bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
John 18
John 18
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 19 →
1
دَ دے خبرو نه پس عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره بهر ووتو اَؤ دَ قيدرون دَ خوړ نه پورے وتو. هلته يو باغ وو
2
عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ مُريدان په کښے ورننوتل. هغه ځائے هم هغه يهوداه ته چه په هغۀ ئے مُخبرى کوله معلُوم وو ځکه چه عيسىٰ به اکثر دَ خپلو مُريدانو سره هلته تلو.
3
نو يهوداه دَ رُومى سپاهيانو يو پلټن دَ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ فريسيانو له خوا ليږلى شوى دَ خُدائے دکور محافظان دَ ځان سره واخستل چه ډيوے، مشعلُونه اَؤ وسلے ورسره وے، هغه باغ ته ورغلل.
4
عيسىٰ چه دَ پيښيدُونکو واقعاتو نه خبر وو هغوئ له مخے له راووتو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”تاسو څوک لټوئ؟“
5
هغوئ جواب ورکړو چه ”عيسىٰ ناصرى.“ عيسىٰ ووئيل، ”هغه زَۀ يم.“ هلته په خوا کښے ئے يهوداه مُخبر هم ولاړ وو.
6
کله چه هغۀ ووئيل چه ”هغه زَۀ يم،“ نو هغوئ وروستو شول اَؤ په مزکه پريوتل.
7
عيسىٰ بيا تپوس وکړو، ”دا تاسو څوک لټوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”عيسىٰ ناصرى.“
8
بيا عيسىٰ ووئيل، ”ما تاسو ته وئيلى دى چه هغه زَۀ يم. که تاسو ما لټوئ نو دا نور پريږدئ چه ځى.“
9
دا دَ هغۀ هغه قول پُوره کول وُو چه تا چه څوک ما له راکړى دى دَ هغوئ نه ما يو هم نۀ دے ضائع کړے.
10
په دغه وخت کښے شمعُون پطروس خپله تُوره راوويسته اَؤ دَ مشر کاهن په غُلام ئے ګُزار وکړو اَؤ ښى غوږ ئے ترے نه پرے کړو. دَ غُلام نُوم ملخوس وو.
11
عيسىٰ پطروس ته ووئيل چه ”خپله تُوره په تيکى کښے کيږده. دا هغه دَ مُصيبت پياله ده چه پلار ما ته راکړے ده، نو زَۀ به دا ولے نۀ څښم؟“
12
دَ رُومى سپاهيانو سره دَ هغوئ کماندار اَؤ دَ يهوديانو دَ خُدائے دکور مُحافظانو عيسىٰ ونيولو اَؤ وئے تړلو.
13
هغوئ هغه اول حنا ته بوتلو، حنا دَ کيفا سخر وو څوک چه دَ هغه کال دَ پاره مشر کاهن وو.
14
کيفا هغه سړے وو چا چه يهوديانو ته دا صلاح ورکړے وه چه دَ دوئ دَ پاره غوره دا ده چه يو سړے دَ ټول اُمت دَ پاره مړ شى.
15
شمعُون پطروس اَؤ بل يو مُريد په عيسىٰ پسے وروستو وروستو روان وُو. دَ دغه مُريد دَ مشر کاهن سره پيژندګلى وه اَؤ دَ عيسىٰ سره دَ مشر کاهن غولى ته ورننوتو.
16
خو پطروس بهر په دروازه کښے ايسار شو. بيا هغه بل مُريد چه دَ مشر کاهن سره ئے پيژندګلى وه، دوباره بهر ووتو اَؤ په دروازه کښے دَ ولاړے ښځے سره ئے خبرے وکړے اَؤ پطروس ئے دَ ننه کړو.
17
په دروازه کښے ولاړے خدمتګارے پطروس ته ووئيل، ”آيا تۀ هم دَ دے سړى مُريد يئے څۀ؟“ هغۀ ووئيل چه ”زَۀ نۀ يم.“
18
غُلامانو اَؤ مُحافظانو سکارۀ بل کړى وُو ځکه چه موسم يخ وو اَؤ هغوئ ترے چاپيره ولاړ وُو اَؤ ځان ئے تودولو اَؤ پطروس هم دَ هغوئ سره ولاړ وو اَؤ ځان ئے تودولو.
19
مشر کاهن دَ عيسىٰ نه دَ هغۀ دَ مُريدانو اَؤ دَ هغۀ دَ تعليم په حقله تپوس وکړو.
20
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”ما ټولو خلقو ته په ډاګه خبرے کولے. ما هميشه په عبادت خانو اَؤ دَ خُدائے په کور کښے تعليم ورکړے دے چرته چه ټول يهوديان راغونډيږى اَؤ هيڅ شے مے په پټه نۀ دے وئيلے.
21
نو تۀ له ما نه تپوسُونه ولے کوے؟ زما دَ آؤريدُونکو نه تپوس وکړه چه ما هغوئ ته څۀ وئيلى دى، هغوئ ته معلُومه ده چه ما څۀ وئيلى دى.“
22
کله چه عيسىٰ دا ووئيل نو يو مُحافظ څوک چه دَ هغۀ په خوا کښے ولاړ وو عيسىٰ ته په مخ څپيړه ورکړه اَؤ وئے وئيل، ”څوک مشر کاهن ته داسے جواب ورکوى څۀ؟“
23
عيسىٰ جواب ورکړو، ”که بد مے وئيلى دى نو ګواهى پرے تيره کړه، اَؤ که ښۀ مے وئيلى دى نو دا ګُذار دِ ولے راکړو؟“
24
حنا بيا عيسىٰ تړلے مشر کاهن کيفا ته واستولو.
25
په دے دوران کښے شمعُون پطروس ولاړ وو اَؤ ځان ئے تودولو، نو نورو تپوس وکړو، ”آيا تۀ هم دَ هغۀ مُريد نۀ يئے څۀ؟“ خو هغۀ اِنکار وکړو اَؤ وئے وئيل چه ”زَۀ نۀ يم.“
26
دَ مشر کاهن يو غُلام کُوم چه دَ هغه سړى عزيز وو چه پطروس ترے نه غوږ پرے کړے وو اِصرار وکړو، ”آيا ما تۀ دَ هغۀ سره په باغ کښے نۀ وے ليدلے څۀ؟“
27
پطروس بيا اِنکار وکړو، اَؤ هم په دغه وخت کښے چرګ بانګ ووے.
28
دَ کيفا نه ئے عيسىٰ دَ رومى حاکم قلا ته بوتلو. اوس خړ سحر وو اَؤ يهوديان په خپله دَ قلا نه بهر ودريدل چه دَ پليتئ نه ځان وساتى دَ دے دَ پاره چه هغوئ دَ فسح خوراک وخورى.
29
نو پيلاطوس ورته بهر راووتو اَؤ تپوس ئے وکړو، ”تاسو دَ دے سړی خلاف څهٔ دعویٰ لرئ؟“
30
هغوئ جواب ورکړو، ”که دے چرے مُجرم نۀ وئے نو مُونږ به تا له نۀ وو راوستے.“
31
پيلاطوس ووئيل، ”دَئے بوزئ اَؤ دَ خپل شريعت په مُطابق ئے فيصله وکړئ.“ يهوديانو جواب ورکړو چه ”مُونږ سره دَ چا دَ مړ کولو اِختيار نِشته.“
32
اَؤ دغه شان دَ عيسىٰ هغه خبره پُوره شوه چه هغه به په څۀ قِسم مرګ مړ شى.
33
پيلاطوس بيا قلا ته ننوتو اَؤ عيسىٰ ئے راوغوښتو. هغۀ تپوس وکړو چه ”تۀ رښتيا دَ يهوديانو بادشاه يئے څۀ؟“
34
عيسىٰ ووئيل، ”آيا دا ستا خپل خيال دے اَؤ که بل چا داسے درته وئيلى دى؟“
35
پيلاطوس ووئيل، ”زَۀ يهودى يم څۀ؟ ستا خپل قام اَؤ دَ هغوئ مشرانو کاهنانو تۀ ما ته په حواله کړے يئے، تا کړى څۀ دى؟“
36
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما بادشاهى دَ دے دُنيا بادشاهى نۀ ده. که چرے زما بادشاهى دَ دے دُنيا وئے، نو زما خادمانو به دَ يهوديانو نه زما دَ بچ کولو دَ پاره دَ هغوئ سره جنګ کړے وو. زما بادشاهى دَ دے دُنيا نۀ ده.“
37
پيلاطوس ووئيل، ”بيا خو تۀ بادشاه يئے نو؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”هو، زَۀ بادشاه يم ستا دَ خُلے. زَۀ دَ دے دَ پاره پيدا وم اَؤ دَ دے دَ پاره دُنيا ته راغلے يم چه زَۀ دَ حقيقت په باب ګواهى ورکړم اَؤ څوک چه حقيقت خوښوى هغه زما آواز آؤرى.“
38
پيلاطوس ووئيل، ”حقيقت څۀ دے؟“ په عيسىٰ دَ مرګ فتوىٰ متى ۲۷ : ۱۵ ـ ۳۱، مرقوس ۱۵ : ۶ ـ ۲۰، لُوقا ۲۳ : ۱۳ ـ ۲۵ اَؤ دے وئيلو سره هغه بيا يهوديانو ته ورووتو. هغۀ ووئيل چه ”زَۀ دَ خپله لوريه په هغۀ کښے هيڅ خطا نۀ وينم.
39
خو ستاسو دا رواج دے چه زَۀ يو قيدى دَ فسح په ورځ ستاسو په وينا آزادوم. آيا تاسو دا غواړئ چه زَۀ دَ يهوديانو بادشاه درته آزاد کړم څۀ؟“
40
بيا دَ خلقو چغه راوخته، ”عيسىٰ نه، خو مُونږ برابا غواړو!“ اَؤ برابا يو ډاکُو وو.
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 19 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21