bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 6
John 6
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 7 →
1
څۀ مُوده پس عيسىٰ دَ ګليل دَ درياب بلے غاړے ته لاړو چه تيبرياس هم ورته وائى.
2
اَؤ يوه لويه ګڼه ورپسے وه چا چه دَ ناروغو دَ روغولو اَؤ دَ رنځُورانو دَ روغيدو ننداره ليدلے وه.
3
بيا عيسىٰ دَ غرۀ لمنے ته لاړو اَؤ هلته دَ مُريدانو سره کښيناستو.
4
دَ فسح دَ اختر وخت رانزدے وو کُوم چه دَ يهوديانو لوئے اختر وى.
5
بيا چه عيسىٰ خپلے سترګے اُوچتے کړے نو يوه لويه ګڼه ئے وليده چه دَ هغۀ په طرف راروانه ده. نو عيسىٰ فيليپوس ته ووئيل چه ”مُونږ به دَ دے خلقو دَ پاره ډوډئ دَ کُومه را پيدا کوو؟“
6
دا ئے صرف دَ هغۀ دَ آزميښت دَ پاره ووئيل، ګنى هسے عيسىٰ ته دا معلُومه وه چه هغه به څۀ کوى.
7
فيليپوس ورته جواب ورکړو چه ”په دوؤ سوو دينارو به هم دومره ډوډئ ونۀ شى چه دَ دے خلقو لږه لږه ورسى.“
8
دَ هغۀ په مُريدانو کښے يو مُريد اندرياس چه دَ شمعُون پطروس ورور وو، هغۀ ته ئے ووئيل چه
9
”دلته يو هلک دے. دَ هغۀ سره دَ اوربشو پينځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان شته، خو هغه به دَ دے دومره خلقو دَ پاره څۀ وى؟“
10
عيسىٰ ووئيل، ”دا خلق کښينوئ.“ هلته ښه ډير واښۀ وُو، نو سړى چه خوا اَؤ شا پينځۀ زره وُو، کښيناستل.
11
بيا عيسىٰ ډوډئ واخستے، شکر ئے وکړو اَؤ هغه ئے په هغه ناستو خلقو وويشلے اَؤ هم دغه رنګ عمل ئے دَ کبانو سره وکړو اَؤ هغوئ په مړه ګيډه وخوړل.
12
کله چه ټولو ښۀ په مړه خيټه خوراک وکړو نو هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ”دا پاتے شوے ټُکړے راټولے کړئ دَ دے دَ پاره چه هيڅ هم درنه ضائع نۀ شى.“
13
هغوئ داسے وکړل اَؤ دَ هغه پنځو ډوډو دَ خوړلو نه پس دومره ټُکړے پاتے شوے چه دولس ټوکرئ ترے ډکے شوے.
14
کله چه خلقو دَ عيسىٰ دا مُعجزه وليده نو دا خبره خوره شوه چه په رښتيا دا به هم هغه نبى وى دَ کُوم دَ راتلو زيرے چه شوے وو.
15
عيسىٰ چه دَ دے نه خبر شو چه هغوئ دَ هغۀ دَ نيولو اَؤ خپل بادشاه جوړولو په اِراده دَ راتلو نيت لرى نو هغه بيرته غرۀ ته ستُون شو.
16
چه شپه خوره شوه نو دَ عيسىٰ مُريدان دَ درياب غاړے ته لاړل،
17
په خپله کِشتئ کښے کښيناستل اَؤ کفرنحُوم ته دَ پورے وتو په نيت ئے خپله کِشتئ ټيل وهله. تيارۀ بيا خوره شوے وه اَؤ عيسىٰ لا ورسره يو ځائے شوے نۀ وو.
18
په دے دوران کښے تيزه سيلئ چليده اَؤ درياب چپے چپے وو.
19
کله چه هغوئ درے څلور ميله کِشتئ وچلوله نو هغوئ عيسىٰ په اوبو باندے روان وليدو چه دَ کِشتئ په لور را نزدے کيږى. هغوئ ويرے واخستل،
20
خو عيسىٰ آواز ورکړو، ”ويريږئ مه، دا زَۀ يم.“
21
نو بيا هغوئ دے ته تيار شُو چه هغه کِشتئ ته پريږدى اَؤ سمدستى کِشتئ هغه غاړے ته ورسيده چرته چه دَ دوئ دَ تلو نيت وو.
22
بل سحر هغه ګڼه دَ درياب په بله غاړه ولاړه وه اَؤ هغوئ هلته صرف يوه کِشتئ کتلے وه اَؤ دَ دے نه خبر وُو چه عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره کِشتئ ته نۀ وو ختلے، څوک چه دَ هغۀ نه بغير لرے لاړل.
23
بهر حال دَ تيبرياس نه نورے کِشتئ دے غاړے ته هغه ځائے ته نزدے راغلے چرته چه خلقو هغه ډوډئ خوړلے وه، په کُومه چه مالِک شکر ويستلے وو.
24
کله چه خلقو وکتل چه هلته نۀ خو عيسىٰ وو اَؤ نۀ ئے مُريدان وُو نو هغوئ په خپله په کشتو کښے سوارۀ شول اَؤ دَ عيسىٰ په تلاش کښے کفرنحُوم ته روان شول.
25
هغوئ په بله غاړه عيسىٰ وليدو اَؤ هغوئ عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه! تۀ دلته کله راغلے؟“
26
عيسىٰ جواب ورکړو، ”رښتيا خو دا دى چه زَۀ په دے خبر يم چه تاسو زما په تلاش کښے ځکه نۀ ئے راغلى چه تاسو نخښے وکتلے بلکه ځکه چه تاسو ډوډئ وخوړه اَؤ لوږه مو ما ته شوه.
27
تاسو خوارى وکړئ، نۀ صرف دَ دے فانى ډوډئ دَ پاره بلکه دَ هغے ډوډئ دَ پاره چه دَ تل تر ژوندُون پورے پاتے کيږى. اَؤ اِبن آدم به تاسو ته دا ډوډئ درکړى ځکه چه هم په هغۀ باندے پلار يعنے خُدائے په خپله دَ اِختيارمند کيدو مُهر لګولے دے.“
28
بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چه ”مُونږ ته څۀ کول په کار دى چه دَ خُدائے کار وکړو؟“
29
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”دَ خُدائے کار دا دے چه په هغه چا ايمان راؤړى چه هغه ئے را استولے دے.“
30
هغوئ ووئيل، ”تۀ مُونږ ته کُومه مُعجزه ښکاره کولے شے چه مُونږ په تا ايمان راؤړو؟ تۀ به څۀ وکړے؟
31
لکه چه صحيفے وائى چه زمُونږ پلارُونو نيکُونو په صحرا کښے من خوړلو، هغۀ هغوئ له دَ آسمان نه خوراک ورکوو.“
32
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه دا رښتيا نۀ دى چه مُوسىٰ تاسو ته دَ آسمان نه رښتينے ډوډئ درکوله بلکه دا رښتيا دى چه زما پلار تاسو ته دَ آسمان نه ډوډئ درکوى.
33
کُومه ډوډئ چه خُدائے درکوى هغه دَ آسمان نه راکُوزيږى اَؤ دُنيا له ژوندُون ورکوى.“
34
هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه! مُونږ ته دغه ډوډئ اوس اَؤ هميشه راکوه.“
35
عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”زَۀ دَ ژوندون ډوډئ يم. څوک چه ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ وږے کيږى اَؤ څوک چه په ما ايمان راؤړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى.
36
خو څنګه چه ما ووئيل چه تاسو زَۀ ليدلے يم خو ايمان راباندے نۀ راؤړئ.
37
هر څۀ چه زما پلار ما ته راکوى هغه به ما له راځى اَؤ څوک چه ما له راځى هغه به زَۀ هيڅ کله ونۀ شړم.
38
زَۀ دَ آسمان نه دَ خپلے رضا کولو دَ پاره نۀ يم راکُوز شوے بلکه دَ هغۀ دَ رضا دَ پاره چا چه زَۀ را استولے يم.
39
دا دَ هغۀ رضا ده چه هغۀ چه ما ته هر څۀ راکړى دى دَ هغے نه يو هم ورک نۀ کړم خو هغه ټول په آخرى ورځ راپورته کړم.
40
ځکه چه دا زما دَ پلار مرضى ده چه هر هغه څوک چه زوئے ووينى اَؤ په هغۀ ايمان راؤړى، هغه دے دَ تل ژوندُون خاوند شى، اَؤ زَۀ به ئے په آخرى ورځ بيا پاڅوم.“
41
په دے باندے يهوديان وګُوريدل ځکه چه هغۀ ووئيل چه ”زَۀ هغه دَ آسمان نه راکُوزه شوے ډوډئ يم.“
42
هغوئ ووئيل، ”په رښتيا چه دَئے خو دَ يُوسف زوئے عيسىٰ دے چه مُونږ دَ دَۀ مور اَؤ پلار پيژنُو، نو بيا څنګه دَئے وئيلے شى چه زَۀ دَ آسمان نه راکُوز شوے يم؟“
43
نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چه ”په خپلو کښے مه ګُوريږئ
44
ځکه چه ما ته يو داسے سړے نۀ شى راتلے کُوم چه پلار چه زَۀ ئے راليږلے يم ما ته رانۀ کاږى، اَؤ زَۀ به هغه په آخرى ورځ راپورته کړم.
45
اَؤ دا دَ نبيانو په صحيفو کښے ليک دى. ”اَؤ هغوئ به خُدائے پوهه کړى.“ هر هغه څوک چه دَ پلار آؤرى اَؤ زده کړى هغه ما ته راځى.
46
زما مطلب دا نۀ دے چه ګنى چا پلار ليدلے دے بے له هغۀ نه چه دَ خُدائے نه راغلے دے، هغۀ پلار ليدلے دے.
47
په رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته دا وايم چه ايمان راړُونکے دَ تل ژوندُون خاوند دے.
48
زَۀ دَ ژوندُون ډوډئ يم
49
ستاسو پلارُونو نيکُونو په صحرا کښے من وخوړلو اَؤ هغوئ مړۀ دى.
50
خو زَۀ دَ هغے ډوډئ خبره کوم کُومه چه دَ آسمان نه راځى، هر څوک چه هغه وخورى نو هغه هيچرے نۀ مرى.
51
زَۀ دَ ژوندُون ډوډئ يم چه دَ آسمان نه راکُوزه شوے ده. اَؤ څوک چه دا ډوډئ وخورى هغه به تل ژوندے وى. کُومه ډوډئ چه زَۀ ورکوم هغه زما جُسه ده اَؤ زَۀ ئے دَ دُنيا دَ ژوندون دَ پاره ورکوم.“
52
په دے په يهوديانو کښے يوه زبردسته جګړه راپورته شوه، هغوئ ووئيل چه ”دا سړے خپله جُسه مُونږ ته خوړلو له څنګه را کولے شى؟“
53
عيسىٰ جواب ورکړو، ”په رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته وايم چه تر څو چه تاسو دَ اِبن آدم جُسه ونۀ خورئ اَؤ دَ هغۀ وينه ونۀ څښئ تر هغے تاسو په ځان کښے ژوندُون نۀ شئ ليدے.
54
څوک چه زما جُسه وخورى اَؤ زما وينه وڅښى هغه دَ تل ژوندُون خاوند دے اَؤ هغه به زَۀ په آخرى ورځ پورته کړم.
55
زما جُسه حقيقى خوراک دے اَؤ زما وينه حقيقى څښاک دے
56
څوک چه زما جُسه خورى اَؤ زما وينه څښى هغه په ما کښے پاتے کيږى اَؤ زَۀ په هغۀ کښے پاتے کيږم
57
لکه چه ژوندى پلار زَۀ راواستولم اَؤ زَۀ دَ پلار په وجه ژوندے يم، دغه شان څوک چه ما وخورى هغه به زما په وجه ژوندے وى
58
هم دا هغه ډوډئ ده چه دَ آسمان نه را کُوزه شوے ده اَؤ دا دَ هغه ډوډئ په شان نۀ ده چه زمُونږ پلارُونو نيکونو وخوړله اَؤ مړۀ شول. څوک چه دا ډوډئ وخورى هغه به تل تر تله ژوندے وى.“
59
دا خبرے عيسىٰ هغه وخت په عبادت خانے کښے وکړے کله چه هغۀ په کفرنحُوم کښے تعليم ورکولو
60
دَ هغۀ ډيرو مُريدانو دَ دے په آؤريدو ووئيل چه ”دا زمُونږ دَ زغم نه بهر ده، نو بيا ئے څوک آؤريدلے شى؟“
61
عيسىٰ خبر وو چه دَ هغۀ مُريدان په دے حقله ګُوريږى، نو هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”آيا تاسو په دے خفه کيږئ؟
62
دا څۀ خبره ده که تاسو اِبن آدم هغه ځائے ته په ختو ووينئ چرته چه هغه وړُومبے وو؟
63
صرف رُوح دَ ژوندُون سبب دے، جُسه دَ هيڅ کار نۀ ده اَؤ کُومے خبرے چه ما تاسو ته کړے دى هغه هم رُوح دے اَؤ هم ژوندُون.
64
خو بيا هم په تاسو کښے ځنے داسے دى چه ايمان نۀ لرى.“ ځکه چه عيسىٰ ته دَ مخکښے نه دا معلُومه وه چه څوک به ايمان نۀ راؤړى اَؤ څوک به په هغۀ مُخبرى کوى.
65
ځکه هغۀ ووئيل چه ”دغه وجه ده چه ما تاسو ته ووئيل چه هيڅوک هم ما ته نۀ شى راتلے تر څو چه پلار ورته دا توان ورکړے نۀ وى.“
66
دَ هغه وخت نه پس دَ عيسىٰ ډير مُريدان دَ هغۀ نه په شا شول اَؤ دَ هغے نه پس دَ هغۀ سره نۀ ګرزيدل.
67
نو عيسىٰ هغه دولسو مُريدانو ته ووئيل، ”آيا تاسو هم ما پريښودل غواړئ؟“
68
شمعُون پطروس ورته جوب ورکړو، ”مالِکه چا له به مُونږ لاړ شُو؟ تا سره خو دَ تل ژوندُون خبرے دى.
69
زمُونږ په تا ايمان دے اَؤ مُونږ په دے پوهه شوى يُو چه تۀ دَ خُدائے قُدوس يئے.“
70
عيسىٰ جواب ورکړو، ”آيا ما تاسو دولس واړه غوره کړى نۀ يئ څۀ؟ خو په تاسو کښے يو اِبليس هم دے!“
71
دَ هغۀ مطلب دَ شمعُون اسکريوتى دَ زوئے يهوداه نه وو ځکه چه هم دا هغه وو چه په عيسىٰ به مُخبرى کوى اَؤ هغه په دغه دولسو مُريدانو کښے يو وو.
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 7 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21