bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 7
Revelation 7
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 8 →
1
دَ دے نه پس ما څلور فرښتے دَ مزکے په څلورو ګوټُونو ولاړے وليدلے اَؤ څلور واړه بادُونه ئے ځکه راټينګ کړى وُو چه په سمندر، مزکه يا په يوه وُنه هم باد ونۀ لګى.
2
بيا ما بله فرښته له نمرخاتۀ نه په راختو وليده چه دَ رب الحئ مُهر ورسره وو اَؤ هغه څلورو فرښتو ته ئے په زوره وئيل، چه چا ته په مزکه اَؤ سمندر دَ نقصان ورکولو اِختيار ورکړے شوے وو،
3
”تر هغے سمندر، مزکے اَؤ ونو ته نقصان مه رسوئ تر څو چه مُونږ دَ خُدائے مُهر دَ هغۀ دَ خادمانو په تندو نۀ وى لګولے.“
4
اَؤ ما چه دَ هغوئ شمار واؤريدو چا ته چه مُهرُونه لګولى شوى وُو اَؤ دَ اِسرائيل دَ ټولو خيلُونو نه په يو لک څلور څلويښت زرو مُهر ولګولے شو.
5
دولس زره له يهُوداه دَ خيل نه، دولس زره دَ روبين له خيل نه، دولس زره له ګاډ له خيل نه،
6
دولس زره دَ اشير له خيل نه، دولس زره دَ نفتالى له خيل نه، دولس زره دَ منشه له خيل نه،
7
دولس زره دَ شمعُون له خيل نه، دولس زره دَ ليوى له خيل نه، دولس زره دَ يساکار له خيل نه،
8
دولس زره دَ زبُولون له خيل نه، دولس زره دَ يُوسف له خيل نه اَؤ دولس زره دَ بنيامين له خيل نه وُو.
9
اَؤ له دے نه پس ما دَ خلقو لويه ګڼه وليده چه بيشماره وه، دا دَ ټولو قومُونو، ټولو خيلُونو اَؤ دَ مُختلفو ژبو دَ ويُونکو خلقو جمع دَ تخت اَؤ دَ ګډُورى دَ وړاندے ولاړه وه. اَؤ هغوئ سپينے جامے آغُوستے وے اَؤ دَ کجُورو څانګے ئے په لاسُونو کښے نيولے وے.
10
اَؤ په زوره ئے دا چغے وهلے چه ”خلاصُون زمُونږ دَ خُدائے دے چه په تخت ناست دے، اَؤ دَ ګډُورى.“
11
اَؤ دَ تخت نه چاپيره چه څومره فرښتے ولاړے وے اَؤ مشران اَؤ څلور حيوانان اَؤ ټولے فرښتے دَ تخت په وړاندے پړمخے پريوتل اَؤ دَ خُدائے عبادت ئے وکړو
12
چه چغے ئے وهلے چه ”آمين! برکت، لوئى، حِکمت، شکر ګذارى، عزت، قُدرت اَؤ زور دِ تل تر تله زمُونږ دَ خُدائے وى! آمين.“
13
بيا په مشرانو کښے يو ما ته مخ راواړولو اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”دا خلق چه سپينے جامے ئے آغوستے دى، څوک دى اَؤ دَ کُومے راغلى دى؟“
14
ما جواب ورکړو چه ”زما مالِکه! تۀ خبر ئے، نۀ چه زَۀ.“ بيا هغۀ ما ته ووئيل چه ”دا هغه کسان دى چه دَ لوئے تنګسيا نه راغلى دى، هغوئ خپلے جامے دَ ګډُورى په وينو وينځلے اَؤ سپينے کړے دى.
15
ځکه خو دوئ دَ خُدائے دَ تخت دَ وړاندے ولاړ دى اَؤ دَ خُدائے په کور کښے شپه اَؤ ورځ دَ هغۀ په عبادت کښے لګيا دى، اَؤ هغه چه په تخت ناست دے، به دَ دوئ سره اوسيږى.
16
دوئ به بيا هيڅ کله نۀ وږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى اَؤ نۀ به تيزه ګرمى تکليف وررسوى.
17
ځکه چه کُوم ګډُورے چه دَ تخت په مينځ کښے دے، هغه به دَ دوئ شپُونکے وى اَؤ دوئ به دَ ژوند دَ اوبو چينو ته بيائى، اَؤ خُدائے به دَ دوئ دَ سترګو نه ټولے اوښکے پاکے کړى.“
← Chapter 6
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 8 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22