bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 8
Revelation 8
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 9 →
1
اَؤ کله چه ګډُورى اُووم مُهر مات کړو نو تقريباً تر نيمے ګينټے پورے په آسمان کښے قلاره قلارى وه.
2
بيا ما وليدل چه دَ خُدائے په وړاندے چه کُومے اُووۀ فرښتے ولاړے وے، هغوئ ته اُووۀ سُرنا ورکړے شوے.
3
بيا يوه بله فرښته دَ سرو زرو مُجمره په لاس راغله اَؤ دَ قُربانګاه سره ودريده اَؤ هغے ته ډيره زياته خوشبُوئ ورکړے شوه چه دَ تخت دَ وړاندے دَ سرو زرو په قُربانګاه ئے دَ ټولو پاکانو دَ دُعا سره پيش کړى.
4
اَؤ دَ فرښتے دَ لاس نه دَ خوشبُوئ دَ سوزولو لوګے دَ پاکانو دَ دُعا سره پاس خُدائے ته لاړ.
5
بيا فرښتے مُجمره راواخسته، دَ قُربانئ دَ اور نه ئے ډکه کړه اَؤ په مزکه ئے راګُذار کړه، نو بيا دَ تندر آوازُونه، بريښنا اَؤ زلزله راغله.
6
بيا هغه اُووۀ فرښتے چه ورسره اُووۀ سُرنا وے، غږولو ته تيارے شوے.
7
کله چه اولنئ فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو اور اَؤ ږلئ دَ وينے سره په مزکه راووريدل اَؤ دَ مزکے دريمه حصه ئے وسوزوله اَؤ دَ ونو دريمه حصه وسوزيده اَؤ ټول شنۀ واښۀ وسوزيدل.
8
اَؤ هر کله چه دويمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو داسے لکه دَ يو لوئے غر چه پرے اور بليدو، سمندر ته وغورزولے شو اَؤ دَ سمندر دريمه حصه وينه شوه،
9
اَؤ په کښے دريمه حصه ژوندى سړى مړۀ شول اَؤ دريمه حصه جِهازُونه په کښے غرق شول.
10
کله چه دريمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو يو لوئے ستورے له آسمان نه ګُذار شو چه دَ مشعل په شان بليدو اَؤ هغه دَ سيندُونو اَؤ چينو په دريمه حصه ورپريوتو.
11
دَ ستورى نُوم مستياره وو. اَؤ دَ اوبو دريمه حصه دَ مستيارے په شان ترخه شوه اَؤ ډير زيات خلق دَ دے ترخو اوبو څښلو په وجه مړۀ شول.
12
کله چه څلورمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو دَ نمر دريمه حِصه اَؤ دَ سپوږمئ اَؤ دَ ستورو دريمه حِصه ووهلے شوه اَؤ دَ دغو دريمه حِصه تيارۀ شوه اَؤ دَ ورځے دريمه حِصه رڼا ختمه شوه اَؤ دغه شان دَ شپے هم.
13
بيا ما وليدل چه يو عُقاب په نيم آسمان کښے والوتو اَؤ په چغو ئے نعرے وهلے چه ”اَفسوس! اَفسوس! اَفسوس! دَ مزکے په اوسيدُونکو باندے، په وجه دَ هغه پاتے درے فرښتو په سُرنا چه اوس به ئے وغږوى.“
← Chapter 7
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 9 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22