bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 16
Revelation 16
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 17 →
1
بيا ما دَ خُدائے له کور نه يو اُوچت آواز واؤريدو چه هغه اُوو فرښتو ته ئے وئيل چه ”لاړے شئ اَؤ دَ خُدائے دَ قهر اُووۀ جامُونه په مزکه توئ کړئ.“
2
نو اوله فرښته لاړه اَؤ په مزکه ئے خپل جام توئے کړو اَؤ دَ ناسور خوراکى دانے په هغه خلقو ښکاره شوے چه دَ ځنګلى ځناور نخښه ئے لرله اَؤ هغه بُت ته ئے سجده کړے وه.
3
اَؤ دويمے فرښتے خپل جام په سمندر کښے توئے کړو اَؤ دَ هغۀ اوبۀ دَ مړى دَ وينے په شان شوے اَؤ په سمندر کښے هر زنده سړے مړ شو.
4
اَؤ دريمے فرښتے خپل جام په دريابُونو اَؤ په چينو کښے توئے کړو اَؤ وينے شول.
5
بيا ما واؤريدل چه دَ اوبو فرښتے ووئيل چه ”اَئے قُدوسه خدايه! تۀ چه يئے اَؤ وے، تۀ په خپل عدالت کښے صادِق يئے.
6
ځکه چه هغوئ دَ پاکانو اَؤ ستا دَ نبيانو وينے توئے کړے دى اَؤ تا هغوئ ته دَ څښلو دَ پاره وينے ورکړے، هغوئ دَ دے لايق دى.“
7
اَؤ ما دَ قُربانګاه چغه واؤريده، هو مالِکه خُدايه! تۀ په ټولو قادر يئے، ستا ټولے فيصلے رښتينے اَؤ په حقه دى.
8
اَؤ څلورمے فرښتے خپل جام په نمر توئے کړو اَؤ دا اِختيار ورله ورکړے شو چه په خپلو شُغلو خلق وسيزى.
9
اَؤ هغوئ بد بد وسوزيدل خو هغوئ دَ خُدائے په نُوم کُفر ووئيل چه دَ دے آفتُونو دَ نازلولو اِختيار لرى، اَؤ هغوئ دَ توبه ايستلو نه اِنکارى شول اَؤ نۀ ئے دَ هغۀ ثنا ووئيله.
10
اَؤ پينځمے فرښتے دَ ځنګلى ځناور په تخت خپل جام توئے کړو اَؤ دَ هغۀ په بادشاهئ کښے تيارۀ شوه. اَؤ خلقو دَ دړد نه خپلے ژبے چيچلے،
11
خو هغوئ دَ خپل دړد اَؤ دَ ناسُور په وجه آسمانى خُدائے ته کُفر ووے، اَؤ څۀ چه هغوئ کړى وُو، له هغے نه ئے توبه ونۀ کړله.
12
اَؤ شپږمے فرښتے خپل جام دَ فرات په لوئے درياب کښے توئے کړو اَؤ دَ هغۀ اوبۀ وچے شوے چه دَ نمر خاتۀ دَ بادشاهانو دَ پاره لار تياره شى.
13
بيا ما وليدل چه دَ اژدها دَ ځنګلى ځناور اَؤ دَ دروغژن نبى دَ خُلے نه دَ چيندخانو په شان درے ناپاک رُوحُونه راووتل.
14
دا ناپاک رُوحُونه وُو چه مُعجزے ښئى، هغوئ دَ دے دَ پاره ځى چه دَ دُنيا ټول بادشاهان دَ خُدائے القادر دَ لوئے ورځے دَ جنګ دَ پاره راجمع کړى.
15
”ګورئ، دَ غل په شان درځم! بختور دے هغه چه بيدار وى اَؤ جامے ئے آغوستے وى ځکه چه هغه به بربنډ نۀ شى اَؤ خلق به دَ هغۀ شرم ونۀ وينى!“
16
نو هغوئ بادشاهان هغه ځائے ته راجمع کړل چه په عبرانئ کښے ورته ارمِګدون وائى.
17
بيا اُوومے فرښتے خپل جام په باد توئے کړو اَؤ دَ خُدائے دکور له تخت نه يو اُوچت آواز راغے چه هغۀ وئيل چه ”دا وشوه!“
18
له دے نه پس دَ بريښنا شُغلے اَؤ دَ تندر ګړزا اَؤ يوه دومره سخته زلزله راغله چه دَ بنى آدم دَ پيدايښت راسے چرے هم نۀ وه راغلے.
19
اَؤ هغه لوئے ښار په درے ځايه تقسيم شو اَؤ دَ دُنيا ښارُونه ونړيدل، اَؤ خُدائے ته لوئے بابل راياد شو بلکه دَ خپل غضب اَؤ قهر دَ شرابو نه ډکه پياله ئے هغۀ له ورکړه.
20
هره يوه جزيره غايبه شوه اَؤ يو غر هم ليدے نۀ شو.
21
اَؤ په بنى آدمو له آسمان نه تقريباً پنځوس کيلو وزن برابر ږلئ ووريدله اَؤ هغوئ دَ ږلئ په آفت خُدائے ته کُفر ووئيل ځکه چه هغه آفت ډير سخت وو.
← Chapter 15
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 17 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22