bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 12
Revelation 12
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 13 →
1
بيا په آسمان کښے يوه لويه نخښه ښکاره شوه چه يوه ښځه وه چه نمر ئے لکه جامے آغوستے وو اَؤ سپوږمئ دَ هغے تر پښو لاندے وه اَؤ په سر ئے دَ دولسو ستورو تاج وو.
2
هغے دَ حمل دَ تکليف له کبله دَ زوزاد پيدا کيدو چغے وهلے.
3
بيا يوه بله نخښه په آسمان کښے ښکاره شوه چه يوه غټه سره اژدها وه چه اُووۀ سرُونه اَؤ لس ښکرُونه ئے وُو اَؤ په سرُونو ئے اُووۀ تاجُونه وُو.
4
اَؤ هغۀ په خپله لکئ دريمه حصه ستورى له آسمان نه راکښل اَؤ په مزکه ئے راغورزول. اژدها دَ هغے لنګيدونکے ښځے په وړاندے ودريده دَ دے دَ پاره چه هر کله چه دَ هغے ښځے بچے وشى چه دا ئے لواړ تير کړى.
5
دَ هغے زوئے پيدا شو چه په ټولو قومُونو به دَ اوسپنے دَ امسا په زور حکُومت کوى. خو دَ هغے بچے خُدائے اَؤ دَ هغۀ تخت ته سمدستى وخيژولے شو.
6
اَؤ ښځه په خپله بيابان ته وتښتيدله چرته چه دَ هغے دَ پاره خُدائے ځائے تيار کړے وو چه هلته تر دولس سوه شپيتو ورځو پورے پاتے شى.
7
بيا په آسمان کښے جنګ ونښتو. ميکائيل اَؤ دَ هغۀ فرښتو دَ اژدها سره جنګ جوړ کړو. اَؤ اژدها اَؤ دَ هغۀ فرښتو جنګ وکړو.
8
خو هغوئ فتح ونۀ مُوندله اَؤ په آسمان کښے دَ هغو دَ پاره ځائے نۀ وو.
9
نو دا لويه اژدها لاندے راوغورزولے شوه، دا هغه زوړ مار چه شيطان يا اِبليس بللے شى چه ټول عالم غُلوى، هغه دَ خپلو فرښتو سره لاندے مزکے ته راګُذار کړے شو.
10
بيا ما په آسمان کښے يو اُوچت آواز په دے شان واؤريدو چه ”اوس خلاصُون اَؤ قُدرت اَؤ زمُونږ دَ خُدائے بادشاهى راغلے ده اَؤ دَ هغۀ دَ مسيح اِختيار، ځکه چه زمُونږ په وروڼو اِلزام لګوُونکے چه شپه اَؤ ورځ زمُونږ دَ خُدائے په مخکښے پرے اِلزام لګوى، له آسمان نه ګُذار کړے شوے دے.
11
خو زمُونږ ورُوڼه په هغۀ دَ ګډُورى دَ وينے په وسيله اَؤ ګواهئ دَ کلام په وجه غالب شول، اَؤ خپل ځان ئے هم عزيز ونۀ ګڼلو تر دے چه مرګ ئے هم قبُول کړو.
12
نو اَئے آسمانُونو! اَؤ دَ هغه اوسيدُونکو خلقو! ښادى کوئ، خو اَئے مزکے اَؤ سمندره! اَفسوس چه اِبليس ډير په غُصه تاسو ته ښکته راغے ځکه چه هغه خبر دے چه وخت ئے لنډ دے.“
13
کله چه اژدها خپل ځان په مزکه راغورزيدلے وليدو نو هغه ښځے پسے شو چه زوئے ئے راوړے وو.
14
خو ښځے ته دَ عقاب دوه لوئے وزرُونه ورکړے شول چه هغه په بيابان کښے هغه ځائے ته والوزى چرته چه به هغه له مار نه تر درے نيم کالو پورے محفوظه وساتلے شى.
15
مار دَ خپلے خُلے نه دَ اوبو يو سيلاب وبهيولو چه هغه ښځه په کښے يوسى.
16
خو مزکے دَ ښځے مدد وکړو، خپله خُلۀ ئے وازه کړه اَؤ دَ اژدها دَ خُلے هغه سيلاب ئے تير کړو.
17
په دے اژدها هغه ښځے ته نور هم په غُصه شو اَؤ دَ هغے دَ نور نسل سره دَ جنګ دَ پاره لاړو، دا هغه خلق دى چه دَ خُدائے حُکمونه منى اَؤ دَ عيسىٰ شهادت ساتى.
18
اژدها دَ سمندر په غاړه ودريده.
← Chapter 11
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 13 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22