bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 10
Revelation 10
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 11 →
1
بيا ما يوه بله طاقتوره فرښته له آسمان نه په راکُوزيدو وليده چه په وريځ کښے ئے خپل ځان نغښتے وو اَؤ چه دَ بُوډئ ټال ئے په سر وو، څيره ئے دَ نمر په شان ځليده اَؤ پښے ئے دَ اور دَ ستنو په شان وے.
2
اَؤ دَ هغے په لاس کښے يو ورکوټے پرانستلے کتاب وو. هغے ښئ پښه په سمندر کيښودله اَؤ ګسه پښه ئے په مزکه کيښودله.
3
بيا هغے دَ مزرى دَ غړمبا په شان يوه لويه چغه وويستله اَؤ کله چه هغے چغے کړلے نو اُووۀ تندرُونه وګړزيدل.
4
ما دَ هغو اُوو تندرُونو دَ آوازُونو نه پس ليکل خو ما دَ آسمان نه دا آواز واؤريدو چه ”دا پټ وساته، هر څۀ چه اُوو تندرُونو وئيلى دى، دا مه ليکه.“
5
بيا هغه فرښته چه ما په سمندر اَؤ مزکه ولاړه ليدلے وه هغے خپل ښئ لاس آسمان ته اُوچت کړو.
6
اَؤ په هغه چا ئے قسم وخوړلو چه تل تر تله ژوندے دے اَؤ په آسمان، مزکه، سمندر اَؤ په دوئ کښے ئے هر څۀ پيدا کړى دى چه ”اوس نور ډيل نۀ دے په کار!
7
خو هر کله چه دَ اُوومے فرښتے دَ سُرنا غږولو وخت راځى نو دَ خُدائے پټ مطلب لکه څنګه چه هغۀ خپلو خادمانو نبيانو ته زيرے ورکړے دے، به پُوره شى.“
8
هغه آواز چه ما له آسمان آؤريدلے وو، ما سره بيا په خبرو شو اَؤ وئے وئيل چه ”لاړ شه اَؤ په سمندر اَؤ په مزکه ولاړے فرښتے دَ لاسه هغه پرانستلے کتاب واخله.“
9
نو بيا زَۀ هغے فرښتے ته لاړلم اَؤ ورته مے ووئيل چه ما له هغه پرانستلے ورکوټے کتاب راکړه. نو هغے ووئيل چه ”واخله اَؤ وئے خوره، دا به ستا خيټه ترخه کړى سره دَ دے چه ستا په خُلۀ کښے به ئے خوند لکه دَ شاتو خوږ وى.“
10
نو ما هغه ورکوټے پرانستلے کتاب دَ فرښتے دَ لاسه واخستو اَؤ ومے خوړلو اَؤ په خُلۀ ئے لکه دَ شاتو خوند راکړو خو چه مے تير کړو نو زما خيټه ئے ترخه کړه.
11
بيا هغوئ ما ته ووئيل چه ”ضرورى دى چه بيا په ډيرو خلقو اَؤ قومُونو اَؤ ژبو اَؤ بادشاهانو ته پيشن ګوئى وکړے.“
← Chapter 9
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 11 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22