bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 17
Revelation 17
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 18 →
1
بيا هغه اُووه فرښتے چه جامُونه ئے نيولى وُو، په هغوئ کښے يوه ما له راغله اَؤ وئے وئيل چه ”راځه! چه زَۀ درته دَ هغے لوئے کنجرئ سره کيدُونکے عدالت وښايم چه دَ ډيرو سمندرُونو دَ پاسه په تخت ناسته ده.
2
دَ مزکے بادشاهانو دَ هغے سره بدکارى کړے ده اَؤ دَ هغے دَ حرامکارئ په شرابو دَ دُنيا ټول خلق نشه شوى دى.“
3
اَؤ دَ خُدائے رُوح په ما غلبه وکړه اَؤ دَ هغۀ فرښتے زَۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چه په يو قرمزى رنګ ځنګلى ځناور سوره وه. دَ هغۀ په ټول بدن دَ کُفر نومُونه ليکلى وُو اَؤ اُووۀ سرُونه اَؤ لس ښکرُونه ئے وُو.
4
هغه ښځے ارغوانى قرمزى رنګ جامے آغوستے وے چه دَ سرو زرو په کالو، جواهراتو اَؤ مرغلرو ډؤلے شوے وه. دَ هغے په لاس کښے دَ سرو زرو پياله وه چه دَ بے حيائى اَؤ دَ هغے دَ حرامکارئ دَ ناپاکئ نه ډکه وه.
5
اَؤ دَ هغے په تندى يو نُوم ليکلے وو چه راز دے : ”لوئے بابل، دَ کنجرو اَؤ دَ دُنيا دَ هرے بے حيائى مور.“
6
اَؤ ما وليدل چه هغه ښځه دَ پاکانو په وينه اَؤ دَ عيسىٰ دَ شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چه ما هغه وليده نو زَۀ ډير حيران شوم.
7
خو فرښتے راته ووئيل چه ”دا تۀ دومره ولے حيران يئے؟ زَۀ به درته دَ دے ښځے اَؤ دا چه په کُوم ځنګلى ځناور سوره ده چه اُووۀ سرُونه اَؤ لس ښکرُونه لرى، راز ښکاره کړم.
8
کُوم ځنګلى ځناور چه تا وليدو، هغه دے چه ژوندے وو خو اوس ژوندے نۀ دے، هغه به دَ عالم ارواح نه راخيژى اَؤ هلاک به شى. اَؤ په دُنيا کښے هغه خلق چه دَ چا نومُونه چه له ازل نه دَ ژوندُون په کتاب کښے نۀ دى ليکلى شوى، هغوئ به دَ ځنګلى ځناور په ليدو حيران شى ځکه چه هغه يو وخت ژوندے وو خو اوس ژوندے نۀ دے، خو بيا به هم ښکاره شى.
9
اَؤ په دے پوهيدلو دَ پاره ډير حِکمت په کار دے. دا اُووۀ سرُونه هغه اُووۀ غرُونه دى چه دا ښځه پرے ناسته ده، خو دوئ هم اُووۀ بادشاهان دى
10
چه پينځۀ پخوا تير شوى دى اَؤ يو ژوندے دے اَؤ يو بل به راځى اَؤ کله چه هغه راشى نو هغه به دَ لږ وخت دَ پاره وى.
11
اَؤ هغه ځنګلى ځناور چه يو وخت ژوندے وو اَؤ اوس ژوندے نۀ دے، هغه اَتم بادشاه دے، خو بيا هم هغه له اُوو نه يو دے اَؤ هغه به هلاک شى.
12
کُوم لس ښکرُونه چه تا وليدل، هغه لس بادشاهان دى چه هغوئ لا حکُومت نۀ دے شروع کړے، خو هغوئ به دَ يوے ګينټے دَ پاره دَ ځنګلى ځناور سره دَ بادشاهئ اِختيار ومُومى.
13
ځکه چه دَ هغه ټولو يو مقصد دے چه خپل طاقت اَؤ اِختيار ځنګلى ځناور ته ورکړى.
14
هغوئ به دَ ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ غالب شى ځکه چه هغه دَ مالِکانو مالِک اَؤ دَ بادشاهانو بادشاه دے، اَؤ هغوئ هم ورسره دى چه بللى شوى، غوره شوى اَؤ وفادار دى.“
15
بيا هغے ما ته ووئيل چه ”تا چه کُوم سمندر وليدو چه لويه کنجرئ پرے ناسته وه، دا دَ خلقو جميعتُونه، قومُونه اَؤ ژبے دى.
16
هغه لس ښکرُونه چه تا وليدل، هغه به سره دَ ځنګلى ځناور له دے کنجرئ سره دُښمنى کوى، هغوئ به دا بربنډه اَؤ برباده کړى اَؤ دَ هغے غوښه به وخورى اَؤ په اور به ئے اِيرے کړى.
17
ځکه چه خُدائے دَ دوئ په زړُونو کښے دا خبره اچولے ده چه دوئ به په يو زړۀ دَ خُدائے دَ مقصد دَ پُوره کولو دَ پاره ځنګلى ځناور ته دَ خپلے بادشاهئ اِختيار ورکړى، تر څو چه دَ خُدائے کلام پُوره نۀ شى.
18
دا ښځه چه تا وليده هغه لوئے ښار دے چه دَ مزکے په بادشاهانو حکُومت کوى.“
← Chapter 16
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 18 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22