bible
ra
🌐 Language
English
Español
Français
Deutsch
Português
Italiano
Nederlands
Русский
中文
日本語
한국어
العربية
Türkçe
Tiếng Việt
ไทย
Indonesia
All Languages
Home
/
Pashto
/
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
/
Revelation 5
Revelation 5
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 6 →
1
څوک چه په تخت ناست وو ما دَ هغۀ په ښى لاس کښے يو کتاب وليدو چه دَننه اَؤ بهر ليک پرے وو اَؤ اُووۀ مُهرُونه پرے لګيدلى وُو.
2
ما يوه طاقتوره فرښته وليده چه په چغو ئے وئيل چه ”څوک دَ دے قابل دے چه کتاب پرانزى اَؤ مُهرُونه ئے مات کړى؟“
3
خو هيڅوک هم نۀ وو، نۀ په آسمان کښے، نۀ په مزکه اَؤ نۀ دَ مزکے دَ لاندے وو چه کتاب ئے خلاص کړے وے اَؤ يا ئے دننه کتلے وے.
4
زما اوښکے بهيدلے ځکه چه هيڅوک هم دَ دے لائق نۀ وو چه دا کتاب ئے پرانستلے شو يا چه ئے ورته کتلے شو.
5
خو په مشرانو کښے يو راته ووئيل چه ”ژاړه مه ځکه چه دَ يهوداه دَ خيل زمرے چه دَ داؤد دَ اصل نه دے، هغه بريالے شوے دے چه کتاب پرانزى اَؤ اُووۀ مُهرُونه ئے مات کړى.“
6
بيا ما دَ تخت په مينځ کښے، دَ څلورو حيوانانو اَؤ دَ مشرانو په دائره کښے لکه يو حلال شوے ګډورے ولاړ وليدو اَؤ دَ هغۀ اُووۀ ښکرُونه اَؤ اُووۀ ئے سترګے وے چه دَ خُدائے اُووۀ رُوحونه دى چه ټولے دُنيا ته ليږلى شوى دى.
7
اَؤ ګډُورے ورغے اَؤ په تخت ناست دَ ښى لاس نه ئے هغه کتاب واخستو.
8
کله چه هغۀ واخستو نو څلور حيوانان اَؤ څليريشت مشران دَ هغه ګډُورى په وړاندے په سجده شول، اَؤ دَ هر يو مشر سره يو ستار وو اَؤ ورسره دَ خوشبوئ نه ډک دَ سرو زرو جامُونه وُو چه دَ پاکانو دُعاګانے دى.
9
اَؤ هغوئ يوه نوے سندره وئيله چه : ”تۀ دَ دے لائق ئے چه کتاب واخلے اَؤ مُهرُونه ئے مات کړے ځکه چه تۀ حلال کړے شوے اَؤ په خپله وينه دے دَ خُدائے دَ پاره له هر خيل، له هرے ژبے اَؤ له هر قوم اَؤ اُمت خلق په بيعه واخستل.
10
اَؤ له هغوئ نه تا دَ کاهنانو بادشاهى جوړه کړه چه زمُونږ دَ خُدائے خدمت وکړى اَؤ هغوئ به په مزکه بادشاهى کوى.“
11
بيا چه ما وکتل نو دَ بے شماره فرښتو آوازُونه مے واؤريدل چه هغه دَ تخت اَؤ دَ حيوانانو اَؤ دَ مشرانو نه چاپيره وے اَؤ دَ هغوئ شمار په زرګُونو اَؤ لکُونو کښے وو،
12
اَؤ هغوئ په زوره چغے وهلے چه : ”هغه ګډُورے چه حلال کړے شو، دَ دے لائق دے چه ټول قُدرت، دولت، حِکمت، لوئى، عزت، شان اَؤ تعريف ومُومى!“
13
اَؤ بيا ما واؤريدل چه ټول مخلُوقات چه په آسمان کښے، په مزکه باندے، دَ مزکے دَ لاندے يا په سمندر کښے دى، هغوئ ټولو چغے وهلے چه : ”دَ هغه چا څوک چه په تخت ناست دے اؤ ګډُورى ته شکر، عزت، شان اَؤ قُدرت دِ تل تر تله وى!“
14
اَؤ دا څلورو حيوانانو ”آمين!“ پرے ووے اَؤ مشران دَ عبادت دَ پاره په سجده پريوتل.
← Chapter 4
Jump to:
Chapter 1
Chapter 2
Chapter 3
Chapter 4
Chapter 5
Chapter 6
Chapter 7
Chapter 8
Chapter 9
Chapter 10
Chapter 11
Chapter 12
Chapter 13
Chapter 14
Chapter 15
Chapter 16
Chapter 17
Chapter 18
Chapter 19
Chapter 20
Chapter 21
Chapter 22
Chapter 6 →
All chapters:
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22