bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 17
John 17
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 18 →
1
دَ دے خبرو نه پس عيسىٰ پورته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”پلاره! وخت راغے، خپل زوى له جلال ورکړه دَ دے دَ پاره چه ستا زوئے تا له جلال درکړى.
2
ځکه چه تا هغۀ له په ټولو بنى آدمو اِختيار ورکړے دے چه هغه ټولو له تل عُمرى ژوندُون ورکړى چه ورته تا حواله کړى دى.
3
دا تل عُمرى ژوندون دے چه تا وپيژنى چه تۀ يواځے رښتينے خُدائے يئے اَؤ عيسىٰ مسيح چه تا را استولے دے.
4
ما په هغه کار پُوره کولو ستا جلال په دے دُنيا کښے څرګند کړو، کُوم چه تا ما ته حواله کړے وو.
5
اَؤ اَئے پلاره! اوس تۀ ما ته په خپل حضُور کښے جلال راکړه، هغه جلال کُوم چه ما تا سره دَ دُنيا دَ پيدايښت نه اول لرلو.
6
ما ستا نُوم په هغه خلقو باندے څرګند کړے دے کُوم چه تا ما ته له دُنيا نه راکړى دى. هغوئ ستا وُو اَؤ تا ما له راکړى وُو اَؤ هغوئ ستا کلام قبُول کړے دے.
7
اَؤ اوس هغوئ پوهه شوى دى چه دا هر څۀ چه تا راکړى دى دا ستا دَ لورى دى.
8
ځکه چه ما هغوئ ته کلام ورکړے دے کُوم چه تا ما له راکړے دے، اَؤ دوئ هغه قبُول کړے دے، اَؤ هغوئ ته دا معلُومه شوه چه دا رښتيا دى چه زَۀ له تا نه راوتلے يم، اَؤ هغوئ په دے ايمان راوړے دے چه زَۀ تا را استولے يم.
9
زَۀ دَ هغوئ دَ پاره دُعا کوم، زۀ دَ دُنيا دَ پاره دُعا نۀ کوم خو دَ هغوئ دَ پاره چه تا راته په حواله کړى دى ځکه چه هغوئ ستا دى.
10
څۀ چه زما دى هغه ستا دى، اَؤ څۀ چه ستا دى هغه زما دى، اَؤ په هغوئ کښے زما جلال څرګند شوے دے.
11
زَۀ نور په دُنيا کښے نۀ يم خو دوئ به لا په دُنيا کښے وى اَؤ زَۀ ستا په طرف درروان يم. اَئے قدوسه پلاره! تۀ دَ خپل لوظ دَ خاطره دَ دوئ حفاظت وکړه چه تا ما ته راکړى دى، چه دوئ هم يو شى لکه چه مُونږ يو يُو.
12
چه زَۀ دَ دوئ سره وم نو ستا په نوم مے دَ هغوئ حفاظت کړے دے چه تا ما ته راکړى وُو اَؤ په هغوئ کښے يو هم دوزخ ته تلے نۀ دے بے له يو نه چه دوزخى دے ځکه چه دَ مُقدس کتاب ليک پُوره شى.
13
اَؤ اوس زَۀ تا ته درروان يم خو تر څو چه زَۀ په دے دُنيا کښے يم زَۀ دا وايم چه په دوئ کښے زما خوشحالى پُوره وى.
14
ما ستا پيغام هغوئ ته ورکړے دے اَؤ دَ دُنيا هغوئ بدى شى ځکه چه دوئ دَ دُنيا نۀ دى لکه چه زَۀ دَ دُنيا نۀ يم.
15
زَۀ ستا نه دا دُعا نۀ کوم چه دوئ دَ دے دُنيا نه وباسے خو دَ شرير نه حفاظت ورکړے.
16
دوئ دَ دُنيا نۀ دى لکه چه زَۀ دَ دُنيا نۀ يم.
17
دوئ دَ حقيقت په وسيله مُقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے.
18
لکه چه تا زَۀ دُنيا ته را استولے يم دغسے ما دوئ دُنيا ته استولى دى.
19
اَؤ اوس زَۀ دَ دوئ دَ خاطره خپل ځان مُقدس کوم چه دوئ هم دحقيقت په وسيله مُقدس شى.
20
خو زَۀ يواځے دَ دوئ دَ پاره دُعا نۀ کوم بلکه دَ هغه چا دَ پاره هم څوک چه دَ دوئ دَ کلام په وسيله په ما ايمان راؤړى.
21
تۀ دوئ ټول يو کړه. لکه چه تۀ پلاره په ما کښے يئے اَؤ زَۀ په تا کښے يم دغه شان دِ دوئ هم په مُونږ کښے يو وى چه دُنيا دا ايمان ولرى چه زَۀ تا را استولے يم.
22
کوُم جلال چه تا ما له راکړے دے هغه ما دوئ ته ورکړے دے چه دوئ يو وى لکه چه مُونږ يو يُو،
23
زَۀ په هغوئ کښے اَؤ تۀ په ما کښے، چه دوى په کامل طور يو وى. بيا به دُنيا په دے پوهه شى چه زَۀ تا را استولے يم، چه تا دَ دوئ سره هم داسے مينه وکړله چه ما سره دِ کوله.
24
اَئے پلاره! دا خلق چه تا ما له راکړى دى زَۀ غواړم چه دوئ دِ زما سره وى چرته چه زَۀ يم، چه دوى زما جلال ووينى کوم چه تا ما له راکړے دے ځکه چه تا دَ ازل نه ما سره مينه کړے ده.
25
اَئے صادِقه پلاره! دُنيا ته ونۀ پيژندلے خو زَۀ تا پيژنم اَؤ دوئ هم دا پيژنى چه تا زَۀ را استولے يم.
26
ما ستا نُوم دوئ ته څرګند کړو اَؤ دا به نور هم څرګندوم دَ دے دَ پاره چه کُومه مينه چه تا ما سره کوله، دوئ ئے هم دَ يو بل سره وکړى، اَؤ زَۀ دِ هم په دوئ کښے يم.“
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 18 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21