bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 20
John 20
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 21 →
1
دَ اِتوار په ورځ سحر وختى چه لا توره خړه وه مريم مګدلينى هغه قبر له راغله اَؤ څۀ ګورى چه دَ قبر دَ خُلے نه ګټ بيرته کړے شوے وو.
2
نو هغے په شمعُون پطروس اَؤ هغه بل مُريد پسے دَؤ کړو چا سره چه عيسىٰ مينه کوله اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”هغوئ خو مالِک دَ قبر نه وړے دے، اَؤ دا نۀ ده معلُومه چه کُوم ځائے ئے هغه ښخ کړے دے.“
3
نو پطروس اَؤ هغه بل مُريد پاڅيدل اَؤ قبر پلو روان شول.
4
هغوئ څنګ په څنګ زغاښتل خو بل مُريد دَ پطروس نه مخکښے شو اَؤ قبر ته ئے ځان ورسوو.
5
هغۀ دَ ننه وکتل اَؤ دَ لټے کفن ئے وليدو چه هلته پروت وو خو دَ ننه ورنۀ راغلو.
6
بيا شمعُون پطروس په هغۀ پسے راغے اَؤ قبر ته ورننوتو. هغۀ دَ لټے کفن وليدو
7
اَؤ هغه رومال چه دَ عيسىٰ سر ئے پرے تړلے وو هغه دَ کفن سره نۀ وو پروت بلکه ځان له جُدا نغښتے شوے په يو بل ځائے کښے پروت وو.
8
نو بيا کُوم مُريد چه مخکښے راغلے وو هغه هم قبر ته ورننوتو اَؤ وئے ليدل اَؤ يقين ئے راغے.
9
تر دغه وخته هغوئ دَ صحيفو په مطلب نۀ وُو رسيدلى چه دا ئے ښکاره کړے وه چه عيسىٰ به خامخا دَ مړو نه بيا ژوندے پاڅى.
10
نو مُريدان بيرته کورته لاړل.
11
خو مريم دَ قبر نه بهر ولاړه وه اَؤ ژړل ئے. کله چه هغے وژړل نو بيا ئے په قبر کښے سر ور دَ ننه کړو،
12
اَؤ هلته ئے دوه فرښتے په سپينو جامو کښے دَ مړى په ځائے ناستے وليدے، يوه سر پَلو اَؤ بله پښو ته، په هغه ځائے کښے چرته دَ عيسىٰ لاش کيښودے شوے وو.
13
هغوئ هغے ته ووئيل چه ”اَئے ښځے! تۀ ولے ژاړے؟“ هغے جواب ورکړلو چه ”هغوئ زما مالِک چرته وړے دے اَؤ ما ته دا نۀ ده معلُومه چه هغه ئے کُوم ځائے ښخ کړے دے.“
14
دَ دے خبرو نه پس هغے مخ راواړولو اَؤ څۀ ګورى چه عيسىٰ هم هلته ولاړ دے، خو هغے ونۀ پيژندلو چه دا عيسىٰ دے.
15
عيسىٰ هغے ته ووئيل، ”ته ولے ژاړے؟ تۀ څوک لټوے؟“ هغے دا خيال وکړو چه ګنى دا دَ دے باغ مالى دے، نو ورته ئے ووئيل، ”صاحبه! که چرے تا دَ دے ځائے نه وړے دے نو ما ته دا ووايه چه هغه دِ کُوم ځائے ښخ کړے دے، نو زَۀ به هغه دَ هغه ځائے نه يوسم.“
16
عيسىٰ ووئيل، ”مريمے!“ هغے هغۀ ته مخ ورو ګرزوو اَؤ وئے وئيل، ”ربونى!“ چه په عبرانئ کښے اُستاذ ته وئيلے شى.
17
عيسىٰ ووئيل، ”ما ته لاس مه راؤړه ځکه چه زَۀ لا پلار ته نۀ يم تلے خو زما ورُوڼو له لاړه شه اَؤ هغوئ ته ووايه چه زَۀ اوس خپل پلار ته اَؤ ستاسو پلار ته، خپل خُدائے ته اَؤ ستاسو خُدائے ته پاس ځم.“
18
مريم مګدلينى مُريدانو له لاړه اَؤ وئے وئيل چه ”ما مالِک وليدو!“ اَؤ هغوئ ته ئے دَ هغۀ پيغام ورسوو.
19
هم دَ هغه اِتوار په ورځ ماښام چه مُريدانو دَ يهوديانو دَ ويرے نه دروازے بندے کړے وے ناست وُو، چه عيسىٰ راغے دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”په تاسو دِ سلامتيا وى!“
20
اَؤ بيا ئے هغوئ ته خپل لاسُونه اَؤ خپله پوښتئ وښووله. نو کله چه مُريدانو مالِک وليدو نو هغوئ ډير خوشحاله شُو.
21
عيسىٰ يو ځل بيا ووئيل چه ”په تاسو دِ سلامتيا وى، څنګه چه پلار زَۀ را استولے يم هم دغسے زَۀ تاسو استوم.“
22
بيا ئے په هغوئ وپُوکل اَؤ وئے وئيل، ”رُوحُ القُدس واخلئ!
23
که چرے تاسو دَ چا ګُناهُونه وبخښئ نو هغوئ وبخښلے شُو، اَؤ که چرے تاسو هغه ونۀ وبخښئ نو هغه به نابخښلے پاتے شى.“
24
په دولسو مُريدانو کښے يو توما چه برغونے هم بللے شى دَ نورو سره هغه وخت هلته موجُود نۀ وو چه عيسىٰ راغے.
25
نو مُريدانو هغۀ ته حال ووے چه مُونږ مالِک ليدلے دے. هغۀ ووئيل چه ”تر څو چه ما دَ هغۀ په لاس دَ ميخُونو سُورے ليدلے نۀ وى، اَؤ خپلے ګوتے مے پرے نۀ وى لګولے په کُوم ځائے کښے چه ميخُونه ټک وهلى شوى وُو اَؤ خپل لاسُونه دَ هغۀ په پوښتئ ونۀ لګوم نو زَۀ به دا يقين ونۀ کړم.“
26
يوه هفته پس دَ هغۀ مُريدان بيا په کوټه کښے ناست وُو اَؤ توما ورسره موجُود وو. سره دَ دے چه دروازے بندے وے نو عيسىٰ ورغے دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدو اَؤ وئے وئيل، ”په تاسو دِے سلامتيا وى“
27
بيا ئے توما ته ووئيل، ”خپلے ګوتے دلته کيږده اَؤ زما لاسُونه ووينه اَؤ خپل لاس وړاندے کړه اَؤ زما په پوښتئ ئے ولګوه اَؤ نور شک مه کوه خو يقين وکړه.“
28
توما ووئيل، ”زما مالِکه اَؤ زما خُدايه!“
29
عيسىٰ ووئيل، ”په دے چه تا زَۀ وليدم نو ايمان دِ راؤړو. بختور دى هغوئ چه زَۀ ئے نۀ يم ليدلے خو ايمان راؤړى.“
30
بے شکه چه عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو په وړاندے نورے هم ډيرے مُعجزے څرګندے کړے، کُومے چه په دے کتاب کښے نۀ دى ليکلے شوے.
31
اَؤ هغه چه دلته ليکلے شوے دى دا تش په دے غرض دى چه تاسو په دے ايمان راؤړئ چه عيسىٰ هم مسيح دے، يعنے دَ خُدائے زوئے، اَؤ دَ ايمان راؤړلو په وسيله دَ هغۀ په نوم ژوندُون ولرئ.
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 21 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21