bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 6
Revelation 6
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 7 →
1
بيا ما وليدل چه هغه ګډُورى په اُوو مُهرُونو کښے يو مُهر مات کړو اَؤ ما دَ څلورو حيوانانو نه په يوه کښے دَ تندر په شان دا آواز واؤريدو چه ”راشه!“
2
اَؤ ما وکتل چه هلته يو سپين آس وو اَؤ دَ سوارۀ سره ئے لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو اَؤ هغه په آس سور لاړو چه فتح بيا مُومى.
3
هر کله چه ګډورى دويم مُهر مات کړو نو ما واؤريدل چه دويم حيوان وائى چه ”راشه!“
4
اَؤ يو بل اس راغے چه تک سُور وو اَؤ دَ هغۀ سوارۀ ته دا اِختيار ورکړے شو چه دَ مزکے نه امن يوسى اَؤ چه سړى يو بل وژنى، اَؤ هغۀ ته يوه لويه تُوره ورکړے شوه.
5
کله چه ګډُورى دريم مُهر مات کړو نو ما دَ دريم حيوان دا آواز واؤريدو چه ”راشه!“ نو زَۀ څۀ ګورم چه يو تور آس راغے اَؤ دَ هغۀ دَ سوارۀ په لاس کښے يو تله وه.
6
اَؤ ما دَ څلورو حيوانانو دَ مينځه يو آواز واؤريدو چه وئيل ئے چه ”دَ ټولے ورځے مزدُورى دَ درے پاوه غنمو په سر اَؤ دَ ټولے ورځے مزدورى دَ نهه پاوه وربشے په ډوډئ، خو دَ ښونانو تيلو اَؤ شرابو ته نقصان مه رسوئ.“
7
کله چه ګډُورى څلورم مُهر مات کړو نو ما دَ څلورم حيوان دا آواز واؤريدو چه ”راشه!“
8
اَؤ زَۀ څۀ ګورم چه زيړ آس وو اَؤ دَ سوارۀ نُوم ئے مرګ وو اَؤ عالمِ ارواح ورپسے جُخت راروان وو. هغوئ ته دَ څلورمے برخے مزکے اِختيار ورکړے شوے وو چه په جنګ، په قحط، په وبا اَؤ په ځنګلى ځناورو خلق مړۀ کړى.
9
هر کله چه ګډُورى پينځم مُهر مات کړو نو ما دَ قُربان ګاه دَ لاندے دَ هغو خلقو رُوحُونه وکتل چه دَ خُدائے دَ کلام اَؤ دَ خپلے ګواهئ په وجه قتل کړى شوى وُو.
10
هغوئ په زوره چغه کړه چه ”مالِکه! پاکه اَؤ رښتُونى خُدايه! تر څو به فيصله ونۀ کړے اَؤ دَ مزکے دَ اوسيدُونکو نه به زمُونږ دَ وينے بدل وانۀ خلے؟“
11
هر يو ته سپينه چُوغه ورکړے شوه اَؤ ورته ووئيلے شول چه ”لږ شان تر هغے صبر وکړئ چه ستاسو ټول ورُوڼه اَؤ په خدمت کښے ملګرى ستاسو په شان ونۀ وژلے شى.“
12
بيا ما وکتل چه ګډُورى شپږم مُهر مات کړو اَؤ يوه سخته زلزله راغله اَؤ نمر دَ جنازے دَ ټاټ په شان تور شو اَؤ سپوږمئ لکه دَ وينو سره شوه.
13
اَؤ ستورى له آسمان نه په مزکه داسے راپريوتل لکه چه دَ اِينځر نه دَ سيلئ په وجه کچه ميوه راپريوزى.
14
اَؤ آسمان داسے فنا شو لکه کتاب چه ټپ کړے شى اَؤ هر غر اَؤ هره جزيره دَ خپله ځايه وخوزيده.
15
نو بيا دَ مزکے بادشاهانو، سردارانو، جرنيلانو، شته منو، طاقتورو، غُلامانو اَؤ آزادو ټولو خلقو په غارُونو اَؤ دَ غرُونو په ګټانو کښے خپل ځانُونه پټ کړل.
16
اَؤ هغوئ غرُونو اَؤ ګټانو ته چغے کړے چه ”په مُونږ راپريوزئ اَؤ مُونږ په تخت دَ پاسه ناست دَ مخے نه اَؤ دَ ګډُورى دَ غضب نه پټ کړئ!
17
ځکه چه دَ هغوئ دَ غضب لويه ورځ راغلے ده اَؤ څوک ورته ټينګيدے شى؟“
← Chapter 5
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 7 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22