bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 13
Revelation 13
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 14 →
1
بيا ما له سمندر نه يو ځنګلى ځناور په راوتو وليدو. دَ هغۀ لس ښکرُونه اَؤ اُووۀ سرُونه وُو، اَؤ دَ هغۀ په ښکرُونو لس تاجُونه وُو اَؤ په هر سر ئے دَ کُفر يو نُوم وو.
2
ما چه کُوم ځنګلى ځناور وليدو، هغه دَ پړانګ په شان وو خو دَ هغۀ پښے دَ ميلُو په شان وے اَؤ خُلۀ ئے دَ مزرى په شان وه. اژدها هغۀ له خپل طاقت، بادشاهى اَؤ لوئے اِختيار ورکړو.
3
دَ هغۀ يو سر دَ مرګى يو ګُذار خوړلے وو خو هغه دَ مرګى پرهر ئے جوړ شوے وو اَؤ ټوله دُنيا په هغه ځناور پسے په حيرانتيا لاړه.
4
سړو هغه اژدها ته سجده وکړه ځکه چه هغۀ خپل اِختيار ځنګلى ځناور ته ورسپارلے وو، هغوئ ځناور ته هم سجده وکړه اَؤ دا ئے ووئيل چه ”څوک دَ دے ځناور په شان دے، اَؤ څوک ورسره جنګيدلے شى؟“
5
ځنګلى ځناور ته دا اِختيار ورکړے شو چه غټے غټے اَؤ دَ کُفر خبرے وکړى، اَؤ تر دوه څلويښتو مياشتو پورے دَ حُکومت واک ورکړے شو.
6
هغۀ په خُدائے پورے دَ کُفر خبرے وکړلے اَؤ دَ خُدائے نُوم اَؤ دَ هغۀ دَ آستوګنے ځائے اَؤ آسمانى مخلُوق ته ئے کنځل شروع کړل.
7
هغۀ ته دا هم اِختيار ورکړے شو چه دَ پاکانو سره جنګ وکړى اَؤ پرے غالب شى، اَؤ په ټولو خيلُونو اَؤ خلقو، ژبو اَؤ قومُونو اِختيار ورکړے شو.
8
اَؤ په مزکه ټول اوسيدُونکى به هغۀ ته سجده وکړى بے له هغو نه دَ چا نومُونه چه هغه حلال شوى ګډُورى دَ ژوندُون په کتاب کښے له ازل نه ليکلى دى.
9
څوک چه آؤريدے شى هغه دِ واؤرى.
10
چا ته چه قيديدل وى هغه به قيد شى، چا ته چه په تُوره قتل کيدل وى نو هغه به په تُوره قتل شى. په دے کښے دَ پاکانو زغم اَؤ ايمان په کار دے.
11
بيا ما يو بل ځنګلى ځناور وليدو چه له مزکے نه راووتو، هغۀ دَ ګډُورى په شان دوه ښکرُونه لرل خو دَ اژدها په شان ئے خبرے کولے.
12
هغه دَ اولنى ځنګلى ځناور ټول اِختيار دَ هغۀ په مخ کښے چلوى اَؤ هغه به مزکه اَؤ دَ هغے اوسيدُونکى مجبُور کړى چه هغوئ اول ځنګلى ځناور ته سجده وکړى چه دَ چا دَ مرګى پرهر چه جوړ شوے وو.
13
اَؤ هغۀ لوئے مُعجزے کولے تر دے چه دَ خلقو په وړاندے دَ آسمان نه مزکے ته اور وروى.
14
اَؤ هغۀ له دا اِختيار ورکړے شو چه دَ هغه ځنګلى ځناور په وړاندے مُعجزے وکړى اَؤ دَ مزکے اوسيدُونکى وغلوى اَؤ هغوئ دے ته تيار کړى چه دَ هغه ځنګلى ځناور په شان يو بُت جوړ کړى چه دَ تُورے ګُذار ئے خوړلے وو خو بيا هم ژوندے وو.
15
اَؤ هغۀ له دا اِختيار هم ورکړے شو چه دَ اولنى ځنګلى ځناور په بُت کښے ساه واچوى چه خبرے هم وکړى اَؤ هغه ټول کسان چه ورته سجده نۀ کوى، مړۀ کړى.
16
اَؤ دا چه هغه په لويو وړو، شته منو اَؤ غريبانو، غُلامانو اَؤ آزادو په ښى لاس يا په تندى يوه نخښه ولګوى.
17
اَؤ هيچا ته تر هغے دَ څۀ آخستلو يا خرڅولو اِجازت نۀ وى تر څو چه دَ دے ځنګلى ځناور نخښه، نُوم يا دَ نُوم شمار پرے نۀ وى.
18
دغه دَ حکمت کُنجى ده اَؤ هر هغه څوک چه پوهه لرى هغه دِ دَ ځناور دَ نُوم شمار کړى، دا شمار دَ يو سړى دے اَؤ دَ هغۀ دَ شمار حساب شپږ سوه شپږ شپيتۀ دے.
← Chapter 12
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 14 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22