bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 19
Revelation 19
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 20 →
1
دَ دے نه پس ما په آسمان کښے دَ ګڼو خلقو اُوچت آوازُونه واؤريدل، هغوئ چغے وهلے چه ”هلِلُوياه! خلاصُون، جلال اَؤ طاقت زمُونږ دَ خُدائے دے!
2
ځکه چه دَ هغۀ فيصلے رښتينى اَؤ په حقه دى اَؤ هغۀ دَ لوئے کنجرئ فيصله وکړه چا چه په خپلے حرامکارئ دا مزکه ورانه کړه اَؤ دَ هغے نه ئے دَ خپلو خادمانو دَ وينے بدل واخستو.“
3
هغوئ بيا چغے کړے چه ”هلِلُوياه! دَ بابل لُوګے تل تر تله خيژى!“
4
اَؤ هغه څليريشت مشران اَؤ څلور حيوانان خُدائے ته په سجده شول چه په تخت ناست وُو اَؤ هغوئ هم چغے کړے چه ”آمين، هلِلُوياه!“
5
بيا له تخت نه يو آواز راغے چه ”اَئے زمُونږ دَ خُدائے ټولو خادمانو چه دَ هغۀ نه ويريږئ، اَئے لويو اَؤ وړو! دَ خُدائے ثنا وايئ!“
6
بيا ما دَ ډيرو کسانو ”دَ سيلابى اوبو اَؤ دَ تندر دَ ګړزا په شان“ آواز واؤريدو اَؤ هغوئ چغے وهلے چه ”هلِلُوياه! مالِک زمُونږ قادر خُدائے بادشاه دے.
7
راځئ چه خوشحاليږُو اَؤ دَ خوشحالئ چغے وباسو اَؤ دَ هغه لوئى بيان کړُو ځکه چه دَ ګډورى دَ وادۀ ورځ راغلے ده اَؤ دَ هغۀ ناوے ځان سمبال کړے دے،
8
اَؤ ورته دَ مهينے لټے جامے ورکړے شوى دى چه صفا ځلقيدُونکے دى.“ اَؤ دا مهينه لټه دَ پاکانو ښۀ کارُونه دى.
9
بيا فرښتے ما ته ووئيل چه ”دا وليکه : بختور دى هغه خلق چه دَ ګډُورى دَ وادۀ ميلمستيا ته رابللى شوى دى!“ اَؤ نور ئے ووئيل چه ”دا دَ خُدائے برحق کلام دے.“
10
په دے زَۀ دَ هغۀ په پښو کښے په سجده پريوتلم خو ما ته ئے ووئيل چه ”نه، داسے مه کوه! زَۀ هم دَ تا اَؤ ستا دَ ورُوڼو په شان يو خادم يم چه دَ عيسىٰ شهادت لرے. اَؤ تش خُدائے ته سجده کوه.“ ځکه چه دَ کُوم رُوح په تاثير نبيانو کلام وکړو هم هغه رُوح دَ عيسىٰ په شان شاهدانو کښے دے.
11
بيا ما آسمان پرانستلے وليدو اَؤ هلته زما په وړاندے يو سپين آس وو اَؤ دَ هغۀ دَ سوارۀ نُوم وفادار اَؤ رښتينے دے، ځکه چه هغه په عدالت کښے اَؤ په جنګ کښے رښتُونے دے.
12
اَؤ دَ هغۀ سترګے دَ اور دَ شُغلو په شان دى اَؤ په سر ئے ډير تاجُونه وُو. په هغه يو نُوم ليکلے شوے وو چه بے له دۀ نه پرے هيڅوک نۀ پوهيدو.
13
اَؤ هغۀ په وينو لړلے جامے آغوستے وے اَؤ دَ هغۀ نُوم دَ خُدائے کلام دے.
14
اَؤ آسمانى لښکرے په سپينو آسُونو سورے ورپسے وے چه دَ سپينے اَؤ صفا مهينے لټے جامے ئے آغوستے وے.
15
اَؤ دَ هغۀ دَ خُلے نه يوه تيره تُوره راوزى چه قومُونه پرے ووهى، ځکه چه هغه به په هغوئ دَ اوسپنے په امسا حکُومت کوى اَؤ دَ ګُناهُونو دَ شرابو ګاڼئ به دَ قادر مُطلق خُدائے دَ قهر اَؤ غضب دَ پښو لاندے مږى.
16
اَؤ دَ هغۀ په چُوغه اَؤ په پتُون دا نُوم ليکلے دے چه : ”دَ بادشاهانو بادشاه اَؤ دَ مالِکانو مالِک.“
17
بيا ما يوه فرښته په نمر کښے ولاړه وليده اَؤ هغے دَ آسمان په مينځ کښے الوتُونکو مارغانو ته آواز وکړو چه ”راشئ اَؤ دَ خُدائے په لويه ميلمستيا راجمع شئ.
18
چه دَ بادشاهانو اَؤ دَ کماندارانو اَؤ دَ سپاهيانو غوښے، دَ آسُونو اَؤ دَ هغو دَ سورو غوښے اَؤ دَ ټولو خلقو، غُلامانو اَؤ آزادو دَ لويو اَؤ دَ وړو غوښے وخورئ!“
19
بيا ما وليدل چه ځنګلى ځناور اَؤ دَ مزکے بادشاهان اَؤ دَ هغوئ لښکرے دَ سوارۀ اَؤ دَ هغۀ دَ لښکر سره په جنګ شول.
20
اَؤ هغه ځنګلى ځناور بنديوان کړے شو اَؤ دغسے هغه دروغژن نبى هم چه ئے دَ هغۀ په وړاندے مُعجزے ښکاره کولے اَؤ هغه څوک ئے غُلول، په چا چه دَ ځناور نخښه وه اَؤ دَ هغۀ بُت ته ئے سجده کړے وه. دغه دواړه ژوندى هغه تالاب ته وغورزولے شول چه دَ ګُوګړو شُغلے ترے ختلے.
21
اَؤ باقى په هغه تُوره ووژلے شول کُومه چه دَ سورو له خُلے نه راوتلے، اَؤ ټولو مارغانو دَ هغوئ په غوښه ځانُونه ماړۀ کړل.
← Chapter 18
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 20 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22