bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 3
John 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 4 →
1
په فريسيانو کښے نيکوديموس نومے يو سړے وو چه دَ يهوديانو دَ جرګے غړے وو.
2
هغه عيسىٰ له دَ شپے راغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اُستاذه! مُونږ ته معلومه ده چه تۀ دَ خُدائے راليږلے اُستاذ يئے. هيڅوک هم دا نخښے چه تۀ ښکاره کوے، نۀ شى ښودلے اَؤ که خُدائے ورسره نۀ وى.“
3
عيسىٰ جواب ورکړو، ”رښتيا رښتيا درته وايم، تر څو چه سړے بيا پيدا نۀ شى هغه دَ خُدائے بادشاهى ليدلے نۀ شى.“
4
نيکوديموس ووئيل، ”نو بيا دا څنګه مُمکنه ده چه يو سړے چه بُوډا وى نو هغه به بيا څنګه پيدا شى؟ آيا هغه په دويم ځل دَ مور ګيډے ته ورننوتے شى څۀ، چه بيا پيدا شى؟“
5
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ درته رښتيا وايم چه يو سړے به هم دَ خُدائے په بادشاهئ کښے تر هغے داخل نۀ شى تر څو چه هغه دَ اوبو اَؤ رُوحُ القُدس نه پيدا نۀ شى.
6
چه دَ اِنسان نه پيدا کيږى هغه جسم دے خو چه دَ رُوحُ القُدس نه پيدا کيږى هغه رُوح دے.
7
نو چه زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو له بيا پيدا کيدل په کار دى نو په دے حيرانيږئ مه.
8
هوا ديخوا اخوا الوزى. تۀ دَ دے آواز خو آؤرے خو دا درته نۀ معلُوميږى چه دا دَ کُومے راځى اَؤ چرته ځى. دغه حال دَ هر هغه چا دے څوک چه دَ رُوحُ القُدس نه پيدا شوى دى.“
9
نيکوديموس بيا تپوس وکړو، ”دا څنګه مُمکنه ده؟“
10
عيسىٰ ووئيل، ”تۀ دَ يهوديانو اُستاذ يئے اَؤ دَ دے نه ناخبره يئے؟
11
زَۀ درته رښتيا رښتيا وايم چه مُونږ هغه څۀ وايو چه څۀ راته معلُوم دى اَؤ دَ هغۀ شهادت کوُو چه څۀ مو ليدلى دى خو بيا هم تاسو زمُونږ شهادت نۀ منئ.
12
که چرے تاسو زما دَ مزکے په حقله خبرے نۀ منئ، نو که زَۀ درته دَ آسمان خبرے ووايم نو تاسو به ئے څنګه ومنئ؟
13
هيڅوک هم چرے آسمان ته نۀ دے ختلے بے دَ هغۀ نه چه دَ آسمان نه راکُوز شوے دے، يعنے اِبن آدم چه دَ آسمان نه دے.
14
لکه څنګه چه مُوسىٰ په بيابان کښے مار په لوړه خيژولے وو دغسے به اِبن آدم هم وخيژولے شى،
15
دَ پاره دَ دے چه هر څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى نو هغه به هم په هغۀ کښے دَ تل ژوند ومُومى.
16
خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.
17
خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.
18
څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے.
19
اَؤ دَ مُجرم کيدلو سبب دا دے چه دُنيا ته نُور راغلے دے خو خلق دَ نُور په ځائے په تيارۀ ځکه خوشحاله وُو چه دَ هغوئ کارُونه بد وُو.
20
بدکاره سړے هميشه دَ نُور سره کينه لرى اَؤ ځان ترے ساتى هسے نۀ چه دَ دوئ کارُونه څرګند شى.
21
هر څوک چه نيک کارُونه کوى هغه نُور ته راځى ځکه چه کارُونه ئے په نُور کښے څرګند شى چه هغه دَ خُدائے په رضا کړى شوى دى.“
22
پس دَ دے نه عيسىٰ سره دَ مُريدانو يهوديه ته راغے اَؤ دَ هغوئ سره هلته ايسار شو اَؤ بپتسمه ئے ورکړه.
23
يحيىٰ هم په عينون کښے بپتسمه ورکوله، کُوم چه شاليم ته نزدے دے، ځکه چه په هغه ځائے کښے اوبۀ ډيرے وے اَؤ خلق په مخه بپتسمے ته راتلل.
24
دا دَ يحيىٰ دَ قيديدو نه وړاندے وُو.
25
دَ يحيىٰ دَ ځنے مُريدانو دَ يهوديانو سره دَ پاکيدو په حقله جګړه اُوچته شوه.
26
نو هغوئ يحيىٰ ته راغلل اَؤ ورته ئے ووئيل ”اُستاذه! ستا سره دَ اُردن په پورے غاړه يو سړے وو دَ چا په حقله چه تا ګواهى کړے وه، هغه هم بپتسمه ورکوى اَؤ خلق ورته راټوليږى.“
27
يحيىٰ جواب ورکړو چه ”سړے تش هغه څۀ اخستے شى څۀ چه دَ آسمان نه ورکړے کيږى.
28
تاسو په خپله په دے ګواهى ورکولے شئ چه ما وئيلى وُو چه زه مسيح نۀ يم، زَۀ خو دَ هغه دَ وړاندے را استولے شوے يم.
29
ناوے دَ وادۀ دَ زلمى وى اَؤ دَ وادۀ دَ زلمى دوست څوک چه ولاړ وى اَؤ دَ هغۀ خبرے آؤرى، هغه دَ وادۀ دَ زلمى په آواز آؤريدو دَ خوشحالئ نه په جامو کښے نۀ ځائيږى. دا خوشحالى اوس زما پُوره شوه.
30
په کار دى چه هغه لوئے شى اَؤ زَۀ ورکوټے.
31
څوک چه له پاس نه راځى هغه دَ هر چا نه پاس وى اَؤ څوک چه دَ مزکے پيدا دے هغه دَ مزکے دے اَؤ خبرے هم دَ مزکے کوى. څوک چه دَ آسمان نه راځى هغه په ټولو پاس دے.
32
هغۀ چه څۀ ليدلى اَؤ آؤريدلى وى دَ هغه ګواهى کوى، خو هيڅوک هم دَ هغۀ ګواهى نۀ قبلوى.
33
چا چه دَ هغۀ ګواهى قبُوله کړله نو هغۀ دَ دے خبرے اِقرار وکړو چه خُدائے رښتينے دے.
34
ځکه چه څوک چه خُدائے را استولے وى هغه دَ خُدائے خبرے کوى، ولے چه هغه رُوحُ القُدس بے اندازے ورکوى.
35
پلار دَ زوئى سره مينه کوى اَؤ هغۀ ته ئے ټول اِختيار ورکړے دے.
36
څوک چه په زوئے ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى، خو څوک چه دَ زوئے نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خُدائے غضب په هغۀ دے.“
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21