bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 3
Revelation 3
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 4 →
1
دَ سرديس دَ جماعت فرښتے ته وليکه : څوک چه دَ خُدائے اُووۀ رُوحُونه اَؤ اُووۀ ستورى لرى هغه دا وائى چه زَۀ ستا په ټول عمل خبر يم چه تۀ تش په نُوم ژوندے يئے خو ئے مړ.
2
بيدار شه اَؤ څۀ چه پاتے دى، هغه مظبُوط کړه، ګنى هغه به مړ شى. ستا يو کار مے هم زما دَ خُدائے په نظر کښے پُوره ونۀ ليدلو.
3
کُوم تعليم چه تا ومُوندلو اَؤ واؤريدلو، هغه ياد لره اَؤ عمل پرے کوه اَؤ توبه وباسه. که تۀ بيدار نۀ شے نو زَۀ به دَ غل په شان درشم اَؤ تۀ به زما دَ راتلو دَ وخت نه خبر نۀ شے.
4
خو بيا هم په سرديس کښے تاسو سره ځنے داسے کسان شته چه هغوئ خپلے جامے پليتے کړے نۀ دى، هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښے ګرزى ځکه چه هغوئ لائق دى.
5
هر هغه څوک چه بريالے شى نو هغۀ ته به دغسے سپينے جامے ور آغوستولے شى اَؤ دَ هغۀ نُوم به زَۀ هيڅ کله هم دَ ژوند له کتاب نه ونۀ باسم اَؤ زَۀ به دَ خپل پلار اَؤ دَ هغۀ دَ فرښتو دَ وړاندے دَ هغۀ دَ نُوم اِقرار وکړم چه هغه زما خپل دے.
6
هغه څوک چه دَ آؤريدو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.
7
دَ فيلدِلفيه دَ جماعت فرښتے ته وليکه : هغه څوک چه قدُوس اَؤ رښتينے دے اَؤ چه ورسره دَ داؤد کُنجى ده اَؤ چه دروازه خلاصه کړى نو هيڅوک به ئے بنده نۀ کړى اَؤ چه دروازه بنده کړى نو هيڅوک به ئے خلاصه نۀ کړى، هغه داسے وائى چه
8
زَۀ ستا دَ ټولو کارُونو نه خبر يم. اَؤ ګوره، تا ته مے ستا په وړاندے يوه دروازه خلاصه کړے ده چه هيڅوک ئے بندولے نۀ شى. زَۀ پوهيږم چه ستا طاقت کم دے خو بيا هم تا زما کلام منلے دے اَؤ زما دَ نُوم نه مُنکر شوے نۀ ئے.
9
ګوره، دَ شيطان دَ ډلے نه به ځنے راولم چه ځان ته يهُوديان وائى خو نۀ دى بلکه فريبيان دى، هغوئ به درشى اَؤ ستا په پښو به پريوزى اَؤ هغوئ دِ په دے پوهه شى چه تۀ زما محبوب يئے.
10
ځکه چه تا زما دَ صبر کلام منلے دے اَؤ مظبُوط پرے ولاړ يئے، زَۀ به هم تا دَ هغه آزميښت نه چه دَ ټولے دُنيا په خلقو راتلُونکے دے، بچ کړم.
11
زَۀ به زر درشم اَؤ څۀ چه درسره دى هغه کلک ونيسه چه هيڅوک دِ دَ خپل تاج نه محرُومه نۀ کړى.
12
څوک چه بريالے شى زَۀ به هغه دَ خپل خُدائے په کور کښے لکه دَ ستنے ودروم، هغه به هيڅ کله ترے بهر نۀ شى. زَۀ به دَ خپل خُدائے نُوم په هغۀ باندے وليکم اَؤ دَ خُدائے دَ ښار نُوم هم چه نوے بيتُ المُقدس دے چه دَ خُدائے له طرفه به له آسمانه راکُوزيږى، اَؤ خپل نوے نُوم به هم په هغۀ باندے وليکم.
13
هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.
14
دَ لوديکيه دَ جماعت فرښتے ته وليکه : دا دَ هغه چا کلام دے چه ورته آمين وائى، چه هغه وفادار رښتينے ګواه دے اَؤ دَ هغۀ په وسيله خُدائے هر څۀ پيدا کړل. هغه فرمائى چه
15
زَۀ ستا دَ ټولو کارُونو نه خبر يم، تۀ خو نۀ يخ يے اَؤ نۀ ګرم. کاشکے چه تۀ يا خو يخ وے يا ګرم!
16
خو چُونکه نۀ خو تۀ ګرم ئے اَؤ نۀ يخ، بلکه تړم يئے، زَۀ به تا دَ خپلے خُلے نه وتُوکم.
17
تۀ وائے چه زَۀ څومره شته من يم اَؤ دولتمند شوے يم اَؤ دَ څۀ څيز حاجتمن نۀ يم. حقه خو دا ده چه تۀ په دے نۀ پوهيږے چه تۀ څومره قابلِ رحم، بدنصيب، خوار، ړُوند اَؤ بربنډ يئے.
18
زَۀ تا له دا صلاح درکوم چه له ما نه په اور کښے صفا شوى سرۀ زر واخله چه شته من شے اَؤ سپينے جامے واخله چه تۀ خپل بربنډتوب شرم پرے پټ کړے اَؤ دَ سترګو رانجۀ را نه واخله چه تۀ بينا شے.
19
هر چا سره چه مينه لرم هغوئ زَۀ ملامت کوم اَؤ په ادب ئے ساتم، نو ځکه غيرت وکړه اَؤ توبه وکړه.
20
ګوره، زَۀ په دروازه ولاړ يم اَؤ ورټکوم اَؤ که څوک زما آواز واؤرى اَؤ ور خلاص کړى نو زَۀ به ورننوزم اَؤ دَ هغۀ سره به ډوډئ وخورم اَؤ هغه به ئے ما سره وخورى.
21
چه څوک بريالے شى نو هغه به په خپل تخت کښينوم لکه څنګه چه زَۀ بريالے شوم اَؤ دَ خپل پلار سره په تخت کښناستم.
22
هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.“
← Chapter 2
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 4 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22