغه ئے را استولے دے.
24
رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، کُوم سړے چه زما خبرو ته غوږ ږدى اَؤ په هغه چا باور لرى چه زَۀ ئے را استولے يم هغه تل عُمرى ژوندوُن لرى اَؤ په هغۀ به دَ سزا حُکم ونۀ شى ځکه چه هغه دَ مخکښے نه دَ مرګ نه ژوندُون ته آؤړيدلے دے.
25
رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، يو وخت داسے راروان دے اَؤ بے شکه چه هغه بيا راغلے دے چه مړى به دَ خُدائے دَ زوى آواز آؤرى اَؤ چه څوک ئے واؤرى هغه به راژوندى شى.
26
ځکه چه څۀ رنګ چه پلار دَ تل ژوندُون لرى دغه شان ئے زوى له هم دَ تل ژوندُون اِختيار ورکړے دے چه دَ تل ژوندُون ولرى.
27
دَ اِبن آدم په حيث هغۀ ته دا اِختيار هم ورکړے شوے دے چه هغه عدالت وکړى.
28
په دے حيرانيږئ مه ځکه چه يو داسے وخت راتلُونکے دے چه هغه ټول څوک چه په قبرُونو کښے دى به دَ دَۀ آواز آؤرى.
29
اَؤ چا چه نيکى کړى وى هغوئ به دَ تل ژوندُون دَ پاره اَؤ چا چه بد کړى وى هغوئ به دَ سزا دَ پاره راپورته کړے شى.
30
زَۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. زَۀ فيصله کوم څنګه چه ما ته وئيلى شوى دى اَؤ زما فيصله هم دَ اِنصاف ده ځکه چه زما مقصد زما دَ مرضئ نۀ دے بلکه دَ هغۀ دَ مرضئ دے چا چه زَۀ راليږلے يم.
31
که چرے زَۀ دَ خپل ځان ګواهى کوم نو دغه ګواهى رښتُونى نۀ ده.
32
بلکه يو بل هم شته چه هغه زما دَ پاره ګواهى ورکوى اَؤ زما دا يقين دے چه دَ هغۀ ګواهى رښتُونى ده.
33
تاسو يحيىٰ ته هم خپل اَستازى وراستولى وُو اَؤ دَ دے حقيقت ګواهى مو ترے حاصله کړه.
34
په دے نه چه ګنى زَۀ دَ انسانى ګواهئ حاجتمند يم خو زَۀ تاسو ته دا خبره دريادوم دَ دے دَ پاره چه تاسو خلاصُون ومُومئ.
35
يحيىٰ په مِثال دَ يوے ډيوے وو چه تيزه رڼا ئے وه اَؤ دَ څۀ وخت دَ پاره تاسو دے ته هم تيار وئ چه دَ هغۀ په رڼا کښے خوشحالى وکړئ.
36
خو زَۀ دَ يحيىٰ له ګواهئ نه لويه ګواهى لرم ځکه چه هغه کارُونه چه زما پلار ما ته حواله کړى وُو چه زَۀ ئے وکړم اَؤ سر ته ئے ورسوم، دا کارُونه زما ګواهى ورکوى چه پلار زَۀ را استولے يم.
37
پلار چه زَۀ ئے را استولے يم زما ګواهى کړے ده چه هيڅ کله تاسو هم دَ هغه آواز نۀ دے آؤريدلے اَؤ نۀ مو هغه ليدلے دے.
38
خو دَ هغۀ کلام په تاسو کښے هيڅ ځائے نۀ دے مُوندلے ځکه چه په تاسو کښے يو هم په هغۀ باور نۀ کوى څوک چه هغۀ را استولے دے.
39
تاسو صحيفے لولئ اَؤ دا مو فرض کړى دى چه دَ دوئ په ساتلو به تاسو دَ تل ژوندُون ومُومئ خو هغوئ هم زما په حقله ګواهى ورکوى.
40
بيا هم تاسو زما طرف ته راتلل نۀ خوښوئ چه دَ تل ژوندُون ومُومئ.
41
زَۀ دَ چا نه دَ عزت طمعدار نۀ يم.
42
ځکه چه ما ته ښۀ معلومه ده چه ستاسو په زړُونو کښے دَ خُدائے مينه نِشته.
43
زَۀ دَ خپل پلار په نامه راغلے يم اَؤ تاسو ما نۀ قبلوئ خو که بل څوک په خپله نامه راشى نو تاسو به ئے قبُول کړئ.
44
تاسو څۀ رنګ دَ ايمان خاوندان کيدے شئ کله چه تاسو دَ يو بل نه دَ عزت اُميد لرئ اَؤ هغه عزت چه دَ واحد خُدائے له طرفه دے، لټُون نۀ کوئ.
45
دا خيال مۀ کوئ چه زَۀ ګنى دَ پلار په عدالت کښے تاسو مُجرمان ګرزوم. مُوسىٰ تاسو مُجرمان کړى يئ، هغه مُوسىٰ چه تاسو پرے خپل اُميدُونه تړلى دى.
46
که چرے تاسو په مُوسىٰ ايمان لرئ نو په ما به ئے هم لرئ ځکه چه هغۀ څۀ ليکلى دى، هغه زما په حقله دى.
47
خو که تاسو په هغے چه څۀ هغۀ ليکلى دى، ايمان نۀ لرئ نو څۀ چه زَۀ وايم په هغے به څۀ رنګ ايمان ولرئ.“
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21