bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 21
Revelation 21
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 22 →
1
بيا ما يو نوے آسمان اَؤ يوه نوے مزکه وليده ځکه چه وړُومبنے آسمان اَؤ وړُومبنئ مزکه غائب شوى وُو اَؤ سمندر هم نۀ وو.
2
اَؤ ما پاک ښار، يعنے نوے بيتُ المُقدس وليدلو چه دَ خُدائے له طرفه له آسمان نه راکُوزيدو، اَؤ دا داسے تيار کړے شوے وو لکه چه ناوے دَ خپل خاوند دَ پاره ښکلے تياره کړے شوے وى.
3
ما له تخت نه يو اُوچت آواز واؤريدو چه دا ئے وئيل چه ”ګورئ! اوس خُدائے دَ بنى آدمو په مينځ کښے استوګنه کوى، هغه به دَ هغوئ سره اوسيږى اَؤ هغوئ به دَ هغۀ اُمت وى اَؤ خُدائے به په خپله دَ هغوئ سره وى.
4
هغه به دَ هغوئ دَ سترګو ټولے اوښکے وچے کړى، هلته به نۀ مرګ، نۀ ويره، نۀ ژړا اَؤ نۀ دړد وى ځکه چه وړُومبى څيزُونه تير شوى دى.“
5
بيا څوک چه په تخت ناست وو، هغۀ ووئيل چه ”وګورئ! زَۀ ټول څيزُونه نوى کوم!“ اَؤ هغۀ ما ته ووئيل چه ”دا وليکه ځکه چه دا ټولے خبرے دَ اِعتبار لائقے اَؤ رښتيا دى.“
6
نو ما ته ئے ووئيل چه ”وشو! الفه اَؤ اوميګه زَۀ يم، الاول اَؤ الاخر زَۀ يم. هر څوک چه تږے وى زَۀ به هغۀ ته دَ ژوندُون دَ اوبو له چينو نه دَ څښلو حق ويړيا ورکړم.
7
هر څوک چه غالب شى هغه به دَ دے وارث شى، زَۀ به دَ هغۀ خُدائے يم اَؤ هغه به زما زوئے وى.
8
خو دَ ويريدُونکو، بے ايمانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادُوګرانو، بُت پرستانو اَؤ هر قسم دروغژنو برخه به په هغه تالاب کښے وى چه په کښے دَ ګُوګړو اور بليږى، اَؤ دا دويم مرګ دے.“
9
بيا په هغه اُوو فرښتو کښے چه دَ اُوو آخرى آفتُونو ډک جامُونه ورسره وُو، يوه ما له راغله اَؤ وئے وئيل چه ”راځه! اَؤ زَۀ به تا ته ناوے وښايم، يعنے دَ ګډُورى ښځه به درته وښايم.“
10
زَۀ دَ رويا په حالت کښے وم اَؤ فرښتے زَۀ يو لوئے اُوچت غر ته بوتلم اَؤ دَ بيتُ المُقدس پاک ښار ئے راته وښئيلو چه دَ خُدائے له طرفه له آسمان نه راکُوزيدو.
11
هغه دَ خُدائے په جلال روښانه وو، دَ هغۀ پړق دَ قيمتى جواهراتو په شان لکه دَ زبرجدو صفا اَؤ دَ بلور په شان وو.
12
دَ هغۀ يو لوئے اُوچت ديوال وو چه په کښے دولس دروازے وے اَؤ په هغو کښے دولس فرښتے وے، اَؤ په دروازو دَ بنى اِسرائيلو دَ دولسو خيلُونو نُومونه ليکلى شوى وُو.
13
نمرخاته ته درے دروازے وے، قطب ته درے، سهيل ته درے اَؤ نمر پريواتۀ ته درے دروازے وے.
14
دَ ښار دَ ديوال په بُنياد کښے دولس کاڼى وُو اَؤ په هغوئ دَ ګډُورى دَ دولسو رسُولانو نومُونه وُو.
15
کُومے فرښتے چه ما سره خبرے وکړلے، دَ هغے سره دَ سرو زرو يو ګز وو چه پرے دَ ښار هغه ديوالُونه اَؤ دروازے ناپ کړى.
16
اَؤ ښار په مربع شکل جوړ وو اَؤ څومره چه اُوږد وو هغه هومره پلن وو، اَؤ هغۀ په ګز دَ هغۀ اُوږدوالے، پلنوالے اَؤ اُوچتوالے چه يو برابر وُو، دوه نيم زره کيلوميټره وو، ناپ کړل.
17
دَ هغه ديوال شپيته ميټره اُوچت وو، دا اِنسانى پيمانه وه چه فرښتے استعمالوله.
18
ديوال دَ زبرجدو نه جوړ وو اَؤ ښار په خپله دَ سُوچه سرو زرو نه جوړ شوے وو اَؤ دَ صفا شيشے په شان پړقيدو.
19
دَ ښار دَ ديوال بُنيادُونه په قسما قسم قيمتى کاڼو ډولئ کړى شوى وُو چه اول دَ بُنياد کاڼے دَ زبرجدو وو، دويم دَ نيلم، دريم دَ شب چراغ، څلورم دَ زمرُد،
20
پينځم دَ سليمانى، شپږم دَ عقيقو، اُووم دَ سنګ يشب، اَتم دَ فيروزے، نهم دَ طوپاز، لسم دَ يمانى، يوولسم دَ سنګ سُنبلى اَؤ دولسم دَ ياقُوتو وو.
21
اَؤ هغه دولس دروازے دَ دولسو مرغلرو وے، هره دروازه دَ يوے مرغلرے نه جوړه وه. دَ ښار کُوڅے دَ صفا شيشے په شان دَ سُوچه سرو زرو وے.
22
ما په ښار کښے دَ خُدائے کور ونۀ ليدو ځکه چه مالِک قادر مُطلق خُدائے اَؤ ګډُورے دَ هغه ښار دَ خُدائے کور دے.
23
اَؤ ښار ته دَ نمر يا دَ سپوږمئ دَ ځليدو حاجت نِشته ځکه چه دا دَ خُدائے په نُور روښانه دے اَؤ دَ هغۀ ډيوه ګډورے دے.
24
دَ دے په رڼا به قومُونه ګرزى اَؤ دَۀ ته به دَ دُنيا بادشاهان خپلے لوئى راؤړى.
25
دَ ښار دروازے به ټوله ورځ پرانستے وى اَؤ هلته به شپه چرے نۀ وى.
26
دَ قومُونو دولت اَؤ لوئى به دَۀ ته راؤړے شى.
27
خو هيڅ ناپاک څيز به ورننوتے نۀ شى اَؤ نۀ پليت اَؤ نۀ دروغژن، خو صرف هغه دَ چا نُومُونه چه دَ ګډُورى دَ ژوندُون په کتاب کښے ليکلى دى.
← Chapter 20
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 22 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22