bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 2
Revelation 2
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 3 →
1
دَ اِفِسوس دَ جماعت فرښتے ته وليکه : هغه درته خبرے کوى چا چه اُووۀ ستورى په خپل لاس کښے نيولى دى اَؤ دَ سرو زرو دَ اُوو ډيوټُونو په مينځ کښے ګرزى.
2
زَۀ ستا په کارُونو په خوارئ اَؤ په صبر خبر يم. زَۀ په دے خبر يم چه تۀ ګُناه ګار خلق نۀ شے زغملے، تا دَ رسُولانو آزميښت وکړو چه ځان ته رسُولان وائى خو نۀ دى، اَؤ دروغژن دِ ثابت کړى دى.
3
ته صبر لرے، تا زما دَ نُوم په خاطر زغم وکړو اَؤ ستومانه نۀ شوے.
4
خو زَۀ ستا په خلاف دا خبره کوم چه تا هغه وړُومبئ مينه پريښے ده.
5
فکر وکړه چه تۀ دَ څومره اُوچت ځائے نه پريوتلے! توبه وباسه اَؤ هغسے کار وکړه لکه چه مخکښے دِ کړے وو. که تۀ توبه ونۀ باسے نو زَۀ به درشم اَؤ ستا ډيوټ به دَ خپل ځائے نه لرے کړم.
6
خو بيا هم يوه خبره ستا په حق کښے شته چه تۀ دَ نيکليانو دَ کارُونو نه نفرت کوے لکه چه زَۀ ئے ترے کوم.
7
هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى. هر هغه څوک چه بريالے شى نو زَۀ به دَ ژوندُون دَ ونے نه دَ ميوے دَ خوړلو اِختيار ورکړم چه دَ خُدائے په جنت کښے ولاړه ده.
8
دَ سُمرنه دَ جماعت فرښتے ته وليکه : څوک چه الاول اَؤ الاخر دے، چه مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو، هغه داسے وائى،
9
زَۀ خبر يم چه تۀ څومره خوار اَؤ په تنګسيا کښے يئے، خو بيا هم تۀ شته من يئے! زَۀ دَ هغه خلقو دَ کُفر وئيلو نه خبر يم چه ځان ته يهُوديان وائى خو دى نه. دا دَ شيطان دَ ډلے دى.
10
دَ راتلُونکو تنګساؤ نه ويريږه مه. اِبليس به له تاسو نه ځنے بندى خانو ته واچوى چه تاسو وآزمائيلے شئ اَؤ تر لسو ورځو پورے به په تاسو تنګسيا وى. خو تر مرګه پورے وفادار پاتے شه اَؤ زَۀ به دَ ژوندُون تاج در په سر کړم.
11
هغه څوک چه دَ آؤريدو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى. هر هغه څوک چه بريالے شى نو دويم مرګ به هغۀ ته هيڅ عذاب نۀ شى رسولے.
12
دَ پرګمون دَ جماعت فرښتے ته وليکه : هغه څوک چه تيره دوه مخے تُوره لرى هغه داسے وائى،
13
زَۀ خبر يم چه تۀ چرته اوسے، دا هغه ځائے دے چرته چه دَ شيطان تخت دے اَؤ تۀ زما په نُوم مظبُوط ولاړ يئے. تا په هغه وخت هم دَ خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چه زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښے ووژلے شو چرته چه شيطان اوسيږى.
14
خو زَۀ ستا برخلاف دَ يو څو خبرو شکايت لرم چه تاسو په کښے هلته څۀ کسان شته چه دَ بلعام دَ تعليم پيروى کوى. هغۀ بلق ته وښوول چه بنى اِسرائيل دَ لارے نه خطا کړى اَؤ دا ترغيب ئے ورکړو چه دَ بُتانو قُربانئ دِ وخورى اَؤ حرامکارى دِ وکړى.
15
اَؤ هم دغه شان په تاسو کښے ځنے کسان شته چه دَ نيکليانو دَ تعليم پيروى کوى.
16
نو توبه وباسه! ګنى زَۀ به درشم اَؤ په هغه تُوره به دَ هغوئ سره جنګ وکړم کُومه چه زما دَ خُلے نه راوزى.
17
هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى. هر هغه څوک چه بريالے شى نو زَۀ به هغۀ له پټ شوى من اَؤ يو سپين کاڼے ورکړم اَؤ په هغه کاڼى به يو نوے نُوم ليکلے وى چه بے له هغه چا نه چه ورکولے شى، بل هيچا ته به معلُوم نۀ وى.
18
دَ تواتيره دَ جماعت فرښتے ته وليکه : دَ خُدائے زوئے داسے فرمائى چه دَ چا سترګے چه دَ اور دَ شُغلو په شان دى اَؤ چه پښے ئے دَ زيړو په شان ځليږى،
19
زَۀ ستا دَ ټولو کارُونو نه خبر يم، يعنے ستا مينه، وفادارى، ښۀ خدمت اَؤ ستا صبر راته معلُوم دے، وروستو خو تا دَ وړاندے نه هم غوره کارُونه کړى دى.
20
خو بيا هم ستا په خلاف دا شکايت لرم چه تۀ هغه اِزبلى نُومے ښځه زغمے چه ځان ته پيغمبره وائى اَؤ زما خادمانو ته دَ حرامکارئ ترغيب ورکوى اَؤ دَ بُتانو دَ قُربانئ دَ خوړلو اِجازت ورکوى.
21
ما هغے ته دَ توبے ويستلو وخت ورکړو خو هغے دَ خپلے حرامکارئ نه دَ توبے ايستو نه اِنکار وکړو.
22
نو زَۀ به هغه په کټ وغورزوم اَؤ هغوئ چه ورسره ئے زِنا کړے ده. زَۀ به ئے په ډيره سخته تنګسيا کښے راګير کړم تر څو چه هغوئ دَ هغے دَ کړو نه توبه ونۀ وباسى.
23
اَؤ دَ هغے بچى به په مزکه ووژنم. په دے به ټول جماعتُونه دا سبق حاصل کړى چه زَۀ دَ بنى آدمو دَ زړُونو اَؤ دَ خيالاتو نه خبر يم اَؤ دا چه زَۀ به تاسو ټولو ته دَ خپل عمل په مُطابق جزا درکړم.
24
اَئے دَ تواتيره نورو اوسيدُونکو! چه دا تعليم نۀ منئ اَؤ له هغه نه ناخبر يئ کُومے ته چه هغوئ دَ شيطان پټ اَؤ ژور چال وائى، زَۀ تاسو ته وايم چه زَۀ به په تاسو نور بار وانۀ چوم.
25
بس په هغه څۀ تر هغے ټينګ پاتے شئ تر څو چه زَۀ درنۀ شم.
26
هغه څوک چه بريالے شى اَؤ هغه چه زما دَ وينا په مُطابق تر آخره عمل کوى نو زَۀ به ورله په قومُونو اِختيار ورکوم.
27
”هغه به پرے دَ اوسپنے په امسا حُکومت کوى اَؤ دَ خاورو دَ لوښو په شان به ئے ټوټے ټوټے کړى.“ هغه اِختيار ما ته له خپل پلار نه راکړے شوے دے.
28
اَؤ زَۀ به هغۀ ته دَ صبائى ستورے ورکړم.
29
هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.
← Chapter 1
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 3 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22