bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 18
Revelation 18
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 19 →
1
له دے نه پس ما يوه بله فرښته له آسمان نه په راکُوزيدو وليدله اَؤ دَ هغے لوئے اِختيار وو اَؤ مزکه دَ هغے په جلال رڼا شوه.
2
بيا هغے په اُوچت آواز چغه کړه، ”پريوت! لوئے بابل پريوتو! هغه دَ شيطانانو کور، دَ ټولو ناپاکو روحُونو اډه، اَؤ دَ کرک ناکو اَؤ مُردارو مارغانو کور دے.
3
ځکه چه ټولو قومُونو دَ هغے دَ بدکارئ شراب څښلى دى، دَ دُنيا بادشاهانو دَ هغے سره بدکارى کړے ده، اَؤ دَ دُنيا سوداګرانو دَ هغے دَ مستئ په سبب دولت راغونډ کړو.“
4
بيا ما له آسمان نه يو بل آواز واؤريدو چه وئيل ئے : ”اَئے زما خلقو! له دے نه رابهر شئ چه دَ دے په ګُناهُونو کښے شريک نۀ شئ اَؤ چه دَ هغے په آفتُونو کښے شامل نۀ شئ.
5
ځکه چه دَ هغے ګُناهُونه تر آسمانه رسيدلى دى اَؤ خُدائے دَ هغے بدے چارے هيرے کړے نۀ دى.
6
هغے ته دَ خپلو کړو بدله ورکړئ، هغے چه کُوم کارُونه کړى دى، هغه دوه چنده ورکړئ، اَؤ هغے چه په کُومے پيالئ کښے ګډ کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ.
7
هغے چه هر څومره لوئى اَؤ مستى وکړه هغه هومره ورته عذاب اَؤ وير ورکړئ. هغه په زړۀ کښے وائى چه زَۀ دَ تخت مالِکه يم، زَۀ به دَ کونډو په شان ويرُونه نۀ کوم.
8
په دے وجه به په هغے په يوه ورځ کښے آفتُونه راشى يعنے، مرګ، قحط، ويره، اَؤ په اور به هم وسوزولے شى ځکه چه مالِک خُدائے زورَور دے چه ئے دَ دے فيصله واؤروله.“
9
دَ مزکے بادشاهانو چه دَ هغے سره بدکارى وکړه اَؤ دَ هغے په مستئ کښے ګډ شول، هر کله چه هغوئ دَ دے دَ سوزيدلو لُوګے ووينى نو هغوئ به پرے ژړا اَؤ وير وکړى.
10
هغوئ به لرے ولاړ وى اَؤ دَ هغے په عذاب به دَ ويرے دا وائى چه ”اَفسوس! اَفسوس په لوئے ښار دَ بابل! په زورَور ښار! چه تۀ په يوه ګينټه کښے برباد شوے!“
11
دَ دُنيا سوداګران به هم په بابل وير اَؤ ژړا کوى ځکه چه بيا به هيڅوک هم دَ هغوئ نوره سودا وانۀ خلى.
12
دَ سرو زرو، دَ سپينو زرو، قيمتى کاڼو، دَ مرغلرو، مهينے لټے، ارغوانى کپړے، دَ ريښمو قرمزى کپړے، دَ هر قسم دَ عُودو لرګى، دَ هاتى غاښُونه، دَ هر قِسم لوښى، دَ قيمتى لرګى هر قسم لوښى، دَ زيړو، دَ اوسپنو اَؤ دَ مرمرو،
13
دَ دار چينى، مسالے، خُوشبوئ عطر، لوبان، مے، تيل، ميده، غنم، اَؤ څاروى، ګډے، آسُونه، ګاډى، غُلامان اَؤ دَ بنى آدمو ځانُونه.
14
هغوئ به وائى چه ”کُومے ميوے ته چه ستا زړۀ وو، هغه له تا نه تلے ده، ټول دولت اَؤ کِشش ورک دے اَؤ بيا به ئے هيچرے ونۀ مُومے!“
15
اَؤ دَ دے ټولو سوداګانو سوداګران چه ئے دَ دے په سبب دولتُونه وګټل، هغوئ به دَ هغے دَ عذاب له ويرے لرے ولاړ وى، ژړا اَؤ وير به کوى،
16
اَؤ وائى به چه ”اَفسوس! اَفسوس! په لوئے ښار چه دَ مهينے لټے اَؤ ارغوانى اَؤ قرمزى جامے به ئے آغوستلے اَؤ په سرو زرو قيمتى کاڼو اَؤ مرغلرو به ئے ځان ښکلے کړے وو.
17
اَفسوس! چه په يوه ګينټه کښے دولت برباد لاړو!“ بيا ټول دَ سمندرى جهاز کپتانان، سمندرى مُسافِران اَؤ ماڼګيان اَؤ هغه څوک چه په سمندرى ګټے خپله ګُزاره کوى، لرے ودريدل،
18
اَؤ چه دَ هغے سوزيدونکى لوګے ئے وليدو نو چغے ئے کړے، ”دَ دے لوئے ښار په شان بل چرته داسے ښار نۀ وو!“
19
اَؤ هغوئ په خپلو سرُونو خاؤرے ونوستلے، وير اَؤ ژړا ئے کوله اَؤ دا ئے وئيل چه ”اَفسوس! اَفسوس! په هغه لوئے ښار چه دَ چا په دولت دَ سمندرى جهازُونو مالِکان مالدار شول، چه په يوه ګينټه کښے برباد شو!“
20
اَئے آسمانه! اَئے پاکانو، رسُولانو اَؤ نبيانو! پرے خوشحالئ کوئ، په دے وجه چه خُدائے په هغه فيصله وکړله څۀ چه هغوئ په تاسو کړے وه.
21
اَؤ بيا يوے قوتناکے فرښتے دَ ژرندے دَ يو غټ پل په شان کاڼے راواخستو اَؤ سمندر ته ئے ورګُذار کړو اَؤ وئے وئيل چه ”دغه شان به دَ بابل لوئے ښار ونړولے شى اَؤ بيا به ئے هيڅوک ونه وينى.
22
اَؤ بيا به هيچرے په تا کښے دَ ستار، سندرغاړے، شپيلئ اَؤ دَ سُرنا آوازُونه وانۀ وريدے شى، اَؤ دَ يو کسب کسب ګر به هم په تا کښے ونۀ ليدے شى، اَؤ بيا به په تا کښے دَ ژرندے غرا وانۀ وريدے شى.
23
اَؤ نور به په تا کښے دَ ډيوے رڼا ونۀ ليدے شى اَؤ په تا کښے به بيا دَ زلمى اَؤ دَ ناوے خبرے وانۀ وريدے شى. يو وخت وو چه ستا سوداګران دَ دُنيا زورَور وُو اَؤ تا په خپل جادُو ټول قومُونه وغلول.“
24
دَ نبيانو دَ پاکانو اَؤ دَ هغه ټولو خلقو وينه په هغے کښے ومُوندلے شوه چه په مزکه وژلى شوى وُو.
← Chapter 17
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 19 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22