bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 11
Revelation 11
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 12 →
1
ما ته دَ ګز په شان يوه اُوږده لښته راکړے شوه اَؤ راته ئے ووئيل چه ”اوس پورته شه اَؤ دَ خُدائے کور اَؤ قُربان ګاه کچ کړه اَؤ دَ عبادت کوُونکو تعداد شمار کړه.
2
خو دَ خُدائے دَ کور بهرنے غولے مه کچ کوه ځکه چه هغه غيرو قومُونو له ورکړے شوے دے اَؤ هغوئ به دا پاک ښار تر دوؤ څلويښتو مياشتو پورے پايمال کړى.
3
اَؤ زَۀ به خپل دوه ګواهان دَ ټاټ جامے آغوستے دَ پيشن ګوئى دَ پاره مقرر کړم اَؤ دوئ به تر دولس سوه شپيتۀ ورځو پورے نبوت کوى.“
4
دا هغه دوه دَ ښونۀ ونے اَؤ دوه ډيوټُونه دى کُوم چه دَ مزکے دَ مالِک دَ وړاندے ولاړ دى.
5
که څوک دوئ ته نُقصان رسول غواړى نو دَ دوئ دَ خُلے نه اور راوريږى اَؤ دَ دوئ دُښمنان به ونغړى اَؤ دغه شان به هغه هر څوک چه دوئ ته نقصان رسول غواړى، مړۀ شى.
6
دوئ اِختيار لرى چه آسمان بند کړى چه بيا دَ دوئ دَ نبوت په دور کښے باران ونۀ شى، اَؤ دوئ هم اِختيار لرى چه له اوبو نه وينے جوړے کړى اَؤ په مزکه دَ خپلے مرضئ په مُطابق آفتُونه راولى.
7
اَؤ چه دوئ خپله ګواهى پُوره کړى نو دَ عالم ارواح نه به ځنګلى ځناور راوزى اَؤ دَ دوئ سره به جنګ ونښلوى اَؤ غالب به شى اَؤ مړۀ به ئے کړى.
8
اَؤ دَ هغوئ لاشُونه به دَ لوئے ښار په کُوڅو کښے پراتۀ وى، چرته چه دَ هغوئ مالِک هم په سولئ شوے وو، چه دَ مِثال په طور ورته صدوم اَؤ مصر وئيلے شى.
9
تر درے نيمو ورځو پورے به خلق، دَ هر خيل، دَ هرے ژبے اَؤ دَ هر قوم دَ دوئ لاشُونو ته ګورى اَؤ دَ دوئ دَ لاشُونو دَ ښخولو اِجازت به ورنۀ کړى.
10
دَ مزکے ټول خلق به ورته په سترګو کښے خاندى اَؤ خوشحالئ به کوى اَؤ يو بل ته به ډالئ ورکوى ځکه چه دغو دوو نبيانو دَ مزکے ټول خلق عذابول.
11
خو دَ درے نيمو ورځو نه پس خُدائے په هغوئ کښے دَ ژوندُون رُوح واچولو اَؤ هغوئ په خپلو پښو ودريدل اَؤ چا چه دا وليدل، هغه ټول ويريدل.
12
بيا دوئ يو اُوچت آواز له آسمان نه واؤريدو چه وئيل ئے چه ”دلته راشئ!“ اَؤ هغوئ په وريځو کښے آسمان ته لاړل اَؤ دُښمنانو هغوئ ته کتل.
13
هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، دَ ښار لسمه حصه راوغورزيدله اَؤ اُووۀ زره کسان په دے زلزله کښے هلاک شول اَؤ نورو په ويره کښے دَ آسمانى خُدائے ثنا وئيله.
14
دويم اَفسوس تير شو خو دريم زر راتلُونکے دے.
15
بيا اُوومے فرښتے خپله سُرنا وغږوله اَؤ په آسمان کښے په زوره دا چغے واؤريدے شوے چه : ”دَ دُنيا بادشاهى زمُونږ دَ رب اَؤ دَ هغۀ دَ مسيح ده اَؤ هغه به تل تر تله حُکومت کوى!“
16
اَؤ هغه څليريشت مشران چه دَ خُدائے دَ وړاندے په خپلو تختُونو ناست وُو، هغوئ پړمخے په سجده پريوتل اَؤ دَ خُدائے دا ثنا ئے ووئيله چه :
17
”اَئے ربه خُدايه! القادره! مُونږ ستا شکر کوُو، تۀ چه ئے اَؤ چه وے، ځکه چه تا خپل لوئے طاقت اَؤ بادشاهى په لاس کښے واخيسته.
18
قومُونه په قهر شول ځکه چه ستا دَ قهر وخت راغلے دے، دَ مړو دَ عدالت کولو وخت راغلے دے، ستا دَ خادمانو نبيانو دَ اَجر وخت راغلے دے، اَؤ ستا دَ پاکانو اَؤ دَ هغه ټولو لويو اَؤ وړو وخت چا چه ستا دَ نُوم عزت کولو. اَؤ دَ هغو دَ تباه کيدلو وخت راغلے دے چه ئے مزکه تباه کوى.“
19
په آسمان کښے دَ خُدائے کور پرانستے شو اَؤ په هغۀ کښے دَ هغۀ دَ وعدے صندُوق ښکاره شو، نو بيا دَ بريښنا شُغلے، دَ تندر ګړزا، زلزله اَؤ دَ ږلئ طُوفان راغے.
← Chapter 10
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 12 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22