bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 20
Revelation 20
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 21 →
1
بيا ما يوه فرښته له آسمان نه په راکُوزيدو وليدله چه ورسره دَ عالِم اَرواح کُنجى اَؤ په لاس کښے ئے لوئے زنځير وو.
2
اَؤ هغه اژدها چه زوړ ښامار دے، هغه ئے ونيوو، يعنے اِبليس اَؤ شيطان، اَؤ تر زرو کالو پورے ئے وتړلو.
3
فرښتے هغه آخرے کندے دَ جهنم ته وغورزولو، بند ئے کړو اَؤ مُهر ئے پرے ولګولو، دَ دے دَ پاره چه هغه بيا تر هغے قومُونه ونۀ غُلوى تر څو چه زر کاله پُوره شوى نۀ وى. دَ هغے نه پس به هغه بيا دَ لږ وخت دَ پاره آزاد کړے شى.
4
بيا ما تختُونه وليدل اَؤ هغه خلق پرے ناست وُو چه دَ عدالت اِختيار ورکړے شوے وو. ما دَ هغه خلقو رُوحُونه وليدل چه سرُونه ئے دَ خُدائے دَ کلام اَؤ دَ عيسىٰ دَ شهادت په وجه پريکړى شوى وُو، اَؤ هغه خلق چا چه ځنګلى ځناور يا دَ هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړے اَؤ نۀ ئے په لاس يا تندى دَ هغۀ نخښه لګولے وه. هغوئ بيا راژوندى کړے شول اَؤ دَ مسيح سره ئے تر زرو کالو بادشاهى وکړه.
5
باقى مړى تر هغے ژوندى نۀ کړے شول تر څو چه زر کاله پُوره شوى نۀ وُو. دا اولنے قيامت دے.
6
بختور اَؤ قدُوس هغه دے چه په دے اولنى قيامت کښے شريک دے ځکه چه په داسے خلقو دويم مرګ اِختيار نۀ لرى بلکه هغوئ به دَ خُدائے اَؤ دَ مسيح کاهنان وى اَؤ دَ هغۀ سره به تر زرو کالو پورے بادشاهى کوى.
7
هر کله چه زر کاله پُوره شى نو شيطان به دَ خپلے بندى خانے نه را آزاد شى.
8
اَؤ هغه به راشى اَؤ په څلور کُنجه دُنيا کښے به قومُونه وغُلوى، يعنے جُوج اَؤ ماجُوج، اَؤ جنګ ته به ئے راجمع کړى چه دَ سمندر دَ شګو په شان بے شماره دى.
9
نو هغوئ دَ مزکے په پلنوالى راوختل اَؤ دَ خُدائے دَ پاکانو ديره اَؤ دَ هغۀ محبُوب ښار ئے راګير کړو، خو له آسمان نه اور پرے نازل شو اَؤ هغوئ ئے تباه کړل.
10
اَؤ هغوئ له دوکه ورکوُونکے اِبليس دَ اور اَؤ ګُوګړو تالاب ته وغورزولے شو چرته چه ځنګلى ځناور اَؤ دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے اَؤ هلته به په شپه اَؤ ورځ تل تر تله عذابولے شى.
11
بيا ما يو لوئے سپين تخت وليدو اَؤ يو سړے چه پاس پرے ناست وو، دَ هغۀ دَ مخ نه مزکه اَؤ آسمان وتښتيدل اَؤ غائب شول.
12
ما لوئے اَؤ واړۀ مړى دَ تخت دَ وړاندے ولاړ وليدل اَؤ کتابُونه پرانستلے شول. بيا يو بل کتاب پرانستلے شو، يعنے دَ ژوندُون کتاب. په دے کتابُونو کښے څۀ چه دَ مړو دَ عملُونو ليکلى وُو دَ هغے په مُطابق دَ هغوئ عدالت وشو.
13
سمندر خپل مړى چه په کښے وُو، ورکړل اَؤ مرګ اَؤ عالم ارواح په خپله قبضه کښے چه مړى وُو، ورکړل اَؤ دَ ټولو عدالت دَ هر چا دَ خپل عمل په مُطابق وشو.
14
بيا مرګ اَؤ عالم ارواح دَ اور تالاب ته وغورزولے شول، دَ اور تالاب دويم مرګ دے.
15
اَؤ په دے کښے هغه کسان وغورزولے شول، دَ چا نومُونه چه دَ ژوندُون په کتاب کښے درج نۀ وُو.
← Chapter 19
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 21 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22